The news is by your side.

وینه څښونکې ونه -لنډه کیسه

محمد خالص ادیب

0

ونه خپه ښکارېده، له ډېرې تندې یې پاڼې مړاوې ولاړې وې، په ښاخ راځوړند لنډې رسۍ ته مې پام شو، شاوخوا مې وکتل، وړاندې مې د غره په لمن کې په پرتو کورونو سترګې ولګېدې، له ځان سره مې وویل:

  • اوړی دی، کلی ترې لرې، څوک به اوبه ورته راوړي

ونې یو دم غږ را باندې وکړ:

  • نه، نه زما تنده په وینه ماتېږي

یوه شېبه مې چوپتیا غوره کړه، وروسته له ژور سکوته مې ځان په داسې حال کې خبرو ته راجوړ کړ چې ټول اندامونه مې له وېرې لړزېدل:

  • وینه؟

ونې ژر راغبرګه کړه:

  • هو؛ زه چې د انسان وینه وڅښم یا مې پر تن راوځړېږي، سا یې وخېژي، ایله مې دمه جوړېږي

باد ولګېد، له ځان سره یې له ځمکې خاورې ټولې کړې، وړاندې مې له څنګ سره مرغۍ کېناسته، شېبه وروسته یې وزرونه وټپول، ولاړه. زه په خپل ځای غلی ناست وم، هېڅ مې نه ویل. ونې را باندې غږ کړ:

  • کلونه وړاندې په ونه کې وروسته له څو میاشتو وزیږېدم، په حرکت نه پوهېدم، وخت تېر شو، شنې جامې مې په وجود کلکې شوې، خزان راغی، انسان له غروره ډکې منګلې را اوږدې کړې، په توره بوجۍ کې یې واچوم، هېڅ په ځان نه پوهېدم، په داسې خوب یې ویده کړم چې کلونه وروسته له دغه کمره سره چې زه یې په څنګ کې له دغه رڼې چینې سره زرغونه شوې یم، ولوېدم، د ژمي ساړه راباندې تېر شول، تر خاورو لاندې یې کړم، د خدای مهرباني وه، پسرلی شو، ځمکه دوې ټوټې شوه، زرغونه شوم، له زرغونېدو سره سم مې انسان په پالنه پیل وکړ

پوښتنه مې ترې وکړه:

  • حیواناتو ونه خوړې؟

و یې خندل، له چینې راوتلې رڼې ډنډ اوبو او چمن مو خبرو ته غوږ و:

  • نه، په دغه سیمه کې مالونو ګرځول ناغه دي، په هرو پینځو کلونو کې یو ځل دلته خلک مالونه راولي، د خدای مهرباني وه، څو چې د ناغې ماتولو وخت پوره کېده، زه لویه شوم، حتی د وجود ځینې برخې مې وچې شوې

خبرې مې ورپرې کړې:

  • نو دې وینې او روح خبره دې ولې وکړه

څېره یې ویړه شوه:

  • په وینه روږدې یم او د انسان په غاړه کې له حلقه شوې رسۍ خوند اخلم

د پوښتنې په اندازه مې ورته وویل:

  • له کله روږدې شوې؟

خبرو ته یې ادامه ورکړه:

  • کله مې چې د وجود دا یوه برخه فلج شوه، د کلي ملک رانه پرې نه کړه، دلته به ځینې کسان راتلل، ډوډۍ به یې خوړله، په دغه ډنډ کې به یې لامبو وهله، ماخستن و، سپوږمۍ د طبیعت چوپتیا ته سترګک وهل، زه غلې وم

د باد له لګېدو سره د ونو پاڼو یوه بله لمس کړه، خوږه موسیقي یې رامنځته کړه، وروسته یې بیا خبرو ته ځان راجوړ کړ:

  • د سراچې له ډالې یې په توره کڅوړه کې انسان راکښته کړ، په هغه وړاندې شېله کې یې کېناوه، وینې!؟ هغه زموږ نه څومره لرې ده؟ نه یې وینو او نه یې خبرې اورو، دوی د همدې سړي د مرګ په بندو بست غږېدل

سترګې مې له اوښکو راډکې شوې، د اوبو د ډنډ پر ژۍ مرغۍ ژړغونې مړاوړې ناسته وه، سیوري ورو ـ ورو کږېدل، په دښته کې به که له لرې د کوم شپونکي د شپېلۍ اواز راغی، نور هېڅ نه اورېدل کېدل، یوه شېبه مې ونه له نظره تېره کړه، په وجود باندې یې ځای ځای د وینو څاڅکو خاپونه ښکارېدل، پوښتنه مې نشوای ترې کولای چې ولې د انسان د وینې په څښلو روږدې شوې ده؟ دا راته عجبه وه، ځکه انسانان مې لیدلي و چې د بل انسان په وژنه روږدي شوي، مګر نه نباتات چې د انسان د وینې په څښلو دې روږدي شوي وي. ژوره ساه مې واخیسته، ونې ته مې د خبرو کولو په انداز بیا سترګې ورواړولې، دې خپلو خبرو ته ادامه ورکړه:

  • هو سړی یې لرې کېناوه، دې دوی خبرې یې نه اورېدې، ما چې کومې خبرې په کڅوړه کې د اچول شوی سړی په اړه اورېدې، زره ـ زره کېدم، دا پوښتنه راته پیدا شوه، ولې انسان د بل انسان دوزخ شی؟

دوی ډوډۍ وخوړه، په خپل منځ کې په ټوکوټکالو بوخت شول، ښه شېبه یې سره وخندل، مګر په ژور ځان کې په کوڅوړه کې اچول شوی سړي د دوی فیصلې ته شېبې شمېرې. په ونه دنګه ځوان په تورو بېرتو ګوتې کش کړې، برګې کرتۍ ته یې لاس کړ، په پلنګي دریشي کړي ځوان یې غږ وکړ:

  • موبایل مې له تا سره دی؟

هغه د نه په اندازه شونډې وخوځولې، ده ژر ورغبرګه کړه:

  • نو څه شو؟

هغه هېڅ ځواب ورنه کړ، د سراچې له څنګ سره په پنډ منډ ځوان غږ وکړ:

  • اتله!

ورته و یې ویل:

  • څه وایې؟

ده کړل:

  • موبایل مې له تاسره دی؟

ځواب یې وکړ:

  • هو، قومندان ته زنګ وهم، موبایل نه اخلي چې کیسه مالومه شي او ددغه کس برخلیک وټاکو

زما په شونډو موسکا وغوړېده، د ونې خبرې تندې شوې:

  • څنګه خاندې؟

ژر مې ورغبرګه کړه:

  • خوشحاله یم چې اوس به د سړی سرنوشت مالومېږي

دې کړل:

  • کیسې ته غوږ شه، ټول داسې یاست، ژر فیصله کوئ

زه غلی شوم، دې بیا خپلو خبرو ته ادامه ورکړه:

  • اتل یې له مشر سره ډېرې خبرې وکړې، نږدې دوه ساعت وغږېدل، زه یې په خبرو پوه نشوم، دا درې کسه نور هم ورغلل، له ما دومره لرې په تیاره کې ولاړ و چې د دوی د موبایل رڼا او د سګریټ انګار مې نشوای لیدلی. دوی بېرته راغلل، په لاس کې یې چاړه وه، اتل او په ونه دنګ ډبل بریتی ږیره خریلی ځوان راغلل، زما له وجود لاندې یې په هواره کمپله ځان واچاوه، ما همداسې د دوی د شويو کړونو ننداره کوله، هېڅ نه پوهېدم چې څه به پېښېږي!!!

د سهار رڼا په طبیعت وزرې غوړولې، مرغانو زمزمې شروع کړې، له پورې کلي د مېږو اوازونه راتلل، ورو ورو رڼا خورېده، ژېړ لمر په دښته د خورو ورو وړانګو منګلې کشاوې، زه همداسې غلی وم، هېڅ مې نه ویل، ددې انتظار مې ایست چې ونه به نورې څه کیسې راته وکړي، مګر دا دومره غلې شوه، له ځانه سره مې فکر کاوه تا وا ګونګۍ شوه.

لمر مې اندامونه ګرم کړل، خوب راباندې راغی، په نرمه غېږ کې ی ور ړنګ کړم، څو پاتې نهو ته وې، له څنګ سره مې بزه وبغېده، یو دم راپورته شوم، و یې ډار کړم، زړه مې لړزېده، توره لونګۍ، ډانګ یې په اوږه، تر ملا یې دوډۍ تاو، په عمر پوخ سړي راباندې سترګې ولګېدې، له څنګ سره یې سپي غوږونه راته څک کړل، وغرېد، د چپ لاس په څټ مې سترګې وموښلې، شپونکی راروان شو، شېبه وروسته یې د ستړي مشي په انداز لاس کړ، له څنګ سره مې کېناست، ورو یې راته وویل:

  • څه کوې

ورغبرګه کړه:

  • بېګاه ناوخته راغلم، ستړی شوم، نشوای مې کولای چې نور مزل وکړم

تر ډبلو برېتو لاندې یې تورې شونډې وخوځولې:

  • نو دلته شپه

کړل مې:

  • هو

تېږې ته یې لاس کړ، په مېږو پسې یې وار کړه، نارې یې کړې:

  • ډېررر اېېېې کششش!!!

د مېږو مخه راتاو شوه، سپی د بوټې له څنګ سره ودرېد، پښه یې پورته کړه، ورو یې منډه واخیسته، له مېږو سره تاوېده، کله کله به یې غوږونه څک کړل، کله به یې بېرته لکۍ مړه خوشې کړه، خو د مېږو له څنګه لرې نتلو، شپونکی رانه پوښتنه وکړه:

  • چای د غوړلی

ځواب مې ورکړ:

  • نه

زیاته یې کړه:

  • صبر! زه له خره پوڅه راواخلم

پورته شوم، د څپلې شکېدلې تلې یې د قدم له اخیستو سره خاورې پوړولې، د مېږو په منځ کې خره ته ورنږدې شو، دیګ یې ترې راواخیست، بېرته راروان شو، له څنګ سره مې کېناست، له ملا یې ډوډۍ خلاصه کړه، ما د دیګ سرپوښ ته ګوتې وراوږدې کړې، د سپینې پوڅې په سر مې په لنډ وېښته سترګې ولګېدې، د ګوتې په سرونو کې مې ترې راپورته کړ، شپونکی د ډوډۍ ژۍ ورماته کړه، په نرمه لهجه یې راته وویل:

  • خوره!

د سترګو په رپ مې د «ښا» اشاره ورته وکړه، دی غلی و، د ډوډۍ له ژولو سره ستمېده، هېڅ یې پورته نه کتل، نه پوهېږم وږی وم، که پوڅه خوندوره وه یا د غره په لمن کې د شنې ونې لاندې د ډنډه په غاړه یې خوند کاوه، زیاته رانه وخوړل شوه، د وروستۍ لمړۍ په پورته کولو سره مې چپ لاس ورته پورته کړ:

  • نوره شم خوړلی

ده بیا ډکه خوله وخوځوله:

  • اممممم

کړل مې:

  • نه کېږې

مېږې وړاندې تللې وې، لاس یې را کړ، پاتې ډوډۍ یې تر ملا وتړله، پر دیګ یې سرپوښ کلک کړ، د خدای پامانۍ په انداز یې لاس راته پورته کړ، حرکت یې وکړ.

د ونې څنګ ته مې تکیه وکړه، یوه سترګه خوب مې وکړ، غرمه شوه، ګرمي ورو ـ ورو زیاتېده، کالي مې وایستل، د ډنډ په رڼو اوبو کې مې لامبو پیل کړ، شېبه وروسته سخت وږی شوم، د خوراک لپاره راسره څه نه و، د ونې پر وینه روږدي کېدو کیسې ته مې تلوسه وه، په لوړ اواز مې وویل:

  • خبرې راسره نه کوې؟

شاوخوا مې له نظره تېره کړه، ښه شېبه غلی وم، یوازې له لرې مې د مرغانو زمزمې اورېدې، په همدې ونه کې وختم، شنه بادام مې راوشکول، پوست مې ترې واړاوه، شېبه وروسته مې لږ لوږه پرې کابو کړه، مګر د سیوري له اوږدو سره د مازدیګر نښې په ښکارېدو شوې، اودس مې تازه کړ، لږ وروسته مې د مازدیګر لمونځ ادا کړ، هېڅوک نه ښکارېدل، هغه شپونکی هم رانغی، لمر د مخامخ غره په سر په اوښلنه سترګه سترګکونه وهل، ماته داسې ښکارېده لکه د نن ورځې وروستۍ مخه ښه چې کړي. ماښام پر طبیعت د تور څادر پیڅکې غوړولې، اواز مې تر غوږ شو:

  • تر اوسه دلته یې؟

وحم واخیستم، ځان مې تکړه نیولی و، بیا یې نارې کړې:

  • پرونی پاتې کیسه رانغواړې؟

ورو مې شونډو وخوځولې:

  • هو

کړل یې:

  • دا یې خبر څه به وکړې؟

غلی شوم، چورت په مخه ښه کړم چې ددې پوښتنې ځواب ورته پیدا کړم، مګر داسې ځواب راسره نه و چې ونه دې پرې قانع کړم، نو ښه مې وګڼله چې دا یې نه ویلی، دې بیا پاڼې وخوځولې، په نرمه لهجه یې وویل:

  • کله چې اتل راغی، د لایټر ژېړې لمبې ته یې سګریټ ونیو، شېبه وروسته یې له خولې حلقه ـ حلقه دودونه پورته شول، زه غلې وم، دده ننداره مې کاوه، هغه بل ډنګر ا په ونه ټیډ پنډ منډ ځوانان هم راغلل، اتل ډنګر سړی ته وویل:«ورشه! راوله» په دغه وخت کې مې اندامونه زیږه شول، په سلو فکرونو کې وم چې اوس به دغه منور ځوان څه رقم کوي؟

هغه پورته شو، څادر یې تر غاړه تاو کړ، غټ بوټونه یې پوښه کړل، ورو ـ ورو یې قدمونه د خوړ په لور ګړندي کړل، شېبه وروسته یې په کڅوړه کې اچول شوی ځوان را روان کړ، اتل له جیب چاړه راویسته، و یې ویل:

  • اوس به یې په غاړه کش کړم

ټیټکي سړي ځواب ورکړ:

  • هو ورکه له دې شی نه بودېږي

دواړو وخندل، ډنګر ځوان په کڅوړه کې اچول شوی سړی مخته ودراوه، له سره یې کڅوړه پورته کړه، په سپین نوراني مخ، توره ږیره او بڼورې سترګې مې له نظره تېرې کړې، زړه مې څړیکه وکړه:

  • اخئ لکچې وروستۍ یې شوه

اتل وویل:

  • چې پیسې نشې راکولی، بس نور ته په دغه نړۍ کې ژوند نشې کولای

ځوان زیاته کړه:

  • یو ځل د زنګ وهلو چانس هم نه لرم

ځواب یې ورکړ:

  • نه

ځوان ژوره ساه واخیست، درې واړه یې له نظره تېر کړل، په ویړو شونډو یې زیاته کړه:

  • ژوند خدای راکړی؛ نو ژوند مې تاسو رانه اخلئ

ډنګر سړی زیاته کړه:

  • اتله بېخي شیر وایي

پنډ منډ ځوان په خندنۍ لهجه کړل:

  • خئ هماغه خدای ته یې ور ولېږئ چې ژوند یې ورکړی، ته ورته وګوره، که خدای یې دومره زورور وای، اوس به یې رانه خلاص کړی وای

ځوان کلمه وویل، اتل په شاه کې لغته وکړه، پړ مخ ولوېد، په توره ږیره یې خړ ګرد کېناست، شونډ یې وچیچلې، په بنده بنده ژبه یې وویل:

  • اخ خدایه ته راته عفوه وکړه

اتل یې ملګرو ته د لاس تړلو وویل، لاسونه يې تر شا وروتړل، زما څنګ ته یې راوست، دغه ژور ځای وینې:

  • هو؛ په دغه ژۍ یې د هغه غاړه کېښوده، له تورې تیکې یې اوږده چاړه راویسته، د ځوان سترګې سپینې وختې، یوازې دومره یې وویل:«الله اکبر!» دوی وخندل، شېبه وروسته یې ښې ډېرې ترپکې ووهلې، کله یې چې وینې زما ریښو ته راغله، دوی واخیست، په هغه کاریزه کې یې واچاوه، بېرته یې د څاه په خوله تيږې ورکېښودې

پوښتنه مې ترې وکړه:

  • هلته اوبه شته

ژر یې ځواب راکړ:

  • نه دا یې لسم کال دی چې وچ شوی

کړل مې:

  • ښا

بیا یې خبرو ته ادامه ورکړه:

  • هو، وروسته له دې دلته د څو نوروکسانو په غاړه هم چاړې کېښودل شوې، وینه به یې زما ریښو زبښله، زه دغه وینو نشه کولم، اوس څو وخت کېږي دغه ځوانان نشته، او نه څوک راولي چې د خواږه وجود وینه یې وزبښم، ځکه زه د وینې په زبښلو روږدې شوې وې

ځواب مې ورنه کړ، څادر مې په اوږه واچاوه، په توره شپه کې مې د مخامخ کلي خواته حرکت وکړ، تر سترګو مې لویي لویې بلاګانې کېدې.(پای)

(Visited 42 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.