The news is by your side.

وپایېږمه که ومرم؟

حیات ژوند

0

د یادداښتونو کتابچه يې له المارۍ راوخیستله، بېرته خپل ځای ته ستون شو. پر مېز يې وغوړوله، پاڼې يې واړولې، د وروستیو درېیو مخونو د ډکولو په نیت يې قلم د مېز له سره راپورته کړ.

کتابچه يې بېرته بنده کړه، له څوکۍ پورته شو، ګامونه يې ناارمه؛ بېرته ژر يوه نااشنا ځواک د مېز پر خوا روان کړ.

پرا يې نیستله، له پخوانیو يادداښتونو ځغلن تېر شو، وروستي درې مخه چې لا سپين و، مخ ته يې ویړ کړل:

«دوزخ؛ یو څوک چې په خپل زړه کې مینه ځپي.»

د لومړۍ جملې له لیکلو وروسته يې  وویل، چې د یادداښتونو کتابچه تر ډکولو وروسته چې نن بشپړېږي، سوځوي؛ خو دا خبرې يې په کتابچه کې ونه لیکلې او سر يې وڅانډه.

د یادداښتونو کتابچه يې وتړله، قلم يې په ګوتو کې ونیو، بېرته يې پرانیسته. د «دوزخ» جمله يې لا پسې وغځوله: «دوزخ؛ چې زړه دې له مینې ډک وي، خو په ورته وخت کې د مینې یو ګور هم. لکه د دانته نهم جهنم، لکه د برمودا مثلث. دا دوزخ هر څومره خوښي او مینه له ستونې تېرولی شي؛ خو لوګي يې د خاوند د وجود په هډوکو کې په تورو نښو اوړي او ورو ورو يې په تور فوسیل اړوي.»

د دغو جملو تر لیکلو وروسته يې قلم له پاڼې پورته کړ، سر ته يې لاسونه ونیول، سترګې يې پټې کړې او بیا يې وویل، که د مینې اظهار وشي، مینه خپل حیثیت بایلي. «که زه یو چا ته د مینې اظهار وکړم، په دې مانا چې پام يې را اړوم او ځان ته ارزښت ترې غواړم.»*

پخوانۍ جملې یې یوه یوه ولوستلې او بیا يې ولیکل: «خو زه دغه لوګي په حوصلې زغمم، په ایوبي صبر مې سینه ورته پراخه کړې ده؛ خو صبر د جبر دویم نوم دی.»

سترګې يې لمدې شوې، بیا سرې شوې، په څېره کې يې وینه وخوټېده، کتابچه يې پر ځمکه وویشتله. قلم يې په ورغوي کې ټینګ کړ، خو مات نه شو. د قلم نوکه يې ورغوي ته برابره شوه، له خولې يې «اخ!» ناره ووتله.

د ژوند ناچارۍ وریادې شوې، بوڅ پر ځمکه کېناست او په لوړ غږ يې وویل: «نه! نه!! زه دا ټول یادداښتونو سوځوم، له ځانه یو اثر هم په دې بدمرغې نړۍ کې نه پرېږدم. زه د بدمرغۍ بوټی یم. چې هر چا ته ورولګېږم، بدمرغه کېږي راسره. نه غواړم بل څوک هم راسره بدمرغه شي، ځکه زه د کیمیا بوټي ضد موجود یم.»

د «نه غواړم بل څوک راسره بدمرغه شي» جملې په ویلو یې په سترګو کې ناهیلي نوره هم زوروره شوه؛ خو ورو ورو يې څېره له غمه په خوښۍ واوښته، په فکر کې ډوب شوی و. شونډې يې ویړې شوې، خوښۍ په غېږه کې نغښتی و. اوس يې نو د خبرو لپاره يې یو څوک لرل. د ده خندا يې بدرګه کوله او پر سر يې لاس ورتېراوه او په ناز يې په څپېړه واهه او ده يې لاس ښکولاوه. خو د ورغوي خوږ ناڅاپي ويښ کړ، ورغوي ته يې وکتل، له ټپ څخه غوټه وینه راوتلې وه. ځان ته يې پام شو، چې کړکۍ ته مخامخ ولاړ دی، لاندې ګڼ خلک روان دي او فکر ته  يې  ولېده، چې دا هر یو بنیادم د خپلې ګټې لپاره د نورو خوښي تروړي او د انسان اهریمني خاصیت تر خدايي هغه پياوړی دی. له کړکۍ بېرته تاو شو، له کتابچې يې دوړې وڅنډلې، د کتابچې پر پوښ د ورغوي وینې سور داغ جوړ کړی و. کتابچه یې پرانیستله. یو مخ لیکل يې کړي و، بل مخ يې واړاوه: «څو ځلې مې وغوښتل، چې له دغه عذابه ځان وژغورم یا پخپله عذاب له ما ځان وژغوري؛ خو ځانوژنه جرات غواړي، ما دا جرات نه لاره. اصلاً زما په تن کې بې جراتي له لومړیو ورځو او شپو ننوتلې او ورځ تر بلې يې وده کوي، زما د وجود تر ودې چټکه وده.»

قلم يې کېښود، په شا يې ډډه ووهله، خونه يې له نظره تېره کړه. د چت تیران تور او چینجیو خوړلي وو. پر خپل مېز يې نظر ولګېد، د مېز څنډې خوړل شوې وې او ګډوډ خطونه پرې کښل شوي وو. وریاد شول، چې یوه ورځ يې په ناوړه روحي حالت کې دا کرښې د خپل برخلیک او ذهن د رسمولو په نیت کښلې وې. هرې کرښې بله هغه پرې کړې وه، منسکرې کرښې، لکه د ده مات وجود.

نوې کرښه يې پيل کړه: «که دا یادداښتونه تا ته درورسېږي او تا زما خوا ته په راتګ مجبوره کړي… نه! ته باید پر ما مهرباني ونه کړې. زما له مهربانۍ کرکه شي، زه غواړم همداشان چې یم، یوازې او یوازې خپل ځان مې زما له حالته خبر وي. زه به ان اجازه هم درنه کړم، چې زما د خونې بد حالت ووینې.»

ورو ورو يې پښې او بدن مړاوي شول، لاسونه يې له مېزه پورته کړل او وګوڼېد: «نو چې سپارم يې هم نه، ولې يې لیکم؟» بیا يې د خپلې پوښتنې لپاره یو دلیل جوړ کړ او ويې ویل، چې غواړي په لیکلو خپل دنني کنګل حالت ته لږ تودوخه ورنصیب کړي. له خپل حالته په تنګ شو، څو ګامه يې واخیستل، خو چې پام يې شو، د کوټې ها بل سر ته رسېدلی و او مخامخ نمجن دېوال ته چې پوړنده خاوره ترې کله کله پر غولي تویېدله، ولاړ و. بېرته يې مخ واړاوه، یو شېبه وروسته يې د یادداښتونو په کتابچه کې لیکلي و: «زما دا یادداښتونه له تضاده ډک دي، تضاد؛ زما د ژوندانه محراق، بنیاد او اساس دی. لړزان اساس خو له اساسه يې انکار نه شي کېدای. ما په ژوند کې د یوې پرېکړې جرات هم نه دی لرلی، نن هم د یادداښتونو په استولو او نه استولو او سوځولو زړه نازړه یم؛ خو غواړم لږ تر لږه دا پرېکړه وکړای شم، چې د خپل ژوند د ټولو نښو او نښانو د له منځه وړنې جرات وکړم؛ خو لا هم پر مېز ګډوډو کرښو ته اندېښمن یم.»

څو شېبې يې پر مېز سر ولګاوه، سوچونو په مخ کړی و. اندېښنو او فکرونو چې تر اوږدو لیدو کتلو وروسته يې پر یوه غلي او ارام انسان زړه بایللی و؛ خو تل به یې په اړه فکر کاوه، چې د ځان د بد حالت له امله باید ان خپل احساسات په زړه کې پټ وساتي او خپلې ټولې خبرې چې باید ورته کړې يې وای، په خپل زړه کې ښخې کړي. په یاد يې شول، چې د مني په یوه ساړه سهار کې د پوهنتون تر دنګو ونو لاندې سره مخامخ شوي و، څو میاشتې وروسته د کتابونو د تبادلې پر مهال يې غوښتل د زړه خبره ورته وکړي؛ خو خپل حالات يې ورپه یاد شوي او له خپل هوډه بیا اوښتی و. چې کور ته راغلی و، پر هماغه شپه يې د داستایوفسکي «رڼې شپې» ناول درې ځلې پرله پسې چې ګویا په داستان نه مړېده، لوستی و. سهار وختي يې له ملګري وسله رااخیستې وه؛ خو د بې جراتۍ او مذهبي عقیدې له امله له ځانوژنې تېر شوی و.

دغو ټولو فکرونو يې ذهن کې لکه غڼه تارونه غځولي و، خو لا به هم کله کله په دې فکر شو، چې یادداښتونه باید وروسپاري.

د یادداښتونو پاڼې يې واړولې، د درېیم مخ تر نیمايي يې لیکل کړي و: «زه جرات کوم، چې ويې سوځوم، ځکه زما لومړني او وروستي ملګري همدا کتابچه او مخامخ د کتابونو المارۍ ده. ستا دوه کتابه مې تر اوسه ساتلي دي. ته مه وارخطا کېږه، سوځوم يې نه، تر ټولو زیات به مې په درد ولګي.»

د کتابچې پاڼې يې شا ته واړولې، نیم یو مخ يې له ځان سره ولوست او حالت به يې تر پخوا زیات غمځپلی شو. په یوه پاڼه کې يې ولوستل: «د شپې دوه بجې دي، زه یوازې یم، له ځان سره ګوڼېږم.»

د دغه یادداښت تر لوستلو وروسته يې ژر ژر پاڼې واړولې، داسې ژر چې ګومان کېده پاڼې د کتابچې له بېخه باسي او همدا اوس يې تکل کړی، چې کتابچه پاڼې پاڼې کړي او بیا يې وسوځوي؛ خو په وروستیو کرښو کې يې ولیکل: «ما که یو، یوازې یو څوک هم د خبرو لپاره لرلی، ژوند ته مې مانا ورکولی شوای.»

تر دې وروسته يې ځان سره غونج کړ، له مېزه پاڅېد، کتابچه يې تر څنګ نیولې وه، قلم د کتابچې له منځه وغورځېد او کړپ غږ يې د خونې خاموشي ماته کړه. له خولې يې تاو وخوت، ده ګومان وکاوه، چې دننه يې سور اور بل دی او دا هماغه لوګي دي، چې د صبر له امله د ده په وجود کې تم شوي او غواړي بهر ته لاره وکړي. د واورې پرخې د کړکۍ له خیرنې ښيښې تتې ښکارېدې، چې پر ځمکه غورځي او اوبه کېږي.

کړکۍ يې پرانیسته، سوړ باد يې ژرامې ولړزولې، له ځان سره وګوڼېد، داسې چې یوازې دی پر خپله خبره پوهېدای شوای، کلمې یو په بل کې ننوتلې ادا کېدې: «واوره پر ځمکې تر لګېدو وروسته ولې ویلې شي؟ ځمکه د واورې هویت تروړي.» له کړکۍ کړس پورته شوه: «زما هویت؛ بېکاره او بې ارزښته موجود.»

د المارۍ د روک د بندېدو غږ د خونې سکوت د قلم د پرېوتو د سکوت په شان یو ځل بیا مات کړی و. واورې د ډېرو پرخو په قربانۍ خپل هویت ژغورلی و، ځمکه د یادداښتونو سپینو پاڼو په شان سپینه او هوا سړه وه؛ خو د خونې پر ځمکې تودو وینو کرښې جوړې کړې وې، تړمې وینې د غولي په پوټي کې زېم کېدلې. ډز شوی و، عقیده بایلل شوې وه، جرات زېږلی و.

د سینې تاوده تاوونه له سړې هوا سره یوځای کېدل؛ خو د کتابچې پر سر بل اور د خونې کنګل هوا تودوله. سترګې یې چت ته پرانیستې پاتې شوې وې، له خولې يې تالو معلومېده، تاوده تاوونه د اور لوګیو خوړل. تر ښي اړخ لاندې د دوو کتابونو پر پوښونو لیکل شوي و: «د ګور دوه بالښته!»

۲۰۲۰، جنوري، ۳ – کابل

ـــــــــ

*د جان پاول سارتر وینا

Leave A Reply

Your email address will not be published.