The news is by your side.

زندان ـ لنډه کیسه

صدیق الله بدر

0 74

په پنځمه ورځ یې هم چې بل کار پیدا نه کړ، بسوگلې له خپل سر نه خړ ټیکری، پلچرخی زندان ته د تللې لارې په نیمایي کې د بازار د یو دوکان مخې ته وغوړاوه.
لمرپرېواته لوري ته چې د پلچرخي زندان برجونه ښکارېدل، وکتل او یو سوړ اسویلی يې وکېښ.
د اوبو بوتل او په یوه وړه کڅوړه کې يې شپږ اووه دانې راوړي شنه مرچ د ټیکري په منځنۍ برخه کې کېښودل او په گونډو کېناسته. لوی او واړه ترې راتاو شول. موسکه شوله او مخامخ د خلکو له منځه یې د سړک پورې غاړه کې د یو بل دوکان مخې ته ناست سپین ږیري ته چې پرخپل څادر یې منم نیم توتان کوټه کړي وو، وکتل.
یو سړي چې خپل جمپر پر اوږو پورته پورته کاوه او بیا پرتې دوړې ‎ترې په ګوتو څنډ وهلې، جلکۍ ته وویل: ((که دغه غټ مرچ خوله کې وچقوې، نو یو شلگون درکوم.))
بسوگلې خوله چینگه کړه. مخامخ یو غټ غاښ یۑ لکه چې تازه لوېدلی و. د مرچو له منځه یې غټ مرچ راواخیست، خو مخکې له دې چې په رپنده لاس هغه خولې ته کړي، یو بل سړي په لوړ غږ وویل: ((ظلم مه کوه، مرچ غټ دی، شلگون نه سلگون ورکه.))
سړي لومړی دوه درې وارې د خپل کمیس جېب وټپاوه، بیا يې جېب ته لاس کړ او دوه پنځوسيان یې را وایستل: ((سلگون خو نه، یو پنځوسي ورکوم چې ستا غږ هم بې ځوابه پاتې نه شي.))
بسوگلې په خوشالۍ مرچ خولې ته کړ. مزه یې کړ او په خوله کې يې ښه وچقاوه.
سړي پنځوسي ورکړ، هغې پنځوسي په کیڼ لاس کې موټی کړ.
څلورو پنځو نورو کسانو هم بسوګلې ته د پنځو، لسو او شلو افغانیو په ورکولو د پاتې مرچو د خوړلو وړانديز وکړ.
د پنځم او شپږم مرچ له خوړلو سره خولې یې سوی وکړ، خو د یوه بل پنځوسي په کتلو سره لکه چې سوی یې هېر شوی وي، اووم مرچ ته یې لاس اوږد کړ.
دې ته مخامخ ولاړ سړی چې تر نورو مشر ښکارېده او یو ماشوم یې هم تر لاس نیولی و، سر ښکته پورته وخوځاوه او له کتاره ووت: ((ښه ده، ښه ده، همدا یوه يې لار ده.))
یو غږ اوچت شو: ((اخري مرچ څنگه و؟))
بسوگلې د اوبو بوتل خولې ته کړ او تر شوندو لاندې يې ورو وویل: ((ادې بیا کمه بوره اچولې.))
ښي خواته يې وکتل او پوښتونکي ته یې وویل: ((تر دوو هغو لږ خوږ و.))
بسوگلې غوښتل له خپل ځای راپاڅېږي چې هغه له کتاره وتلی سړی له خپل ماشوم او یو غټ سور مرچ سره د بسوگلې مخ ته کېناست او ویې ویل: ((پوهېږم چې لوظ دې کړی او په زندان کې خپل بندي پلار ته د سگرټو پیسې گټې، که دا سور مرچ وخورې زیاتې روپۍ درکوم.))
بسوگله وترهېده، خو د سړي په لاس کې د پنځه سوه گون په لیدو یې پلتۍ ووهله او مرچ یې د سړي له لاسه واخیست. یو دم یې خولې ته کړ. نیمایي مرچ یې خوړلی و چې دې ته ناست نږدې سړي، پاتې مرچ ترې واخیست او لرې یې وغورځاوه او ورسره یې ۑه چټکۍ د هغه ماشوم والا سړي له لاسه پنځه سوه گون واخیست، له خپل جیب نه یې له یوه بل پنځه سوه گون سره یو ځای کړ او دواړه پنځه سوه گونان یې بسوگلې ته ورکړل.
بسوگلې چې اوښکو یې پر اننګو لارې کړې وې او اوف اوف يې کول، دواړه پنځه سوه گونان په موسک انداز د سړک پورې غاړه د وچو توتانو مخې ته ناست سړي ته چې نیکه يې کېده ور وښورول.
۱۴۰۰.۱۰.۲۱
ماښام اووه بجې او اووه لس دقیقې

Leave A Reply

Your email address will not be published.