The news is by your side.

ماتې نه لرم-لنډه کیسه

زمان عمر

0 160

کابل سپینو واورو نیولی و کاروبار په ټپه ولاړ و
ځایي خلکو له ځانو غټ جامپرونه تاو کړي و
ده سړک په غاړه یوه ښځه ناسته وه یو نری تور ټیکری یې له ځانه تاو۔ وو
ګڼ خلک تېریدل خو داسې څوک نه تر سترګو کیدل چې له دغې سوالګرې یې پوښتنه کړې وای چې ولې؟
تر ډیره مې ورته کتل دوا هلکان راغلل ده ښځې تر څنګ ودریدل غږ یې نه راته خو یو بل تا یې خندل
ښځې له هغسې سر ټیټ نیولی و خو هلکانو له هم خنده نه وه ختمه
شیبه ورسته ښځه له ځایه پورته شوه مخکې لاړه په تور ټیکري کې یې پیوند شوې ټوټې له وریا ښکارېدې کالي یې تر ملا پورې لمده و
ځان ته مې پام شو په تور کوټ کې له یخنی راپیدم
ومې ویل بښل نشته حساب ورځ مې مخکې ده که همده ښځه مې له ګریوان ونیسي خدای به مې وبښي؟
نه هیڅ کله نه
هلکان روان شول ښځه بېرته په واوره کې کیناسته
ده تېر په څېر یې بیا هم سر ټیټ نیولی و
دقیقه له نه وه وتلې چې یو نوی ماډل موټر چې ښیښې یې هم تورې وې ورته ودرید
ده ځل یو څه خوشحال شوم ما زا یو څوک خو پیدا شول
خو ده فکر یواځې فکر پاتې شو خو موټروان له موټره ښکته نشو
لاسونه یې خوځیدل ښځه دې دوایم ځل له پاره له ځایه پورته شوه مخکې لاړه کله چې موټر حرکت وکړ په خپل کیناسته
زړه مې درد وکړ جیب ته مې لاس کړ دوا زره افغانی وې زر مې ترې بېلې کړې نور ده ښځې په طرف روان شوم
ورغلم ده مخې ته یې په جګو پښو کیناستم را پام یې نه شو ورو مې وټوخل سترګې یې را پورته کړې
اه په تور حجاب کې څه یو ښایست پروت و غومبوري یې ده یخنی له امله تک سره اوختي و
په ژاړه غوني غږ یې وویل هیله کوم مجبوره یمه خو غلطه نه یم زاری درته کوم لاړ شه
زړه مې راډک شو غوښتل مې چیغه وکړم خو ځای مناسب نه و
ومې ویل یو ساعت کیږي څارم دې ده خلکو څه ویل؟
هیڅ۔۔
ده خلک ولې له مجبوریته غلطه ګټه اخلي؟
ځکه چې هرڅه لري۔۔
څومره روپی دې اخیستې تر اوسه؟
شل افغانی لاس یې ماشوم راکړې لاس افغانی سوالګر۔۔
عجیبه نه ده؟
څه۔۔
سوالګر؟
نه ځکه چې هغه دا درد لیدلی ده۔۔
دلته چې ټوله ورځ تېره کړې څومره پیسې جوړیږي درته؟
سل یا له دې کمې۔۔
نور څوک نه لرې؟
درې خویندې لرم هغه له ما کوچنی دي۔۔
پلار ورور؟
پلار مې مړ ده ورور نه لرم۔۔
زه څومره مرسته وکړم؟
څه دي چې وس وي۔۔
که زه دواسوه درکړم کور ته ځې؟
که سل راکړې هم ځمه یخني مې وژني۔۔
زر روپی مې ورته ونیولې زړه نه زړه شوه
ماتې له کومه کړم۔۔
ټولې واخله ؟
یو دم یې له سترګو اوښکې روانې شوې ما وبښه په تا مې هم دې هغو جنسیت ځپلو ګومان وکړ۔۔
هیڅ خبره نه ده خو هغو څه ویل؟
هغه دوا هلکان چې و یو بل ته یې چې خندل یوه یې راته وویل زر روپی درکوو مونږ سره لاړه شه
هغه موټر ولا راته ویل چې زه به دې په سرو سپینو کې پټه کړم خو کله کله زما خبره منه۔۔
یعنې څنګه خبره؟
چې ماسره دفتر کې شپې څوک نه وي هلته راځه ده ډیر غټ جایداد هم لري ویریږمه چې اوس سوالونه کوي بله ورځ مې په زوره موټر ته پورته نکړي ستا په پیسو به ځان تا چادري واخلمه کیدی شي ترې ورکه شمه.

Leave A Reply

Your email address will not be published.