The news is by your side.

معشوقه _ لنډه کیسه

وږمه سبا عامر

0 144

شړکنده باران و، د خلکو ګڼه ګونه دومره زیاته نه وه، د باران سره سم سوړ باد هم لګېده. هغې د لاس ګړۍ ته وکتل، د بسونو د تمځي په لوري یې منډه واخیسته.
په تمځي کې، پر اوږدې چوکۍ، یوه لکه لښته نرۍ ځوانه ښکلې جینۍ ناسته وه، ژاولې یې ژولې. هغه د بسونو د تګ راتګ د وختونو جدول ته ورنږدې شوه، بیا یې خپلې لاسي ګړۍ ته وکتل، د ماښام پوره پینځه د پاسه اوه بجې وې، جدول کې یې لیکلي وو چې په هم دې وخت به ۱۷۰ لمبر بس دې تمځي ته رسېږي.
د سرک بر لوري ته یې وکتل، چې پرې بس باید راغلی وای خو د بس پته نه لګېده. پر چوکۍ ناستې جینۍ ته یې وکتل، هغې هم په مهربانه انداز د هغې په لوري ور وکتل. داسې یې ور وکتل چې هغې ته یې د پوښتنې کولو حوصله ورکړه، ورڅخه یې وپوښتل:
– وبخښئ په انګریزۍ پوهیږئ؟
– لږه لږه مهرباني.
– مننه دا ۱۷۰ لمبر بس خو به نه وي تېرشوی؟
– فکرکوم نه.
– مننه.
دوه دقیقې نورې هم واوښتې، خو بس رانغی. ځوانې جینۍ چې د هغې وارخطایي ولیده، نو د وخت د تېریدو لپاره یې ورته وویل:
– باران دی، اکثره وخت په باران کې بسونه ناوخته راځي.
هغه موسکه شوه، د هو په اشاره یې سر وښوراوه. د دې لپاره چې انتظار ورباندې لنډ شي، جینۍ څخه یې وپوښتل:
– چیکۍ یې؟
– هو او تاسو؟
– افغانه یم.
د ښځې ځوانه جینۍ خوښه شوه، د نورو چیکیانو په شان تروشه نه وه. د ځوانې جینۍ خبرو نوره هم زړوره کړه، ورڅخه یې وپوښتل:
– له مور او پلار سره ژوند کوې؟
– نه له ګرل فرینډې (معشوقې) سره مې.
– څه؟ ګرل فرینډه، که بوای فرینډ؟
– ګرل فرینډه.
– ښه هغه څه کارکوي؟
– پولیسه ده.
– واو.
هغې ته جالبه وه. جینۍ ورته وویل:
– زه شل کلنه یم او هغه اووه ویشت کلنه ده. پر هغې ګرانه یم، نازوي مې. هلکان مې نه دي خوښ، تر پولیسې مخکې یو هلک سره ملګرې وم، خو چندیانې ښه خاطره ترې نه لرم.
د دوی تود مجلس روان و چې ۱۷۰ لمبر بس راغی. ښځې بس ته د پورته کېدو په وخت کې جینۍ ته وویل:
– خوشاله ماښام.
هغې بس کې یوه خالی چوکۍ وموندله کېناسته، د جینۍ خبروته چرت وړې وه، موبایل یې وشړنګېده، نمرې ته یې وکتل، وهاب و، زر یې اوچت کړ او پوښتنه یې وکړه:
– هلو وایه څه دي؟
له هغې خوا ورنه وهاب وپوښتل:
– ته چېرته یې؟
– بس کې کورته روانه یم.
– ښه زه به نن شپه که شول ناوخته درځم، ملګرو سره نايټ کلب ته ځم.
دې یو سوړ اسویلی وویست، خو په ارامه او مهربانه انداز یې ورته وویل:
– ګوره پام کوه، هغه بله شپه هم په « ګی کلپ» ډزې شوې وې، بلا خلک مړل ول، خدای مې دې له سرتورې ورځې وساتي.

د مارچ دویمه، کال ۲۰۱۶
پراګ – چیک جمهوریت

Leave A Reply

Your email address will not be published.