The news is by your side.

مات زړونه -لنډه کیسه

ګل رحمن رحماني

0

 سهار له لمر  ختو سره د کور دروازه په زوره ټک ټک شوه، پر تخت پراته ځوان ځان په توده کمپله کې تاو کړ، غوږونه یې په بالښت او کمپله کلک بند کړل چې بیا هېڅ غږ وانه وري، خو دروازه دوه درې ځله له پخوا په زوره وټکېده، بله لار نه وه، پاڅېده، ور ووت او غږ یې وکړ

څوک یې؟

 د یوې بوډۍ ښځې نرم غږ راغی

   – یوه مور یم، څه نه لرو زویه! سوالګره مې مه بوله، که کوم څه د خدای په رضا او خیرات کې راکړئ، اولادونه مې پرون راهیسې نهار دي.

ځوان سترګې یې وموښلې او دروازه یې ور خلاصه کړه

-ځه مخ دې ورک کړه، وړاندې چېرته په لاره او سړک کېنه، دا ځای د سوالی نه دی، خوشي خلک له خوبه باسې، بیا مو په دې کوڅه کې و نه وینم.

   ښځه چوپه خوله په مات زړه روانه شوه او ځوان په درز سره دروازه ور پورې کړه، کور ته راننوت، مور یې له خپلې کوټې ورباندې غږ کړ

-څوک وو زویه؟

– هېڅوک نه وو، که مو دومره دې اندېښنه وه، خو ویښه وې، یو ځل به خپله ور کوزه شوې وې، بس یوه بې شرمه بوډۍ سوالګره وه، ما هم  وشړله.

 په زنګېدلو قدمونو لاړ، بېرته په خپل ځای پرېوت او تر ډېره له ځان سره بوږنېده.

مېرمن یې له پخلنځي لانده لاسونه راووته او د خپلې خواښې خواته ورغله

 -ادې!  چای څه وخت څښې او د خوړو لپاره څه ورسره راوړم؟

 خواښې یې په غوسه ځواب ورکړ

-زهر ورسره راوړه، خاورې دې وڅښم، ورشه اول دې هغه عصاب خرابي ته څه ور وړه.

 نږور یې په مات زړه روانه شوه، دهلیز کې یې کوچنی زوی سعید مخې ته ودرېده

– مورې! بېګاه دې زما د کورنۍ دندې کتابچه چېرته کېښوده، رایې کړه، ښوونځي ته ځان تیاروم، د سولې ورځ نمانځو، ناوخته کېږي، رښتیا نن څو شنبې ده؟

مور یې همداسې په تاو کې ورڅخه تېره شوه.

– ورک شه بې عقله، تندر وهلی یې چې په خپلو کتابونو او بکسه دې پام وکړې، نن بلا شنبې ده، زه څه خبره یم، ورشه له هغه عصبي انا دې پوښتنه وکړه.

   ماشوم زړه ماتی او ځای پر ځای ودرېده، د ښوونځي بکسه او کتابونه یې خپله تیار کړل، ځانګړې جامې یې واغوستې، نن یې چای هم ونه څښه، د کور دروازه په زوره ټک ټک شوه، خو دی لږ په ځنډ ور ووت، ګاونډي همزولي او ټولګیوال یې وحید ورباندې غږ کړ

– سعیده! سهار پخیر، دا  ته څومره په ځنډ راوځې، ډېره دې ناوخته کړه.

په تنده لهجه یې ځواب ورکړ

-بلا پخیر، بې له ما دې لکه چې لار نه ده لیدلې چې لاړ شې، نه به راته درېدې.

وحید حیران او غلی شو، دواړه جوړه روان شول، د ښوونځی موټر ورته ودرېده، ور وختل، د پاخه عمر لرونکي موټروان په شالید هېنداره کې د هلکانو تروې ټنډې ولیدې او ور غږ یې کړ.

وحیده! پخیر راغلې، څنګه یې؟

-په تا یې څه، هېڅ څنګه هم نه یم، ځه خپل زوړ موټر دې چلوه، څه مې کوې.

    موټر چلوونکی یې له ترخه ځوابه زهیر او ناهیلی شو، په مخ کې راځوړنده د سفر کلمه یې له جړو تارونو را ویسته، تر څنګ یې په بل ځنځیر کې راځوړند مات او سور زړه -چې یو غشی هم په کې بند و-له دوړو وڅنډه، په موټر یې بې ارادې پښه ټینګه کړه، یوه روان سپي د موټر له ډاره تر وسپینري پنجري هدیري ته ګام کړ، د نږدې قبر په بوټو کې ناستې مرغۍ هوا ته والوتې او موټر له تنګې کوڅې عمومي سړک ته ووت.

۲۰۲۰ د ډسمبر۴مه

(Visited 119 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.