The news is by your side.

پرونۍ جنازه -لنډه کیسه

محمدخالص ادیب

0

چا به تر اوبو اېستلې وه؛ خو اسمان خپه ښکارېده، وریځو اوښکې تویوې، باد د غم سندرې غږوې، په ګټ کې په عمر پخه ښځه پرته وه، په اننګو یې څپه څپه باڼه پراته و. د ۱۳۹۸ ل کال د لیندۍ اوله نېټه وه، موږ ټول د دغه مرګ په علت پوهېدو؛ خو له خجالته مو پر یو بل ځان نه پوهولو.

***

پرستارې یې پر ګنډه قیچې کېښوده، ریزه ګل د درد احساس وکړ، یو دم یې په شونډو ترخه موسکا وغوړېده، پرستارې زړه نا زړه بټې ګوتې ته زور وکړ، پرتوګ یې پرې شو، شېبه وروسته یې د واړه ماشوم ژړا په اتاق کې انګازه وکړه، د پرستارې سپین دسکش په وینو سره شول، ماشوم یې راواخیست، ریزه ګل ورخطا ورخطا سترګې ورپسې ور واړولې، یو دم په ځای کې راپورته شوه؛ خو پرستارې پټکه پرې وکړه، د هغې په شونډو د عاجزې او شرم څپې خورې شوې، بېرته په چپرکټ پرېوه ته.

بېرون په دهلیز کې رنځپوهانو له یو بل سره مشوره کوله چې ماشوم چاته ورکړي؛ ځکه مور یې لیونۍ وه، پلار یې مالوم نه و. که چېرې ماشوم له خپلې مور سره پرېږدو، د ښار په کوڅو کې به یې یخ و نه وهي؟ پر همدې فکرونو کې وم، ماشوم ته مې چورت نیولی و، په ذهن کې مې پوښتنې یوه پر بله پسې راټوکېده:

  • دا ماشوم ولې پلار نه لري؟ چا له دغه ښځې سره کورواله کړې؟ په دغه ښار کې د کوم دین او مذهب پلویان دي؟ ایا دوی خپلې عقیدې ته ژمن دي؟ دولت دې دا ډول ماشومانو لپاره خوندي ځایونه لري؟ مور ته به دې ماشوم بېلوالی څومره سخته وي؟

سترګې مې له اوښکو راډکې شوې، د لاسونو څټونه مې سترګو ته ونیول، سلګیو پسې واخیستم، شېبه وروسته مې د سترګو سپین سرو ونیول، په ذهن کې مې د راټوکېدلو پوښتنو د ځواب په لټه کې وم چې یو دم د دروازې غنګ شو، پورته شوم، مخامخ دروازه مې له نظره تېره کړه، چې پرستارې په ناروغې بیا پټکه وکړه:

  • غلې! ناولې، ټول ځایونه د مردار کړل

دې مړې سترګې ور واړولې، پر خپل ځای ودرېده، یو قدم نه مخته او نه شاته تله، هېڅ یې نه ویل، د ماشوم په اړه خبرې مې تر غوږ شوې، د ماشوم اړوند خبرې مې تر غوږ کېدې، دهلیز ته راووتم:

  • هو ډېر ښه ماشوم دی، مور یې لیونۍ ده، څوک نه لري، که راځې؟ دوه نیم لکه درسره راوړه چې درته و یې سپارو، کنه ډېرو کسانو رانه غوښتی

پر دېوال راځوړند تابلو مې توجو جلب کړه، مور ماشوم په غېږ کې نیولی و، ماشوم یې د مور د تي له څوکه شونډې حلقه کړې وې، دې یو لاس ترې لاندې بل یې د ماشوم پر سینه اېښی و، همداسې په دهلیز کې څو قدمه وړاندې ولاړم، څو نورې تابلوګانې مې له نظره تېرې کړې، له جیب مې موبایل راواېست، ساعت مې له نظره تېر کړ، بېرته مې جیب ته کړ، اتاق ته ولاړم، ساپي مې راواخیسته، د میزونو په پاکولو مې پیل وکړ.

***

– پرونۍ جنازه دې چا وه؟

راغبرګه یې کړه:

  • د لیونۍ

ټکری یې په سر راکش کړ، ورو یې شونډوې بوڅې کړې:

  • تقریباً د ښار ټولو ځوانانو به پرې جنسي تېری کړی و، دوه ځله یې مخکې هم اولاد پیدا شوی و، دې به بېرون د سړکونو پر غاړه شپې ورځې سبا کولې، تېر ځل خو د حوزې پولیسو هم په غرفه نننه اېستلې وه، چاته چې زمینه مساعده شوې ده پر هیله یې نه ده کړې،

ریموټ ته مې ګوتې ور اوږدې کړې، پر له پسې مې چینلونه اړول، چې یوه ویاند وویل:

  • په تخار ولایت کې یې خاوند له خپلې مېرمن پزه پرې کړې ده، دا په داسې حال کې ده چې لږ کال په هېواد کې د ښځو پر وړاندې تاوترېخوالي کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی

بېرته مې ریموټ کېښود، دې لا هم د تلویزیون په پرده کې سترګې ګنډلې وې وروسته یې وویل:

  • دا څه حال دی

ځواب مې ورنه کړ، ښه شېبه غلی وم،وروسته مې ځان خبرو ته راجوړ کړ:

  • هو کیسې خرابې دي، کلیوال مو و، پلار ته به یې خلکو ویل، ورکه څه یې کوې چې واده ورته کړې، د خلکو د لور او خور له ژوند سره لوبې مه کوه، واده یې ورته و نه کړ، خو له هماغه ورځې تر نننه پورې مېږې او بزې پرې پیایي، ټول کلی پرې خبر دی چې یوه میږه او بزه هم ترې پاتې شوې نه ده

ژبه مې راویسته، د چایو پیاله مې بیا پورته کړه، له څنګ سره مې په پراته اخبار کې سترګې وګنډلې.

***

پوښتنه مې ترې وکړه:

  • څومره وخت کېږي چې دلته مو دنده ده!؟

شېبه وروسته یې ځواب ته ځان راجوړ کړ:

  • دا مې دولسم کال دی

ورو مې ورته وویل:

  • سخته مو خپه کړم

راته یې وویل:

  • دلته هر وخت تر دې زړه بوږنوونکې کیسې لیدلی شې، دا موږ یو چې زړونه مو ورته کلک کړي، هېڅ نه وایو، یوازې په پټو اوښکو د هر ډول پېښو مشاهده کړو، بس د غم ټغر مو له هر کس سره غوړولي وي، خدای دې زموږ پر هېواد خپله رحم وکړي، دا زموږ د ژوند د ځینو برخه کیسه وه، ډېرې خبرې شته چې اورېدل یې ورځې غواړي

د خدای پامانۍ په اندازه مې لاس ورته پورته کړ، پرستاره پر خپل ځای ودرېده، لاس یې پر سینه کېښود، په شونډو یې موسکا خوره کړه، له تعمیر راووتم، له څنګ سره مې دوو کسانو په خبرو کې زیاته کړه:

  • پنځه کسه یې د غمنو ترېشل ته ژوندي وراچولي

په ذهن کې مې له ترېشل څخه د انسان د وینو بادېدل او غوښې لکه د غنم د دانو تویېدل اوښتل را اوښتل، دوی مې تر سترګو پنا شول، لمر پر مخامخ غره زنه لګولې وه، په اوښلنه سترګې یې د طبیعت ننداره کاوه.

(پای)

(Visited 46 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.