The news is by your side.

کلیزه _ لنډه کیسه

غرڅنۍ کلیواله

0 167

مبايل وشړنګېد، فکر مې کاوه نعمان یې بنده وي؛ خو هېڅ و نه خوځېد، لاس مې ور اوږد کړ، زنګ مې بند کړ، هندارې ته مخامخ ودرېدم، قيتک مې په ویښتو کې بند کړ، نعمان ته مې وويل

هله پورته شه شپږ نیمې بجې دي دوکان ته نه ځې؟

هېڅ ځواب یې رانه کړ، ور نږدې شوم، ورو – ورو مې د ده په ویښتو کې ګوتې تېرې کړې په نرمه لهجه مې ورته وويل
نن کومه ورځ ده؟
ده کړل
دوشنبه ده معلم صاحب دومره هم نه پوهېږې شاګردان ته څه رقم درس ورکوې ځه لاړه شه، ځان دې تياره کړه چې موټړ درپسې راځي، ناوخته کېږي ما پرېده چې چې یوه سترګه خوب وکړم ،
ژر مې ځواب ورکړ
يعنې ته وايې چې زه نن دندې ته لاړه شم ها؟
زياته يې کړه
هو! ولې نه ځې؟ جمعه خو نه ده
مخ یې په بړستن کې تاو کړ ويد شو، .
بړستن مې ترې کش کړه ده چیغه وکړه په مخ مې ورو سپېړه ورکړه و مې ویل
زه لاړم
څادر مې په سر کړ، بکس مې په اوږه واچولو بېرته له وره ور وګرځېدم، غږ مې وکړ
ښه خئ نن هېڅ خبره نه ده زه لاړه شم؟
و یې ويل
خدای پامان په مخه دې ښه …
مبايل مې په بکس کې واچاوه، ښه شېبه مې ورته وکتل، هېڅ نه خوځېد، نږدې ورغلم، بړستن مې بیا ورڅخه کش کړه، نعمان تریو تنده ونیو، خدای پاماني مې وکړه، روانه شوم دروازه مې ښه په زوره وواهه .
مکتب ته ورسېدم درې ساعته درس مې درلود، نوره اوزګاره وم .
له مدېرې نه مې اجازه واخیسته، په زینو کې راښکته شوم، نعمان ته مې زنګ وکړ دوه -درې زنګونه تېر کړل، اوکی يې کړ، ومې ويل
سلام تر اوسه ويده یې؟
نعمان ويل
نه دوکان کې يم، کار مې درلود .
ځواب مې ورکړ
ښا ویلی شې چې نن ورځ کومه ورځ ده
ده کړل
خو ومې ويل دوشنبې، ولې یې دومره يادوې؟
زیاته مې کړه
نن زه بېکاره وم له مدیرې مې اجازه واخيسته، ته هم راشه، چېرته لاړه شو څنګه؟
نعمان وويل
زه کار لرم، نشم درتلای، ولاړه شه کور ته بله ورځ به لاړ شو
و مې ویل
خو نن ورځ راته ډېر مهمه ده راځې کنه؟؟؟
بیا يې وويل
نن خو اختر نه ده چې دومره شله يې
په غصه شوم، مبايل مې بند کړ له ښوونځي وووتم، په
سړک روانه وم، موټر هارن وکړ، ګوښه شوم، دوه ـ درې ګامه مخکې لاړم بیا يې هارن وکړ، هېڅ مې ور و نه کتل، په نرمه لهجه یې راباندې غږ یې وکړ
چېرې ته ځئ خوږې چې و مو رسوم؟؟؟
هسې هم په غصه وم، بېخي مې عصاب خراب شول، ور تاو شوم غوښتل مې څه ورته ووايم
نعمان و راته په خندنۍ لهجه یې وویل
پورته شه لیونۍ د واده کلیزه د چا هېرې چېرته ځو؟

پای

Leave A Reply

Your email address will not be published.