The news is by your side.

هیله -لنډه کيسه

ليکواله: مدينه نوري

0

 پري د ملا د آذان نه د مخه پاڅېدلې او له اوداسه وروسته لا تر اوسه په جای نماز ناسته وه. دعا یې وکړه او له کړکۍ يې بهر وکتل، اوس نو روڼ سهار و. شنه آسمان د بامیان ولایت د امیر بند وریاد کړ چې تېر اوړی هلته تللې وه او ماسپښين مهال د بند په غاړه یوازې ناسته وه، خپلې پښې يې اوبو ته ورښکته کړې وې او د ژوند له شېبو يې خوند اخيست، خو دا خوند ډېر ژر هله ترې کډه وکړه چې خپله کورنۍ وریاده شوه او ارمان يې وکړ چې هغوی هم په دې ښايسته شېبو کې ورسره يو ځای وای. د بند د اوبو تماشه يې کړې وای او له پاکې هوا يې ژورې ساه کښلې وای، هغه څه چې په کابل کې ترې محروم وو. هغه په يو رسمي سفر بامیان ته تللې وه، ځکه خو يې دا هيله پوره نه وه. ورياد شو چې هلته هم آسمان همداسې شين و لکه د کابل د نن ورځې شين آسمان او لکه د امير بند د اوبو د شنه رنګ په شانې.

له ځايه پاڅېده. جای نماز يې کت او تسبيح يې په منځ کې ورکېښودې. خپل ځيرک موبايل تېلفون يې راواخيست او د هوا څرنګوالی يې وکوت. لمر او تودوخه اتلس (۱۸) درجې د سانتيګراد. د سبا، بل سبا، ورپسې بل سبا او ورپسې ورپسې بل سبا د هوا حالات يې هم وکتل. نور نو تر راتلونکو څلورو ورځو پورې آسمان ورېځ او د اورښت وړاند وينه شوې وه. دا ورځ د جامو مينځلو ته ډېره مناسبه وه.

د هغې آپارتمان په داسې يو بلاک کې و چې مخه يې عمومي سړک ته وروتلې وه. دا يو له بيرو بارو سړکونو و چې له حده زياتو د وزيرانو، وکیلانو، جنرالانو، د اردو او پوليسو د قوماندانانو، د بهرنيو ځواکونو(ناتو او امريکې) او عامو خلکو موټرونه  شپه او ورځ پرې تګ راتګ کاوه. د موټرو د لوګي او هغه خاورې دوړې به چې د هغو د ټايرونو د خوځون پر مهال بادېدې د شا وخوا هوا یې ډېره زیاه ککړوله او له دې سره د پري د کوټې پردې ډېرې ژر ژر خيرنې کېدلې. یوه ورځ يې هیله کړې وه چې د موټرونو ګرځېدا کمه شي، لوګی او خاورې دوړې نه وي، وکړای شي د کوټې کړکۍ د آزادې او پاکې هوا د راتګ پر مخ خلاصې پرېږدي او د کړکيو پردې په کمو ورځو کې خيرينې نه شي.

دا د کرونا ويروس د خپراوي له کبله د کوربنديز(قرنطين) درېيمه اوونۍ وه. اوسمهال پر سړک يو نيم موټر وروسته له ځنډه تېرېده. دا يوازې د پوليسو، اردو، د روغتيايي کارکوونکو، د ميديا او ژورنالستانو، خوراکي توکو او د څښاک د پاکو اوبو د لېږد موټرونه وو. په يوه ګړۍ کې به ايله څلور يا پنځه موټره تېرېدل. هوا څه د تېرې ورځې باران ورېدا او څه هم کوربنديز پاکه کړې وه. د آپارتمانونو اوسېدونکي ټول په خپلو کورونو کې ايسار وو او د کرونا ويروس پر اخته کېدو له وېرې له کورونو نه راوتل. يو نیم کس به د بلاک مخه کې تېر شو، هغه به خامخا ډېر ضروري کار درلود.  نور تګ راتګ بند و. نورکله به ميندو او پلرونو خپل ماشومان په کورونو کې نه شوای ټينګولای، خو اوس آن ماشومان هم په کور د ننه ايسار وو او پري چې خپل لمسيان کتل نو ګمان يې کړ چې د نورو ګاونډيانو ماشومان به هم د کرونا د ويروس له خطرونو خبر وي چې ډېر غږ غوږ يې نه اورېدل کېږي.

پري په بيړه بلې کوټې ته لاړه. چوکۍ يې تر پښو لاندې کېښوده، وروخته او د کړکۍ پردې يې راکوزې کړې. هغه پنځوس کلنه وه، که څه هم په يو رسمي دفتر کې کارمنه وه، خو وخت نا وخت يې د کور د کارونو په ترسره کولو کې برخه اخيسته، په تېره بيا د کوټو د  پردو د بدلولو، مينځلو او اوتو کولو کې. د هغې کار او فعاليت ډېر خوښېده. غوښتل يې چې د مرګ تر ورځې په حرکت او کار کې وي. نن يې په وجود کې زيات توان احساس کړی و. نور ټول لا هم ویده وو، ځکه چې ښوونځي بند او کارونه په ټپه درېدلي وو. د نورو کوټو د کړکيو پردې يې هم راکوزې او پاکې  اوتو کړې يې ورځوړندې کړې.

هغې د خيرنو پردو پنډ برنډې ته يووړ هلته چې د جامو مينځلو ماشين اېښودل شوی و. برنډه د کوټو په نسبت ډېره روښانه وه. هغې خپلو خپړو او منګلو ته وکتل، تک سپين په نظر ورغلل. حيرانه شوه. يوه پرده يې راپورته کړه او په ځير يې وکتله. پاکه وه، خيری پې نه ښکارېده. زړه کې يې ورګرځېدل چې کاشکي يې نه وای راکوزې کړې. څه موده وروسته به يې مينځلې وای. پخوا به يې چې کله هم پردې راکوزولې لاسونه به يې تک تور شول. پردې به د مياشت نه کمه موده کې د موټرو له لوګي او خاورو دوړو له کبله داسې خيرنې کېدلې چې په مازې په لاس وروړلو به يې توروالی په منګولو او خپړو ښکاره کېده. هغې ته خپله هيله ورياده شوه. د ګرځبنديز له کبله هوا پاکه شوې وه، خو پري د خپل آپارتمان کړکۍ د آزادې تازه هوا پر مخ کلکې بندې کړې وې، خاورې دوړې او لوګی په سترګو ليدل کېږي خو نن چې کوم ويروس هوا ککړه کړې وه، په سترګو نه ليدل کېده. هغه په خپله هيله پښېمانه وه.

پای

15/4/2020- کابل

(Visited 43 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.