The news is by your side.

(غلط ګومان (یوه پخوانی لنډه کیسه

احسان الله ارینزی

0 50
د پلیو په لار ځای نه وو. د هغه ودانیو لوټې او لرګي پرې پراته وو چې د تېرې اونۍ په جګړو کې ورانې شوې وې. د دولت څو ډلګیو یو بل ته مورچې نیولې او د واټ څو ودانۍ یې له خاورو سره برابرې کړې وې.
سړي د کور لږ سامان لکه بړستنې، بالښتونه، کټوې، یو زوړ ټي وي، پکه، دوه منظرې، لوښي او داسې شیان د ډمبر په څنډه کتار کړي او په خلکو د اخیستلو نارې وهلې.
په ډمبر د موټرو تګ راتګ لږ و او څو کسان چې د دوو ورځو کراري له امله، د خپلو کورونو څخه وتلي وو، د دې سړي شا اوخوا ولاړ وو او د خرڅلاو شیانو ته یې کتل.
د بړستنو د پاسه یوه لس- یوولس کلنه جلۍ هم ناسته وه چې په څېرو جامو کې یې ساړه کېدل او لړزیده. دې هڅه کوله چې د بړستنې پېڅکه په خپلو پښو واړوي؛ خو اخیستونکو بړستن هره شېبه لټ په لټ کوله.
چا هومره پیسې نه درلودې چې د کور سامان واخلي. ټول په وچه ډوډۍ پسې لالهانده وو؛ خو یو نیم به ډېرې پوښتنې کولې:
– دا سره زړه بړستن په څو ده؟
سړي به ځواب ورکړ.
– په هر څو یې چې غواړې وروره. بس پورته یی کړه!
– سړيه دا منظرې په څو دي؟
سړي چې ډېرې سترې هیلې یې درلودې، د دې پوښتنې په ځواب کې غلی پاته شو. چا په دې وخت کې هنري اثار او منظرې څه کول! خلکو وچه ډوډۍ نه درلوده، دا سړی به هرومرو ټوکې کوي او منظرې نه اخلی!
سړي خپلې ګرانې لور ته وکتل چې هلته په بړستن ناسته وه او سترګې یې په ژړا سرې ښکارېدې.
یو سپین ږیری پوښتنه وکړه:
– یوازې بالښتونه او بړستنې د خرڅولو دي، که هغه… هغه …؟
ډېرو ولاړو کسانو دې سپین ږیري ته وکتل. سپین ږیري داسې پوښتنه کړې وه چې نورو هم غوښته؛ خو جرئت یې نه کاوه.
ټولو غوږونه څک کړل چې څه واوري. ځورونکې چوپتیا خوره وه. کله نا کله به له لیرې، د ارګ له شا او خوا څخه د ډزو غږونه اوریدل کیدل؛ خو ولاړ کسان داسې بوخت وو چې لیرو ډزو ته یې پام نه کاوه!
سړي اخستونکي ته وکتل. هغه هم د ده په شان د پاخه عمر خاوند و او ډېر خوار ښکارېده. لکه چې دوه – درې ورځې یې د ډوډۍ مخ په سترګو نه وو لیدلی؛ خو سل زړونه یې یو کړل او خلکو ته یې وویل:
– دلته چې هر شی وینئ د خرڅولو دي!
سړي یو ځلی بیا خپلې لور ته وکتل او ورو یی خپلی اوښکې پاکې کړې.
ستره چوپتیا خپره شوه. ډېرو حاضرینو لومړی جلۍ او بیا شا او خوا ویجاړو ودانیو ته وکتل او بیا یی سترګی د ارګ لوري ته واړولې چې اوس د ماشینګړو غږونه هم ترې راتلل.
سړي په زورونکې چوپتیا کې خلکو ته وکتل او دوی ته یې په سترګو کې ووېل چې ډېر اړ یم. د کور ډېر شیان مې په تېرو شپږو میاشتو کې خرڅ کړي. نور نو څه نه لرم، له هر څه سره کېږي؛ خو له لوږې سره نه کېږي. زما په کور کې دا درې میاشتې کټوه په اور نه ده بار. تاسو هم زما په شان یاست او د څه شي د اخستلو وس نه لري.
په دې وخت کې سړي ولیدل چې یو ځوان چې وچې شونډې یې څو ځایه چاودلي دي، جلۍ ته ځیر دی.
سړی لږ خوشاله شو او په زړه کې یې وویل چې که د خدای زړه راباندې وسو، ناروغه مېرمن به ماښام ډاکټر ته بوځم چې دارو ورته واخلم او که نه په دوه – دریو ورځو کې مري.
سړي بیا خپلې اوښکې په پټه پاکې کړې او ورو یې غږ وکړ:
– واخلۍ یه خلکو، دا هر څه له دې ځایه تر هغه ځایه د خرڅولو دي…
او په ګوتو یې داسې کرښه جوړه کړه چې جلۍ هم پکې راغله.
دوه دریو کسانو ته لومړي ژړا ورغله او بیا له ګڼې ګوڼې څخه ووتل.
همغه ځوان چې سړي په نښه کړی و، شا او خوا وکتل او بیا یې، زړه نا زړه او ډېر ورو پوښتنه وکړه؟
– هغه په څو ده؟ … هغه …!
سړي وویل:
– څه شی؟
ځوان خلکو ته وکتل او په ډېره وېره یې وویل:
– هغه…!
او ګوته یې د بړستنې او جلۍ په لور ونیوه.
سړی نه پوهېده چې ځوان څه شی غواړي؟ ځکه یې په داسې غږ ورنه پوښتنه وکړه چې ژړا یې شا ته پټه وه.
ځوان په لږ شرم او ډېره وېره ځواب ورکړ!
– هغه …!
یو چا لاحول والله وویل او وخوځېد. بل په شیطان لعنت ووایه او سګرټ ته یې پوکی ورکړ. دوه- دريو کسانو یو بل ته وکتل، لومړی یې د خپلو سترګو اوښکې وچې کړې او بیا لاړل.
سړي ځوان ته ورغی او دواړه یوی ګوښی ته لاړل.
* * *
ماښام و چې سړی کورته ورسېد. کور تیاره او نیمایي نړېدلی و. مشرې لور یې په انګړ کې خس ماتول؛ خو چې چې په پلار یې سترګې ولګېدې؛ په چیغو شوه او خونې ته لمنډه واخیسته.
هو. دا نن یوازي شوې او خوږه خورکۍ یې له لاسه ورکړې وه!!
سړی په انګړ کې تم شو؛ ځکه د ډېرو ژړاګانو د اورېدو حوصله یې نه درلوده.
مور او لور په خونه کې په کرېږو ژړل. سړي هم په انګړ کې ژړل. بله لار نه وه. چې کله غم درباندې دروند شي؛ نو ژاړه چې زړه دې سپک شي.
ده نن څو ډبیه سګرټ هم اخستي وو. په انګړ کې نور هم تم شو او لسم سګرټ ته یې تیلی ورکړ.
* * *
ښځې چې له ډېرې ژړا او درد نه بېسده غوندې پرته وه، سړي ته وکتل.
سړی د ډېوې په تته رڼا کې ډېر مات ښکارېده. لکه یوه دنګه ونه چې په ځمکه پرېوتې وي، لکه یوه ښکلې ماڼۍ چې اور سیځلي وي. دې سړي ډېر ستر او ښکلي ارمانونه درلودل؛ خو جګړې هر څه ته د پای ټکی کېښود او دا دی نن یې د خپل زړه ټوټه، د سرو ګلو غونچه، نازولې ګېډۍ په پنځوس زره روپیو پلورلې وه!
ښځه په ژورو سوچونو کې ډوب وه.
– خدایه دریغه دا ستا اسمان لوېدلی او هر څه دړې وړې شوي وای!
بیا یې خپل میړه ته وکتل چې نن سل ځلې مات ښکارېده:
– هو. په هغه وطن کې چې عدالت او ډوډۍ نه وي، پرېوتی اسمان ښه ښکاري!
په خونه کې د تودې ډوډۍ وږم خور و. د سړي مشرې لور لږ ډوډۍ اخستې او پټه- پټه خوړه. دا د شپاړلسو کالو پېغله د ښوونځي په اتم ټولګي کې وه چې په ښار ټکه ولوېده.
د غرونو لېوان په ښارونو وختل او بېساری لوټ تالان ګډ شو.
ښځې سړي ته وویل:
– بېوزلۍ تر دې ځایه راوستو. بیا به څه کېږي؟
له لیرې څخه د ډزو درانه غږونه راغلل. ښځه وبېرېده، خپلې لور ته یې وکتل او سړي ته یې وویل:
– پاڅه سړیه. لږ اودس لمونځ وکړه چې خدای مهربانه شي!
سړي په غوسه ورته وویل:
– خدای له موږه خپه دی او موږ یې هیر کړي یو! په هغه ښار کې چې عدالت او ډوډۍ نه وی، لمونځ نه کېږي.
ښځې توبه ویسته، لار ځینې ورکه وه، د ډزو غږونه نژدې کېدل.
ښځې خپلې لور ته وویل:
– بچۍ لږ ډوډۍ او اوبه راکړه چې ډېره وږې یم.
جلۍ انګړ ته لاړه چې له کوهي څخه اوبه وباسي.
ډزې ډېرې نژدې وې، چا د دوی د انګړ دروازه ټکوله.
سړي فکر کاوه چې کېدای شي کوم ګاوندی په کیسه خبر وي او په خپلو پورونو پسې راغلی وي او یا څوک پیسې په پور وغواړي.
چې کله یې دروازه بېرته کړه، هک اریان شو. شپږ- اووه خیرن ببرسري ټوپکیان هلته ولاړ وو او ده ته یې بد- بد کتل.
یو ببرسري چې (ډک سګرټ) ته پوکي ورکاوه، ده ته وویل:
– دا دې ډېر بد کار وکړ!
سړی هک پک ولاړ و او نه پوهېده چې دا ټوپکیان څنګه د ده د لور د خرڅولو په کیسه خبر شوي او نه پوهېده چې څه ځواب ورکړي؛ ځکه یې ورو وویل:
– ډېر مجبور وم، ډېر بېوزلي وو، ډوډۍ مو نه درلوده، په ورځو- ورځو به وږي او نهرناست وو او خونه او نغري مو ساړه وو.
یو ببرسري ورته وویل:
راغلی به وای او له موږ سره به دې ټوپک پورته کړی و!
سړي وویل:
– زه خدای غلا ته نه یم پیدا کړی!
ټوپکیان په غوسه شول، لکه تندر چې پرېوتی وي.
د دوه- درې ټوپکو خولې ده ته ځير شوې.
یو ببرسري وویل:
– د سپي بچیه، حرامي. ته خو وختي د وژلو وې؛ خو موږ درباندې رحم کړی و!
سړي لا څه نه و ویلي چې د ببرسرو مشر بل (ډک سګرټ) ته تیلی ورکړ او په ډېره غوسه یې وویل:
– د سپي بچیه! موږ دا نه ژاړو چې تا لور خرڅه کړې، موږ ټول لورانې خرڅوو، زه دا وایم چې ته باید پوستې ته راغلی او د دولت مالیه دې ورکړې وای!!!
دولت او موږ ستا په پیسو کې برخه لرو! دا موږ ته ګوره چې ستاسو په خدمت کې یاستو. که موږ نه وای، تاسو به څه کول؟
ناڅاپه درز شو. هلته مخامخ په یو کور توغندی پرېوت او ډېر ژر د اور لمبې جګې شوې.
سړي هک اریان پاته و. په ماغزو یې اور بل و. خپل ژوند یې د سینما فلم غوندې تر سترګو تېریده. د ډېر سوچ وخت نه و. خیرن ببرسري له ماشینګڼو سره تر ده چاپیر ولاړ وو.
سړي، ببرسرو ته وویل:
– کوم دولت؟
د ببرسرو مشر ځواب ورکړ!
– دا زموږ اسلامي دولت لکه چې ته نابسلمان هېڅ دولت نه بولې؟!
سړي په داسې حال کې چې د مخامخ اور لمبو ته ځیر و، ورو وویل:
– زه وږی یم، زه نهر یم، نیم کور مې نړېدلی، وزګاره یم، مېرمن مې ناروغه ده، نن مې لور خرڅه کړی… ته د کوم اسلامی دولت خبرې کوې؟
او ژړا ورغله. له مخامخ کورونو څخه چې سرې لمبې ترې جګېدې، اوس د ژړاوو غږونه هم راتلل.
سړی بیا ببرسرو ته وویل:
– تاسو د کوم دولت خبرې کوئ؟
یو ببرسري د ده مخ ته لاړې تو کړې او وې ویل:
– موږ څوارلس کاله په غرونو کې نهر تېر کړل، موږ وجنګېدو چې د خدای په ځمکه باندې د خدای قانون نافذ کړو؛ خو تا غوندې کفار اوس هم دا دولت نه مني او ملنډې پرې وهي.
د ببرسرو مشر خپل یو ملګري ته وویل:
یو بل (ډک سګرټ) راکړه چې ماغزه مې دی کوپار ته ایشي.
بیا یې سړي ته مخ واړاوه او وویل:
ژر پنځه ویشت زره روپۍ مالیه راوړه. که سند غواړې سبا پوستې ته راشه چې رسید درکړم!! که پیسې نه راکوې؛ نو دا بله لور په مالیه کې راکړه! ته خو یې هسې هم سبا بل سبا خرڅوې!!!
کله چې ببرسري خیرن ټوپکیان له روپیو سره لاړل؛ سړي، ناروغه مېرمن او لور یی په تپه تیاره کی له کوره ووتل او نامعلوم لوري ته وخوځېدل.
تپه توره شپه وه؛ خو د لیرې اور رڼا د دوی سیوري وړل راوړل او د درنو ژړاوو غږونه اورېدل کېدل.
لومړی لیک میزان 1373 پېښور
بیا لیکنه 1394 ( ۱/۱/ ۲۰۱۶) – کابل
Leave A Reply

Your email address will not be published.