The news is by your side.

ولږه

پوهاند لعل پاچا ازمون

0 131

ډېره ګرانه ده ! څه وکړم؟ مجبور یم، اړتیا بد شی دی، د ولږې تاو ډېر زورور دی، نور يې په څه وغولومه؟!
ګرانه ده خو چاره نشته، تر سبا مې همدا کرل او رېبل، په شنه سهار تلېفون وشرنګېده:
– د خیر یې کړې، په دا شنه سهار زنګ!؟ پرون مې له چا سره د زړه خواله کړې, ګوندې کس يې موندلی وي، یوازې زه تر بړستنې لاندې مې ورو تڼۍ کېکاږله، په ورو ورو مې ورته وویل:
– اورم.
– ښه چې اورې، هغه سړی درته لس بجې په چوک کې ولاړ دی.
ما خوله دې خبرې ته جوړوله چې څنګه!؟ دې وخت کې مې په بړستن وړوکی زوی ثمر راوخوت:
– ښه که اوس یې تر بړستنې لاندې را ننباسم، نو دی حتماً یو څه غواړي، راځه ځان په ویدو واچوه، ګوندې دده زړه صبر شي، ورو، ورو به بېرته لاړ شي.
غږ و غوږ مې نه خوت، دی څپېده:
– دادا، دادا!!!
د دادا چغې یې ډېرې ووهلې، خو ما له ځانه سره ویل؛ نه اورم، که واړوی ورم، حتمي څه غواړي. ځان ړوند و کوڼ کړ، ستړی به شي، خپله به لاړ شي، اخر چې نه شو، د بړستن څنډه یې پورته کړه، همداسې راننوت، اول یې راته په جېبونو ګوتې ووهلې، ویې لیدل چې هیڅ هم نشته، په جېب کې مې د موږک لکۍ سپېره کېږي، مخ ته راوړاندې شو، نازکې پنجې یې را ته په مخ کېښودې:
– دادا، دادا، دادا!!!
دادا ځان په ویدو اچولی و، اخر چې نه شو، له وریځو یې ونیولم، درد يې وکړ، دا درد د هغه تر درده کم و، نور نه کېده، سترګې مې وغوړولې:
– څه وی زویه!
– ځو.
– سبا دې بیایم، شکریم《اسکریم》درته اخلم.
– اشکریم نه، پپا اخلم، مکي خور ته مې پاپړ اخلم.
– اخلم يې، ښه زويه
– چه (څه) وخت؟
– اوس څه ووایم؟
– تا سره پیشې《پیسې》نشته.
– شته.
– نو چه وخت؟
– نن ځو ښه!؟ نن.
اوس خو ورته نشم ویلی چې نه ځو، ځو.
خور دې چرته ده؟ مکۍ …
– ملاسته ده.
هغه تر ده کشره ده.
– هغه نه بوځو، هغه بیا ژاړي.
– ښه نه یې بیایو، په ورو غږېږه چې راویښه نه شي.
– ښه!؟ تر چوکه خو هم دوه دوه نیم ساعته پلی مزل دی، موتر کې خو نه شو تلی، راویښ شوم، ځان مې ورو وڅانډه، هلک مې راواخیست، غېږ ته مې کړ، روان شوم، په کور کې مې حال ويلو ته زړه نه و، خو میرمن مې راپورته شوه، غږ يې کړ:
– چېرته؟
– په ورو غږېږه چې مکۍ راویښه نه شي.
– نو چېرته؟
– چېرته ځو، بېرته راځو.
– ځه خدای دې کومه مخه وچلوه چې چیشی په لاس درشي او بېګاه ته یوه توده ډوډۍ واخلې، دا ماشومان ډوډۍ غواړي. څونه شپه په وچه کلکه ډوډۍ مې ډېر وغولول، هغه هم خلاصه شوه.
– پوهېږم.
– نو دا هلک چېرته وړې؟
څه ووایم؟ له ځان سره سوچ کې شوم، – هلک!؟ چکر ورکوم.
– نو دا وخت د چکر دی؟
ثمر تر ما وړاندې شو
ژم ژم.
له مانه وړاندې دروازې ته ورسېده:
نه ګورې!؟ کلک راپورې نښتی، نه مې پرېږدي، پرېږده چې پام یې غلط شي.
هغه همدا وایي:
– په هلک پام کوه، چې موټر یې درنه ونه وهي، ته لږ سودایي یې، ګوتې شمارې، په لاره هم شعر وایې، پام کوه چې زوی مې ګوره موټر و نه وهي. د ړندې سترګې اوښکه ده ، دا زما وستا د واده لومړۍ ثمره، ده .
ثمر يې ټينګ ټينګ ښکل کړ، نن یې بېخي ډېر ښکل کړ، یوه شېبه یې سینې پورې جوخت ونیوه، بیا یې راباندې غږ کړ:
– ګوره! هلک باندې پام کوه.
– ښه!؟
روان شوم، ما داسې فکر کاوه چې موږ د یوه لېرې وطن په سفر روان یو، خو نه، موږ نژدې ځو، خو د بېوسۍ دې رنګ ورک شي، مجبور یو چې پلي لاړ شو، وختي باید روان شو، ثمر هرځای کې راته وایي:
– دادا!؟ دا اخلې؟
– هو زویه چې هغه سړی وګورو، چې بېرته راستانه شو، دا اخلو.
لږ وړاندې یو هلک پوکاڼۍ پړسولې وې، کوښښ مې کاوه چې د ثمر له سترګو یې پټې کړم خو د هغه نظر پرې پرېوت، ترپکې یې ووهلې:
– دادا ماته پوکاڼۍ، ماته پوکاڼۍ!!!
ډېرې ترپکې یې ووهلې، ما هسې جېب ته د درواغو لاس وړ، راوړ، ویل مې:
– ثمره زویه! له اخوا نه چې راغلو، درته اخلم یې ښه!؟ تا ته یې هم اخلم، خور ته دې یې هم اخلم.
– دادا مکۍ پوکاڼۍ غواړي ښه!؟ هغې ته پوکاڼۍ واخله. هغې ته پاپړ او ډوډۍ هم واخله.
– اخلم یې ورته، اخلم یې.
دا اوس له ځانه په مکۍ ډېر مهربان شو، د مکۍ په غم کې ولوېد:
– مکۍ ته یې واخله ښه!؟ مکۍ څپلکې هم نه لري ښه!؟ څپلکې هم ورته واخله.
– اخلم یې ورته، خیر ماته یې مه اخله ښه!؟ هغې ته یې واخله.
ثمر نن په خپلې خور ډېر مهربانه و، وړاندې د سړک پر غاړه یو ماشوم بیسکوېټ پلورل، هغه ته ودرېد:
– دادا!؟ دا هم واخله ښه!؟
– اخلم یې زویه ښه!؟ دا هم اخلم.
– مکۍ ته یې واخله ښه!؟ بېګاه وږې وه ښه!؟ چغې یې وهلې.
– ښه زویه، اخلم یې.
د ثمر چې هرڅه ته ور مخه شي؛ همدا وایي:
– دادا مکۍ ته یې واخله، مکۍ داسې او مکۍ هغسې.
نن یې مکۍ له زړه نه وځي، وړاندې د سړک پر سر بولانۍ خرڅېدې، دې ته هم ودرېد، بیا دمکۍ غم واخسته:
– بولاني، تودې بولانۍ، لس روپۍ، لس روپۍ.
ثمر ودرېده، راته ويې ویل:
– دادا مکۍ بولاني هم غواړي ښه!؟ هغې ته هم بولاني ښه!؟
– اخلم یې زویه، هغې ته هم بولاني اخلم.
ثمر لکه چې خپله ولږه هېره کړه، نور يې ځان ته پام نه دی، هرڅه په مکۍ لوروي، په مکۍ ډېر مهربانه شو، روان یو، تقدیر ګوره، تر لسو بجو لس دقیقې وړاندې ورسېدو، ثمر هرڅه ته ګوري، په هرڅه کې یې سترګې نښتي، هرڅه غواړي، خو د ځان لپاره نه، د مکۍ غم ور سره دی او مکۍ موږ په خوب ویده پرېښې وه، په څه خوب!؟ ما به لټوي، ثمر به لټوي، وایي به موږ!دادا څه شو؟؟ شمر چه شو؟ دادا چه شو، بس همدا پوښتنې به کوي، مور به یې ورته څه وایي!؟ هغه به په تمه وي چې اوس به یې دادا ډکې منګولې راځي، څه به راوړي!؟ په تمه تمه به دروازې ته ګوري، د ثمر لاسونو کې به جیشی وي!؟ پخوا به مې چې ثمر له کوره راوویست، هرڅه به یې په لاسونو کې شرنګول، مکۍ به بیا اوس هماغه پخواني حالت ته په تمه وي، چې د ثمر په لاس کې به پوکاڼۍ وي، ژاولې وي، شیان به وي، خلتې به ډکې وي، ثمر او مکۍ به خبرې کوي.
همدې چرتونو وړی وم چې په ښي اوږه مې لاس کېښودل شو، مخ مې واړوه:
– ته یې؟
– هو.
– زرغون ستا نوم دی؟
– هو.
– ته د مالک ملګری یې؟
– هو.
– ښه!؟
حېب ته یې لاس کړ، ورو یې راته موټی لاس کې کېښود، دې وخت کې ثمر دې سړي ته ګوري، سړی هغه ته ګوري، ثمر وایي:
– دادا!؟ دا څوک دی؟
– کاکا دې ده.
– کاکا!؟
– هو.
چرت کې شو، چې دا څنګه کاکا دی چې پخوا یې نه و لیدلی.
– کاکا دی ښه!؟
ثمر اریان دریان ګوري:
– کاکا دی!؟
– هو.
ما موټی جېب ته کړ، ثمر همدا وایي:
– مکۍ به راویښه شوي وي، اوس به موږ ورته شیان ویشو.《یوسو》
– هو زویه!
– هلک پرېږده!؟
– چېرته!؟
– ته یوه بهانه وکړه.
ثمر ماته ګوري، زه ثمر ته ګورم.
– زویه!؟
– ها دادا!
– ته همدلته کاکا سره ودرېږه، زه راځم ښه!؟
– چرته ځې!؟
– تا ته چیشی را اخلم.
– خو زه هم درسره ځم.
– ته دې له کاکا سره ودرېږه، زه راځم.
ثمر ماته راګوري چې دادا یې کومې خواته روان دی!؟ د خلکو په ګڼه ګوڼه کې مې ترې ځان پټ کړ.
ډېر شیان مې واخیستل، کور ته زنګېدلی، زنګېدلی را روان شوم، په ټوله لاره سوچونه وهم، ثمر، ثمر، مکۍ به د ثمر لاسونو ته ګوري، هغه لاسونه څه شول!؟ وره کې مکۍ ولاړه ده، را باندې غږ یې کړ:
– دادا!؟ ثمر!!!
ما خلته ورکړه، هغې خلته واخیسته، بیا یې چغې کړې، ثمر!؟
له ثمر ثمر ویلو سره مکۍ خلته په چټلو اوبو کې وغورځوله، چغې یې کړې:
– ثمر، ثمر!!!
میرمنې مې رامنډه کړه:
– ثمر څه شو!؟
جېب ته مې لاس کړ، لس سلګونه مې راوویستل، ورته ومې نیول، دا زما وستا دژوند ثمر دی.

Leave A Reply

Your email address will not be published.