The news is by your side.

مازې څپېړه

سهیلا اصغري

0 218

ښکلې معصومه څېره يې وه. په ښکلا کې يې د وطني شاعرانو د تصويرونو هيڅ کمی نه وو. ښايسته تورو زلفو يې په جگه ونه د رامبيل چمبيل آبشار جوړ کړی وو. په ژبه نه پوهېده او هره پوښتنه به ورته مېړه ژباړله او بيا به يې ځواب هم په ژباړه راته. مېړه يې هم جگ او دنگ ځوان وو او په ځوانۍ يې د مديترانې د غرونو او اوبو اثرونه په شنو سترگو او پلنو اوږو کې له ورايه ښکارېدل.
کله نا کله به کلينيک ته راتلل او په دې تگ او راتگ به د دوی د ژوند له تحولاتو هم خبرېدم. د دوو ښايسته لوڼو خاوندان شول. د ماشومانو په راتلو يې تگ او راتگ کلينيک ته زيات شوی وو او نور ژباړې ته هم اړتيا نه وه.
خو ډېره موده نه دا، نه يې مېړه راښکاره شول. مياشتې وروسته ځوان يوازې راغی. په بېرته وتلو مې ترېنه د مېرمنې پوښتنه وکړه. سترگې يې عجيب شان ولغړيدې او ويل يې: هغې زه پرې ښودم.
ما ويل دا څنگه؟
وېل؛ ما مازې يوه څپېړه ووهله خو دې راباندې پوليس راوغوښته. اوس دا تللې او لورانې هم له دې سره دي. وگورم چې محکمه به څه فيصله وکړي.
ما ورته د خير دعا وکړه او دی ولاړ. خو په فکر کې شوم چې دا خو به لومړۍ څپېړه نه وه…

د سپتامبر دوهمه ۲۰۱۸

Leave A Reply

Your email address will not be published.