The news is by your side.

د پند کیسه

0 2
یو مسافر په ښار کې روان و، څه ویني، چې خلکو یو ژوندی سړی په تابوت کې اچولی او قبرستان ته یی روان کړی دی!
سړی بیچاره چغي بغارې وهي او په خداي او رسول باندي قسمونه خوري چې والله بالله تالله زه ژوندي یم! ما مه خښوي؟!
خو یو څو ملایان چې تابوت بدرګه کاوه، ډیر په بې اعتنایۍ سره هغه ته ور ګوري بیا خلکو ته وایی: سر مه پرې خوږوي، دا لعنتي مړ ده، هسي دروغ وایی!
مسافر د مړ (ژوندي) په اړه د ملا څخه وپوښتل، هغه ورته قصه بیان کړه: خبره داسي ده چې دا یو ډیر فاسق خو مالداره او بي وارثه تاجر دي،
اخري ځل چی په سفر تللی و نو لږ زیات وځنډید ، خلکو د ده د مړینې  خبره وکړه، نو څلورو عادلو او پرهیزګارو کسانو قاضي ته د ده د مرګ په اړه شاهدې وویله!
قاضی صیب دده د مرګ حکم صادر کړ، د هغه نه وروسته د ښار دوو بانفوذو شخصیتونو، یو دده ښځه ځان ته په نکاح کړه او بل د ده مال او شتمنې ټوله واخيستله!
اوس دا فاسق د مرګ وروسته راغلی او ادعا کوي چی ژوندي یم!
فتنې جوړوې او د ښار حالات خرابوې.
ته راته د عقل او منطق او انصاف خبره وکړه! مونږ د دغه فاسق خبره ومنو! که د څلورو عادلو او پرهیزګارو کسانو چی له الله تعالی څخه ویره لري!
مونږ یی وړو تر څو یی ښخ کړو، مړي باید خښ شی او د جنازې ځنډول خو شرعا جایزه ندې کنه؟!
Leave A Reply

Your email address will not be published.