The news is by your side.

چې ځان مې واژه – لنډه کیسه

محمد خالص ادیب

0

وروستۍ شېبې وې، ټول وجود مې درد کاوه، د سترګو ګاټي مې خوږېدل، په غوږونو کې مې وحشي انګازې کېدلې، لاسونو مې پر پښو او پښو مې پر لاسونو شاهدي ویله، زه او فکر مې دوی ته چورت وړي و، په ذهن کې مې خپلو اندامونو ته ډېرې خبرې راټوکېدې، خو هېڅ مې له وسه نه کېدل چې شونډو مې خوځولې وای.

د وجود دردونه مې شېبه په شېبه زیاتېدل، له ډېرې ګرمې تبې مې ان د ویښتو به بېخونو کې ډنډې خولې ولاړې وې، د سترګو سپین مې سره وو، یوازې د اتاق د څلورو دېوالونو په منځ کې پروت وم، نه، نه یوازې نه وم، زما سره مې فکرونه او اندامونه هم و، د وجود ټول اندامونه مې ګردچاپېره راته ناست وو.

زړه‌تنګی وم، دومره زړه‌تنګی چې په دغه شپه مې څو ځله د ځانوژنې هڅه وکړه، په همدغه شپه مې لومړی اودس، بیا دوه رکعته لمونځ وکړ، لاسونه مې لپه کړل، غوښتل مې چې نور د ابدي سفر جامې واغوندم، په دغه ورځ مې فکرونو په خپله مخه ښه کړی وم. لاسونو مې غږ راباندې وکړ:

  • ولې دومره وېرېدلی یې!؟

ما ځان خبرو ته راجوړ کړ، پښو مې وار خپل کړ:

  • د رښتني عدالت لور ته. زه او ته هم له دغه میزانه خلاصېدونکي نه یو.

سترګو مې رډ رډ راته وکتل:

  • ستا په ژوند کې مې د ډېرو پېښې مشاهده کړې ده، زما د سترګو په پردو کې ستا د ټولو کړنو تصویرونه شته، زه د عدالت پر ورځ ستا ملتیا نه کوم، زه به دغه ټول تصویرونه نندارې ته اېږدم، ته به تر ټولو مخکې ورته کېنې چې د خپلو کړنو قضاوت خپله وکړې

ما، لاسونو، پښو او غوږونو مې دا ټولې خبرې په غور اورېدې، فکر مې ټال ته واچولم، ښه شېبه یې وزنګولم.

چربل مې راواخیست، ښکل مې کړ، پورته شوم، چت ته مې وکتل، د تختو ترمنځ مې په سوري سترګې ولګېدې، څو بالښتونه مې سر پر سر کېښودل، د چربل څوکه مې د ګاډر او تختو په منځ کې تېره کړه، په ښي لاس مې چربل ترې راکش کړ، د ګاډر یوې او بلې خواته مې د دوه کاته چربل اندازه مساوي کړه، غوټه مې ور واچلوله، بیا مې غوټه لومړی سترګو ته ورنږدې، وروسته مې ښکل کړه، غاړې مې وتخنېده، پر مخامخ هېنداره کې مې خپله څېره له نظره تېره کړه، خورا مړاوې راته ښکاره شوه، مګر زه نه پوهېدم، خو اندامونو مې ښه په دقت ننداره کاوه.

تږی شوم، په اتاق مې په اوبو پسې سترګې وغړولې، د کړکۍ له څنګ سره مې په ډک ترموز سترګې ولګېدې، خو نشوای مې څښلی، د ۱۳۹۹هـ ش د ثور ۱۸مه نېټه وه. دغه مازدیګر مې داسې فکر کاوه چې څو شېبې وروسته به زه ځم، زه به په ابدي سفر ځم، زه به نور د ارام غېږ ته ستنېږم، نور به د ځمکې په نرمه غېږ کې ارام کوم،ما غوښتل چې نور به د ځمکې د نرمې غېږې خوشبو حس کوم، ځمکه به مې وجود ښکلوي، پکې لوبېږي به، وروسته به له حق سره د خپلو شویو کړنو حساب کوي، ذهن مې وخوځولم:

  • له حق سره!؟

حرکت مې وکړ، پښو مې د درېدو راته وویل:

  • هو له هغو سره چې…

لاسونه مې ولړزېدل:

  • زه مو وارخطا کړم

پښې مې پرېشانه ښکارېدې:

  • ما هر څه ته په ورتګ کې له تا سره مرسته کړې

ذهن مې ټولې خبرې له نظره تېرې کړې، ښه شېبه غلی و، وروسته یې وویل:

  • د لاسونو وېره هم په ځای ده، د پښو په څېره کې هم باید د خپګان نښې ښکاره شي، غوږونه هم باید احساس د مسوولیت وکړي، سترګې له ټولو ملامته دي.

پښې او لاسونه مې غلي ول، سترګې مې رډې راوختلې، غوږونه مې څک شول، سترګو مې ورپېدې، خبرې ورپرې کړې:

  • موږ ولې!؟

زه غلی وم، ما مې د ټول بدن د اندامونو د مکالمې ننداره کړه، زه نن په دغه ورځ ښه غوږنیوونکی وم، ذهن مې خبرو ته ادامه ورکړه:

  • هو، نن چې ده د ګاډر په منځ کې چربل تېراوه، بېرون اواز شو، د اواز د اورېد خبر تا ورکړ، له بالښتونو راکښته شو، چربل یې ورو له توشکه لاندې کړ، پرده یې پورته کړه، بېرون یې شاوخوا له نظره تېره کړه، کله یې چې بېرون څه ونه لیدل، سترګو د ډاډ ورکړ

غوږونو مې ذهن ته وویل:

  • خئ دا فکر چا ورکړ؟

ټول اندامونه مې غلي شول، پر اتاق چوپتیا وزرې وغوړولې، یو بل ته یې ځواب نه درلود، زما د ابدي سفر په تګ کې ټولو راسره مرسته کړې وه، هر یوه د شوي جنایت د مسوولیت احساس کاوه، خو یو پر بل یې ځان نه پوهاوه.

زه فکر یوړوم، له سترګو مې پر اننګو اوښکې وغړېدې، له ځانه مې پوښتنه وکړه:

  • ولې د وجود هره برخه مې ملامتوي؟

هو، ما مې د هرې پوښتنه د ځواب کوښښ کاوه، زه مې نن له حواسو سره په کشمکش کې وم، ما په هغه ورځ ځانوژنه ونه کړه، ما ته مې د وجود غړیو اجازه نه راکوله، زما پر شوي جنایت ټولو شاهدي ورکوله چې زه ملامت یم، پورته شوم، بالښتونه مې یو پر بل کېښودل، د ګاډر او تختو له منځه مې بېرته چربل راویست، ایسته مې واچاوه، یوه شېبه مې سر په زنګون کېښود، وروسته له ډېرو فکرونو دې نتیجې ته ورسېدم چې «ژوند ښکلی دی».

مرغۍ مې د اتاق ښیښه په موښکه ووهله، پرده مې پورته کړه، وزرونه یې وټپول، ولاړه. سترګې مې وغړولې، شاوخوا مې له نظره تېره کړه، لویه نړۍ مې پر ځان کوچنۍ کړې وه، فکر مې وکړ، شکر مې ادا کړ چې ځانوژنه مې ونه کړه، د وجود ټولو غړو مې د خوشحالۍ احساس کاوه، ټول راباندې ښه لګېدل، ما ټول له نظره تېر کړل، د هر یوه په څېره کې راته لسګونه پوښتنې ښکارېدې، ما هرې یوې ته ځواب درلودای شوی، خو جراأت مې نشوای کولای چې زه مې د وجود د غړو پوښتنو ته ځوابونه ووایم، خو د دوی د یوې رښتینې شېبې خبرې مې هېڅکله له یاده نه وځي چې پر ما یې زما د شوي جنایت شاهدي ویله.(پای)

(Visited 39 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.