The news is by your side.

مرګ ته هيله

سميرا حليمزۍ

0

له مرګه وېرېدم، ژوند مې هيله وه، غوښتل مې چې ډېر ژوند وکړم، خوشاله او بې غمه ژوند، خو اوس داسې نه یم، مرګ ته مې سترګې خېژي، خو مرګ نه راځي.

 سهار وختي زموږ امر توریالی راغی، په لوړ غږ یې وویل:

ـ هلکانو! پاڅیږئ! نن په یوه جنګي سیمه کې عملیات لرو. هغه سیمه باید ونیسو، ځانونه تیار کړئ!

 زه له بلې جګړې یوه ورځ مخکې راغلی وم، باید په قرارګاه کې پاتې وای، خو زړه مې ناقراره و، امر توریالي ته مې وویل چې زه هم غواړم له تاسې سره جګړې ته لاړ شم. د ده زړه نه و، ویل يې چې ته ستړی یې، تازه له سختې جګړې راغلی یې، نه به ځې. ما زارۍ ورته وکړې چې زه هم درسره ځم، ده ومنله، نور ملګري حیران وو.

موږ ځانونه تیار کړل، وسلې مو را واخیستې او  ټانک ته ورغلو. زه، لونګ، اباسین او بخت محمد په یوه هاموي ټانک کې کېناستو. څو ساعته مزل مو وکړ، کله چې غرنۍ سيمې ته ورسېدو، ملګري وارخطا شول، د دوی په سترګو کې وېره ليدل کېده. دا غرونه خطرناک وو، له دې سيمې یو کتار هم روغ نه وو وتلی، خامخا به پر کمین برابرېده.

زموږ ملګري اباسین د ټانک په سر د داشکې مسوولیت درلود. یو دم ډزې شوې، اباسین وارخطا و او سر يې نه شوای پورته کولای. ما اباسین ته وویل چې راکښته شه، زه داشکې ته درېږم، خو اباسین و نه منله، دی په مټ ولګېد، له مخابرې د امر توریالي چیغې راغلې، ویل يې چې  سرعت ونيسئ.

 زه داشکې ته ودرېدم، هره خوا مې ډزې کولې. ملګرو مې زارۍ راته کولې، ویل يې چې ځان په لوی لاس مه وژنه، خو ما د دوی خبرې نه اورېدې. له نږدې غره د مرمیو باران راباندې اورېده، خو په ما هيڅ هم و نه شول، د خطر له سیمې ووتلو.

ټول ستړي وو، کتار ودرېد، هلته د رڼو اوبو چینه وه. موږ هم ور کښته شوو.

خو یو ناڅاپه له نږدې باغونو ډزې پیل شوې. ټول ټانکونو ته وختل، خو ما پیکا را واخیسته، د باغ خوا ته مې منډې کړې، په ولاړو تلم، ډزې مې کولې، د باغ له ونو څانګې ماتېدلې. وروسته ټکا غلې شوه، زه خپلو ملګرو ته ورغلم، ټولو لېونی بللم، خو ما ژوند نه غوښت.

موږ شپه له غونډيو لرې په دښته کې تېره کړه. سهار مو حرکت وکړ، له څه مزل وروسته امر په مخابره کې وویل چې ودرېږئ. زموږ د ملګري غورځنګ سترګې تېزې وې، له لرې يې د سړک کیندل شوي ځای ته پام شوی و چې د زیړې بوشکې سر ترې ښکارېده. ګنګوسې شوې چې هله ماین دی. امر ماین خنثی کوونکي ته وویل چې وسایل در واخله او ماین خنثی کړه. هغه ورغی، خو بېرته ډير ژر راغی. ویل يې چې ده تر اوسه دا ډول ماین نه دی لیدلی، سیمونه يې ډېر دي، خطر لري.

 ماین خنثی کوونکي ته مې وویل چې څه  ډول یې خنثی کولای شو، هغه وویل چې سم ډاډه نه یم، خو هغه سور لاین يې باید پرې شي. ده په خپلو خبرو پوره باور نه درلود. ویل يې چې د هر لاین په غوڅولو سره شاید ماین وچوي.

پلاس مې د هغه له لاسه کش کړ او د ماین په لور مې منډه کړه، ماین ته کېناستم، سترګې مې له اوښکو ډکې شوې. په  زړه کې مې ویل چې زما کوژدنه موسکا هم همداسې چاودنې رانه واخیسته، کاشکې مې همدا د ژوند اخېري شېبه وې،  زه غواړم خپلې موسکا ته ورشم.

سور لاین مې په پلاس کې ونیو، سترګې مې پټې کړې، لاین پرې شو. خو ماین و نه چاودېد.

موږ عمليات وکړل، ځينې ساحې مو ونیولې، یوه پوسته مو جوړه کړه، بېرته قرارګاه ته راغلو.

زما د کوژدنې له مرګه را وروسته ما تل له خدایه خپل مرګ غوښت، ځکه دې دنیا نور ارزښت راته نه درلود، خو خدای نه مړ کولم، شاید د دې وطن لپاره يې ژوندی پرېيښی وم.

پای

(Visited 39 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.