The news is by your side.

مهاجره- لنډه کیسه

عابده سپوږمۍ

0

زېړچکي خړ اوږده کالي يې ځان کې و، له لرې راروانه وه، لاسونه يې شاته نيولي وو، ورو ورو پارک کې د ښځو ناستې ډلې ته نيږدې شوه ټولې يې له سترګو تېرې کړې، د عينکو تر شا يې خپلې سترګې وسولولې، د بوټونو ګرد يې وڅانډه . په خپله ژبه يې يو څه وويل خو ښځې پرې پوه نه شوې، په خپل لاس يې اشاره وکړه .

« هلته ! »

بيا يې خپلې ملا ته لاس ونيوه.  بيا هم د چا سر سم پرې خلاص نشو

ښځو ورته وويل:

« ملا د خوږېږي»

دې بيا هم ملا کلکه نيولې وه، خو له حرکاتو يې ښکارېده چې غواړي ووايي هلته له ما سره يوځاى پر څوکۍ کينٸ. خپلې دوه ګتې يې ونيولې، ویې ویل:

« سوريه…دوه کاله کېږي چې له سوريې راغلې يم»

ناستې ښځې خپلو کې بيا په خبرو بوختې شوې .دې بيا په خپله ژبه او اشارو کوم څه وويل خو نه څوک پرې پوه شول او نه يې چندان اهميت ورکړ.

دې د خولې لاړې تېرې کړې، مسکه شوه، مخ يې واړوه بېرته خپل ځاى خواته روانه شوه، لرې د ونې لاندې پر څوکۍ کېناسته .

له لرې مې ور پام و، کله به يې پورته د پارک ونو ته کتل، کله به يې سر ښوراوه کله لاس او کله پښه، زړه تنګې ښکارېده، چې هر څوک يې له مخې تېرېدل دې به ښه پسې وروکتل. خو، څوک نه و چې ورسره پرې خبرې وکړي .

ورځ په تياره کېدو وه د ښځو ډله هم يو او بل خوا تيته شوه . دا لا هم پر همغې څوکۍ د همغې ونې لاندې ناسته وه. خواته يې ورغلم. ورته ومې ويل:

– شپه همدلته تېروې

راته ويې کتل، هېڅ يې و نه ويل، پوه نشوه چې څه وايم. د لاس په اشارو مې يو څه پوه کړه. راته ويې کتل سر يې وښوراوه وې ویل:

-نه

ودرېده، روانه شوه د همدې کوڅې په پاى کې وروستي کور ته ننوته شېبه وروسته يې د کور د يوې کوټې څراغ بل شو.

پاى

Leave A Reply

Your email address will not be published.