The news is by your side.

ماښامی_مجلس۲۴

نعمان دوست

0
چې حجرې ته راننوت، نو سمدلاسه یې زما په لاس کې اساسي قانون ته پام شو. په ځير یې ور وکتل او بیا یې پر تشو لاسونو کېښودل، ښه په اخلاص یې وخندل.
حیران شوم، ځان ته مې وکتل. قانون ته مې وکتل، ما ویل هسې نه قانون مې سرچپه نیولی وي؛ خو هر څه سم و. اخر مې وپوښتل:
و انډیواله! دا څه کیسه ده؟ ولې داسې خاندې؟
– د مطالعې انتخاب ته دې خاندم. خدای دې خوار نه کا، دا قانون خو خپله جمهوریت کونج ته کړی و. هغوی چې اهمیت ورنکړ، نو اوس یې مطالعه څه ګټه کا؟
– غلی شوم، خبره یې بده نه وه. که قانون ته ژمن پاتې شوي وای؛ ولې به دا حال و. ولې به داسې تیت په ترک او کوز ګوري ول، د همدې قانون ازار ووهل. غلی وم؛ خو میلمه راکتلې. اخر مې ورته ویل: په ۶۳مه، ماده خو یې ښه ډبل عمل وکړ!
– دې ماده کې څه دي؟ او ډبل عمل یعنې څه؟
– دې ماده کې د منتخب ولسمشر د سوګند په اړه بحث دی، د سوګند الفاظ پکې درج دي. ډبل دا چې همدا د سوګند مراسم په عین ورځ او عین وخت کې دوه کسانو ادا کړل!
– اوفففففففففف. په هغه ورځ مې په رڼو سترګو لیدل چې د افغانستان وقار او عزت مسخره کیده، سخت درد راغی. د شرابو هسې نوم بد دی؛ اصلي بده نشه خو د قدرت وي چې هر څه تر پښو لاندې کوي او هیڅ د شرم په نوم څه نه پیژني. ښه، دا خبرې پریږده. چای راوړه چې تږی یم.
چې څنګه له پتنوس سره راننوتلم؛ ګورم چې میلمه قانون په لاس کې نیولی دی.
ما ویل و انډیواله! زه دې ترې منع کولم او اوس دې خپله سترګو ته نیولی؟
– هسې وخت مې تېراوه، رښتیا دغه وروستۍ ماده یې څه مانا؟ : (( په نافذیدو سره یې د دې اساسي قانون له حکمونو مغایر قوانین او تقنیني فرمانونه لغوه کیږي. ))
دغه شان مطلب عموماً د هر قانون په پای کې لیکل شوی وي.
– د دې مانا دا چې کله نوی قانون چاپ او تکثیر شي، نو په دې اړه پخواني قوانین لغوه اعلانیږي. اما ترڅو چې نوی قانون توشیح او چاپ نه وي، پر پخواني عمل کیږي؛ ځکه چې تشه رامنځ ته کیږي.
– اممم. له پیالې یې درې څلور پرلپسې ګوټونه وکړل، پر بریتونو یې لاس راتیر کړ او بیا ویل: ګوره؛ د نجونو ښوونځي بند دي او دلیل یې دا دی چې په نوي طرزالعمل کار کیږي، یا نوي شرایط وضع کوي، نه کیږي چې دلته هم له همدې قاعدې استفاده وشي؟
– ډيره پخه خبره دې وکړه. باید همداسې وشي. ځکه وخت چاته صبر نه کوي. لږ تر لږه هره ورځ شپږ درسي ساعتونه وي، چې هره ورځ د لسګونو زره نجونو شپږ درسي ساعتونه ضایع شي، د دې جبران خو به ډير ناشونی شي. کاش، همداسې شوي وای. د نوي طرزالعمل تر چمتو کیدو یې پر پخواني عمل کړی وای. څه د کفر ملک خو نه دی فتح شوی چې پخواني اصول دې ټول له یوې مخې باطل اعلان شي.
– میلمه چاینکه پورته کړه: د قوانینو دا اصول مې خوښ شول، دا نږدې د ژوند په هره چاره کې عملي کیږي. که په یاد دې وي؛ کله چې د حامد کرزي په لومړۍ دوره کې ننګرهار کې د سره رود د زاړه پله ترڅنګ نوی پول جوړیده، نو د دې لپاره چې د سفر په وړاندې خنډ ایجاد نشي، ژوند ټکنی نشي؛ نو د نوي پول ترجوړیدو، پر زاړه د تګ راتګ اجازت و؛ خو چې کله نوی تکمیل شو نو بیا زوړ یې له استفادې وغورځاوه.
– واه، غوره مثال. نه کیږي کومه ورځ د پوهنې وزارت ته لاړ شې او همدا مثال دې هلته مقاماتو ته تشریح کړئ؟
– نه، نه، نه… د هغه پاکستاني ملاصیب خبره دې نه ده اوریدلې: … او د بجلۍ په تارونو کې به ګوتې نه وهې!
میلمه ساعت ته وکتل؛ پورته شو. ویل یې: د ښوونځيو پیل کیدل خدای خبر، که دومره سطحي چلند روان وي، ممکن میاشتې ونیسي. زه ځم چې خپلو لورګانو سره درسونه تکرار کړم.
ما ویل: واه، ویاړ په داسې پلار.
له خوشالۍ موسک شو او له دروازې، یې داسې لاسونه خوځول لکه په بهرني سفر روان سیاستوال چې د الوتکې له دروازې لاندې خلکو ته لاسونه خوځوي.
Leave A Reply

Your email address will not be published.