The news is by your side.

په بانک کې

علم ګل سحر

0 166

یو ولس بجې او ۴۵ دقیقې وې چې د لندن د یوه بانک لوی سالون ته یوه د منځني عمر لرونکې ښځه راننوته، هغې د یوې ځانېخواته غرفې کړکۍ ته ځان ورساوه، هماغسې په چوپتیا سره یې صراف ته کاغذ ورکړ په کاغذ کې لیکلې ول:
«يو څه پیسې راکړه کنې فیر کوم» صراف بې له دې چې وارخطا شي سوکه یې د هغې تر جملې لاندې ولیکل «په سترګو بس ډز مه کوه» ښځې په پټه خوله بل کاغذ هغه ته ورکړ په کاغذ کې لیکلي و:
«ډېر ښه فیر نه کوم خو ژر.»
په بانک کې چو پتیا خوره وه ،ټول په کار او راکړه ورکړه بوخت ول .د بانک د دروازې مخې ته پولیس په چورتونو کې لاهو و.
صراف ښځې ته کاغذ ورنږدې کړ پکې لیکلي ول:
«ډېر وخت نه وې راغلې خیرت و؟»
ښځې پخپل جیب کې تومانچه له لاسه پرېښوده له دستکول څخه یې کتابچه راوایسته ،یوه پاڼه یې ترې پرې کړه ،په پاڼه یې ولیکل: «کلي ته د خپلو خویندو کره تللې وم.» یولس بجې او ۴۹ دقیقې صراف بل کاغذ د هغې مخې ته ور وړاندې کړ پکې لیکلي ول: «نن تاسې ډیره ښکلې ښکارئ.»
ښځې ترې لاندې ولیکل: «مننه مهربانی کوئ.»
صراف بیا ولیکل: «لمسه کیان دې څنګه دي.»
ښځې ولیکل: «مننه ښه دي.»
دغه لیک لیکل او جوړ په خیر څو دقیقې نور هم روان و هغوی یو بل ته ولیکل او ځواب یې واخيست.
په پای کې ښځې خپله تومانچه په دستکول کې کېښوده له بانکه ووته کله چې هغه له لویې دروازې ووته د دروازې پولیس په بیړه هغه صراف ته ځان را ورساوه، ویې ویل:
– هغه ښځه بیا راغلې وه؟
– هو
– څه یې ویل؟
– د تل غوندې دق شوې وه غوښتل یې له چاسره خبرې وکړي او د زړه خواله وکړي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.