The news is by your side.

په هدیره کې رڼا -لنډه کیسه

لیکوال: نعمان دوست

0

چې څنګه مې له کړکۍ پرده پورته کړه؛ نو مخامخ رڼا ته حیران شوم. حیران څه چې وډار شوم. سترګې مې پر کمزورې رڼا خښې پاتې شوې او ذهن مې څو لسیزې شاته لاړ:

 تازه مو په وطن کې د قتلونو لړۍ شروع شوې وه. زموږ کلي ته مخامخ له سیند پورې غاړه یوه کلا ده. ترۍ کلا یې بولي. د دې خټینې کلا مخې ته خامه سړک او شاته یې د غره لمنه ده. همدلته یې څو کسان قتل کړي وو. په هغه ماښام زموږ د کلي ښځې او نران له کورونو راوتلي وو او همدې کلا ته یې کتلې.

تپه تیاره وه. یو ناڅاپه به د رڼا نرۍ لیکه پیدا شوه. کږه وږه به پورته شوه او بیا به ورکه شوه. له دې سره جوخت به د (لآ اِلَهَ اِلّا اللّهُ مُحَمَّدٌ رَسُوُل اللّه)  کلمه د تماشاچیانو له خولو راووتله. چا به توبې ویستې، چا به ویل دا پاک شهیدان دي،همدلته یې وینه تویه شوې نو ځکه پرې ډیوې بلیږي.

په هغه ماښام تر ډیره د همدې ډیوو نندارې ته ولاړ وم او چې کله په خپله بړستن ننوتلم؛ نو تر نیمې شپې له ویرې خوب نه راته. لکه خونه کې چې هره خوا وینه تویه شوې وي او هره خوا ډیوې بلیږي. کله خو به خونه راته دومره روښانه ښکاره شوه؛ ما ویل که د چت هر دستک جلا جلا ګورم؛ خو بیا به تپه تیاره شوه.

کړکۍ مې پرانیسته. ښه ځير شوم؛ دلته رڼا ځای پر ځای وه او لکه د ډیوې په څير پورته کیدله نه. په ځوانه ځوانۍ کې لکه هماغه د ماشومتوب د دورې په څير ویرې پسې واخیستم. کړکۍ مې ژر بنده کړه. پرده مې راکش کړه او بیا فکر کې لاړم:

نو دا رڼا د څه شي ده؟ په هدیره کې رڼا څه کوي؟ دلته خو نه کوم زیارت شته او نه یې منجاور او….

کله به مې د الیکین پلته ټیټه کړه. د خونې له تیارو کونجونو به وویریدم؛ بیرته به مې پورته کړه.

 بیا د کړکۍ خواته لاړم. ورو مې د پردې یوه څنډه جیګه کړه؛ هماغه رڼا وه. ویره مې لا پسې زیاته شوه.

څو ځلې مې زړه وکړ چې له بالاخانې راښکته شم. لاندې خونه کې له نورو سره یو ځای ویده شم؛ خو چې ور به مې پرانیست او ترږمۍ زینې ته به مې وکتلې بیرته به په شا شوم.

سهار مې هیچا ته حال و نه وایه؛ خو ویره مې له زړه نه وه وتلې.

چې چای ته کیناستو؛ نو ټولو د پرونۍ جګړې کیسې کولې.

خور مې ویل:

ښه ده چې ته نه وې وروره. سخته بده جګړه وه. حلیمه ترور پیژنې؟ هغه یې له ایکي یوه زویه خلاصه کړه.

نوره غلې شوه. یوازې د ژورې ساه اخیستنې غږ یې اوریدل کیده. شیبه وروسته یې خبره پسې وغځوله:

 وش خدایه، له څو سر په سر لورګانو وروسته خدای ور کړی و. په ژوندوني یې سره لمبه کړه.

واړه ورور مې غږ کړ:

لالا:

نصیب، زما همصنفي و. کلک انډیوال مې و….

 نوره یې ژبه وچه شوه. تا به ویل د باروتو ټول لوګی یې په خوله ورننوتلی. غلی و. سرو سترګو کې یې اوښکې داسې ځلیدې، لکه د غبرګو چینو خواته چې بم لویدلی وي او شاوخوا ترې اور بل وي. شونډې به یې د خبرې لپاره راټولې شوې؛ خو غږ ترې نه راواته. سلګیو ونیوه.

شیبه وروسته یې بیا خبره راجوړه کړه:

چې جنازه یې له انګړه وړله، یو دم حلیمه ترور پورته شوه او په لوړ غږ یې وویل: یو شیبه صبر! خلکو کټ بیرته کیښود. په منډه کوټې ته لاړه، د کتابونو بکسه ور سره وه. چابکه چابکه راغله، د نصیب خواته یې کیښوده او بیا یې په چیغه وویل:

دا هم ورسره خښه کړئ، زوی مې د سبقونو ډير شوقي و.

له دې خبرې سره خونه کې داسې چیغې شوې لکه تازه چې پکې راکټونه لګیدلې وي. هیچا ژړا نشوه کنټرولولی.

غلی ووتلم، مخ په هدیره روان شوم. باد، جنډې په خبرو راوستې وې. داسې شغا یې کوله؛  لکه یو څه چې وايي. شاید د خپلو قتلونو د علت پوښتنه یې کوله او شاید….

د هدیرې هغې برخې ته لاړم چې فکر مې کاوه، بیګاه همدلته رڼا ښکاریده. همدې ځای کې د یوه غټ پخواني سمټي قبر خواته څو نور تازه قبرونه جوړ شوي وو. یو په کې له نورو لنډ و.

دعا مې وکړه، سمټي قبر ته مې تکیه ووهله. بیرغونو یو شور جوړ کړی و. د لمر وړانګو مې غځیدلې پښې چاپي کولې. همداسې چورت کې تللی وم. بیګانۍ شپه رایاده شوه، نږدې به مې له ډاره منډه کړې وه. ما ویل که نیمه شپه ده او هدیره کې رڼا ده.

د پښو غږ شو، دیخوا مې وکتل: په تور ټکري کې تاوه میرمن له وړې ماشومې سره راروانه وه. ځان مې د غټ قبر پناه کړ.

د میرمنې لاس کې پلاستیکي لوټکه ( کوزه) وه. چټک چټک ګامونه یې اخیستل. لکه په دښته کې ایسار جل وهلي ته چې اوبه وړي. د ماشومې لاس کې کتابونه وو. دواړه راغلل:

میرمن له کیناستو سره سم پر قبر ورو – ورو لاس واهه. تا به ویل؛  نازولی ماشوم زوی سهار له خوبه پاڅوي. شیبه وروسته یې د قبر پر سر شنې کبلې ته اوبه تویه کړې. څو ځلې له قبره تاوه شوه. له ماشومې یې کتابونه واخیستل.

 شناخته یې ټک ټک کړه:

نصیبه زویه!

کتابونه دې واخله. تا به راته ویل چې ماشومانو ته یې مه ورکوه. هغه ورځ څومره غوسه وې او شلیدلي کتاب ته دې څومره خپه وې. واخله، وګوره پوښ مې ورکړی. شلیدلې پاڼه مې بیرته سریښ کړې… واخله کنه.

میرمن غلې شوه، له شناختې یې دواړه لاسونه راتاو کړل. لکه ویریدلی ماشوم چې غیږ کې نیسي. همداسې یې شناخته ټینګه نیولې وه:

زویه!

ابله شپه دې تبه وه. ویل دې یوازې ډاریږم، خوب نه راځي. زویه مه ویریږه. اوس خو ورځ ده. نن شپه بیا در ځم، بیا درته ستا د خوښې کیسې کوم.

نعمان دوست، کابل

۱۳۹۹، ثور ۲۹

(Visited 69 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.