The news is by your side.

هديره

احسان الله ارینزی

0

ښه مې په ياد دي چې ټوله شپه خوب رانغى، هديره مې هېڅ له ياده نه وتله او له خدايه مې غوښتل چې ژر سهار شي چې زه هديرې ته لاړ شم او له خپل مور او پلار او د نيکونو له ارواګانو سره خپلې خاطرې تازه کړم او د تل په شان هلته د خپلو کړو- وړو جاج واخلم، همدارنګه هغه پخوانۍ ژمنه مې هم نوې کړم چې په لنډ عمرکې د ډېرو بدو کارونو له پاره وخت نشته. په سبا باندې بې له دې چې د چا پام شي له کوره ووتم. کږلېجنې نرۍ لارې هديرې ته ورسولم. څو کاله هديرې ته نه وم ورغلى. له رسېدو سره حيران شوم، هديره دومره لويه شوې وه لکه د کلي ټول خلک چې هلته ښخ وي. له ځان سره مې وويل :

– پخوا خو به هر کلي وړه هديره درلوده اوس داسې برېښي چې د جګړو په کلونو کې ټول خلک مړه شوي وي.

هغه پخوانۍ ونې هم لويې شوې وې او ځينې خو يې بيخي زړې ښکارېدې. ورو- ورو په هديره کې ګرځيدم او هغو څيرو ته ځير کېدم چې زما په ذهن کې انځورېدې او تتېدې. د انا د قبر تر څنګ ودرېدم، هغه تر موره هم پر ما باندې ګرانه وه او هر وخت به يې په غېږ کې پټېدم. د هغې تر څنګ مې د بابا قبر و، هغه ډېر زړه سواندى سړى و، ږيره يې د ځړوبي په شان سپينه وه او هر وخت به يې ماشومان او ځوانان نازول. بابا مې جګ سړى و او هر سهار به کروندو ته تلو او مازيګر مهال به ستړى ستومانه راستنېده خوله به يې تل له خندا ډکه وه او د ګل په شان پستې او ښايسته خبرې به يې کولې، بابا مې تورې سترګې درلودې او د خوښۍ په شېبو کې به لومړى د هغه سترګو خندل او بيا شونډو. هغه په کلي کې ډېرملګري لرل چې ډېر يې اوس مړه شوي وو او په همدې هدېره کې ښخ وو. د هغه وخت درې څلور سپين ږيري اوس هم لا ژوندي وو چې د کلي خير او برکت بلل کېدل. د بابا له قبره ور ها خوا د پلار قبر و. هغه په هېواد کې د جګړې په لومړنيو کلونوکې هغه وخت ووژل شو چې زه لا ماشوم وم، له هغه وخته مې چې څه په ياد پاتې دي زما د خور ګلڅانګې خاطره ده، هغه خواره په دې نه پوهېده چې څه پيښ شوي دي؟ بې خياله به مې د مور په غېږ کې پرته وه او غړپ- غړپ شودې به يې زبېښلې. په هغو کلونو کې به مې مور ډېر ژړل او موږ ته به يې د جګړو کيسې کولې. نه پوهېږم چې په هديره کې به مې څومره وخت تېر کړى و چې مخامخ مې په الف خان لالا سترګې ولګيدې. الف خان لالا له اتياوو اوښتى و او په خپله زړه کلا کې له خپلو لمسيانو سره اوسېده. د هغه زوى او لور هم څو کاله مخکې په جګړه کې وژل شوي وو. زه د هغه په ليدو ډېر خوشحاله شوم، تر روغبړ وروسته مې ترې وپوښتل:

– څنګه په داسې ورځ چې په کلي کې د رستم خان اکا د زوى واده دى هديرې ته راپيښ شوى يې. هغه راته ځواب راکړ:

– زه له هديرې سره ډېره مينه لرم؛ ځکه چې زما پښه هم د ګور په غاړه ده، غواړم چې د خپلو اعمالو پاڼې ته وګورم، د خداى مخلوق ته زيان ونه رسوم او رېښتوني انسان پاتې شم. شاوخوا قبرونو ته يې وکتل او بيا يې ما ته مخ راواړوه:

– ګوره ما هلته خپل ځان ته هم د ښخولو ځاى ټاکلى دى او لمسيانو ته مې وصيت کړى دى چې ما هملته ښخ کړي.

هغه په لاس هغه د سپين قبر اړخ راوښوده چې د هدېرې تر ټولو قبرونو ښايسته جوړ شوى و او حاجي الوان اکا په کې ښخ و. هغه د الف خان لالا ورور و. الف خان د الوان اكا د قبر خوا ته رهي شو، په يوه ډبره کېناسته او ما ته يې وويل:

– زه د دې هديرې نژدې ټول مړي پيژنم، اوس مې د سترګو ديد کم شوى، تا هم سم نه وينم؛ خو د دې هديرې هر قبر را ته مالوم دى، هغه شنه جنډه چې پرې رپيږي د الوزۍ قبر دى او څنګ ته يې د هغې د لورانو قبرونه دي، لکه چې شين سترګو يرغلگرو غوښتل چې په کومه ورځ د دوى کور ته ننوځي؛ خو دوى په بيل او څټک ورسره جنګېدلي وو، دښنه د دوى په کور کې په حاضرو کسانو باړونه چلولي او ټول يې شهيدان کړي وو. هغه بيا نژدې قبرونو ته وکتل او خپله لکړه يې د الوان اکا د قبر په لور ونيوه:

– الوان ډېر ښه سړى و؛ خو ارمان چې د ژوند په وروستيو کلونو کې د خپلو بچيو له لاسه ډېر وځورېد او په ډېر کړاو مړ شو.

هغه بيا شاوخوا وکتل او ورو يې ما ته وويل:

– بچيه! د هغه زامن په لومړي سر کې له پرديو سره ښه په نره وجنګېدل؛ خو وروسته بيا په ټوپکيانو بدل شول او په غلاوو يې لاس پورې کړ.

ما ورته وويل:

– لالا ما د هغه وخت ډېرې ترخې کيسې اورېدلې دي، ته اوس دا را ته ووايه چې الوان اکا څنګه په کړاو مړشو.؟

– بچيه! چې توى له دواړو نه پاتې نه شي، نن د رستم د زوى واده دى، ما اوريدلي دي چې ښې غوښې يې پخې کړې دي. ما په خندا ورته وويل:

– نه وخت ډېر دى، لومړى به د الوان اکا کيسه راته وکړې بيا به کلي ته ولاړ شو او په توى کې به برخه واخلو.

الف خان لالا شاوخوا هديرې ته وکتل او زياته يې کړه:

– هو بچيه! الوان ډېر ښه سړى و، ښه نيت يې درلود، ښه کارونه يې کول، ښه بختور بزګر و، حرام يې نه خوړل، په کشرانو ډېر زړه سواندى و؛ خو ارمان چې زامن يې په جګړو کې خراب شول، يو سردار او بل پردل نوميده، ستا به په ياد وي که نه؟

په کوچنيوالي کې مې پېژندل خو په ځوانۍ کې يې زه دلته نه وم.
هو … ښه تکړه زلميان وو؛ خو کله چې بهرني يرغلګر وتښتېدل او کورنۍ جګړه پيل شوه. دوى هم د خپلو مشرانو په څېر د دنيا وږي شول، سمه لار يې پرېښوده او غلط-غلط کارونه يې وکړل، ما اورېدل چې دوى څلور- پنځه ځلې د خلکو د کورونو له مالونو ډکې لارۍ راوستې او خپلې خونې يې پرې ښايسته کړې، ان د خلکو د کورنو لرګي يې راوړل او خپلې نوې خونې يې پرې وپوښلې او لنډۍ پاچايي يې جوړه کړه.

هغه تر لږ دمې وروسته خپلو خبرو ته دوام ورکړ:

بچيه! الوان په دې ناکردو ډېر خپه و او څو ځلي يې زما په مخ كې خپلو زامنو ته لمن غوړوله چې داسې مه کوئ، خپل ښه نوم مه بدوئ، خپلې کورنۍ ته پېغور مه جوړوئ او زما اخرت په دې حرامو شيانو مه خرابوئ؛ خو چا ته يې وايې، پردل او سردار به ويل چې د پلار ماغزه خراب شوي او نور نو په خبره نه پوهېږي!

هغه بيا لږ دمه ونيوه او وې ويل:

– چې اوږده خبره رالنډه کړم، پنځه کاله مخکې الوان ډېر سخت ناروغه شو او ځاى پرځاى پرېوت. ځنکدن يې شل- پنځه ويشت ورځې اوږد شو، زه درې ځلې ورغلم، زامنو يې دحجرې تر څنګ په يوه نوې خونه کې ورته ځاى جوړ کړى و، شاوخوا يې ډېر داروګان پراته وو؛ خو لکه چې هېڅ ګټه يې ورته نه کوله، له خبرو پاتې و او سترګې يې يو مخ پاس رډې- رډې پاتې وې او نه پټېدې.

ما پوښتنه ترې وکړه.

الوان اکا نور څنګه و؟ له ځايه خوځېده که نه؟

– نه بچيه! د خوځېدو نه و، بس له سينې نه يې خرهارى پورته کېده او هېڅ شى يې نه خوړل. په درېيم ځل ورتگ سره يوه خبره زما فکر ته راغله، زړه مې غټ کړ او پردل ته مې وويل چې پلار دې له دې خونې څخه خپلو پخوانيو خونو ته يوسه، اوس مې په ياد نه دي چې هغه ته مې څه بانه وکړه؛ خو دې ته مې اړ کړ چې زما خبره ومني. کله چې د هغه ځاى بدل شو، په سبا يې الوان مړ شو او دلته مو ښخ کړ. خداى پرې رحم وکړ او له ډېرو کړاوونو يې وژغوره. نه پوهېږم چې اوس به يې څه حال وي؟ په زحمت به وي او که په راحت، خداى دې پرې ورحميږي! خورا ښه سړى و.

ما په بېړه وپوښته.

الوان اکا څنګه په هاغه بله خونه کې ژر مړ شو؟

– هغه تر سوړ اسويلي وروسته وويل:

-بچيه! دا پوښتنه هماغه وخت پردل هم له ما نه کړې وه؛ خو ما څو مياشتې وروسته ځواب ورکړ، هغه په دې خبره دا پنځه کاله له ما نه خپه دى، زما سلام نه اخلي او خپله لار چپوي.

ما بيا وپوښته چې اصلي خبره په څه کې وه؟

بچيه! الوان شل- پنځه ويشت ورځې هغه پاس لرګيو ته کتل چې خپل يې نه وو، د خپلو ځمکو يې نه وو، په حلالو پيسو يې نه و اخيستي او حرام وو. سردار او پردل د بل چا له کوره غلا کړي او خپلې نوې خونې يې پرې جوړې کړې وې!…. بچيه دا خو وړه خبره نه ده چې حرام مال کور ته راوړه او خوشحاله ګرځه…. حرام خو ځواب غواړي! الوان همدې لرګيو ته سترګې نيولې وې او زه ګومان کوم چې ځان ورته ګرم او ګنهګار ښکارېده او په دې پوهېده چې دى به يې ځواب ورکوي.

په دې وخت کې د الف خان لالا له سترګو اوښکې وبهېدې، له ځايه پاڅېد، په لکړه يې هديرې ته اشاره وکړه او وې ويل:

– بچيه! خداى دې اوس الوان وبخښي، دى ښه سړى و؛ خو زامنو يې ډېر وځوراوه!!

(Visited 58 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.