The news is by your side.

افغانان په خبرو، شعرو، سندرو او لیکنو کې له وطن سره ډیره مینه لري خو

اجمل ستانکزی

0
افغانان په خبرو، شعرو، سندرو او لیکنو کې له وطن سره ډیره مینه لري خو په عمل کې بیا تقریباً صفر دي. د پوره ولسوالۍ ځوانان به ولاړ وي دوه درې کسه ټالیبان به راشي یو د میلونونو ډالرو په لګښت جوړ شوي لوی پل لاندې به ورته ماین کیږدي او وا به یې لوځوي. چې ورته ووایې چې ولې یې پریږدئ چې عامه تاسیسات مو وران کړي نو وايي چې زمونږ یې پرې څه دولت دې یې وساتي.
ډیری افغانان لا هم عام المنفعه ځایونه چې د همدوی لپاره جوړ شوي، خپل ملکیت نه ګڼي. دوی هغه سرک چې هره ورځ پرې ځي، هغه ښوونځی چې ماشومان یې ورځي، هغه کلینیک چې د همدوی تداوي کوي، هغه بند چې دوی ته اوبه برابروي لا هم خپل نه ګڼي.
خو د خلکو تر څنګ همدا ټول جوړښتونه افغانستان دی او له افغانستان سره مینه باید د افغانستان د دغو جوړښتونو ساتل وي. یوازې د افغانستان له نوم سره مینه درلودل بې معنا ده چې په عمل کې تر خپله وسه د افغانستان جوړښتونه ونه ساتې. چې سهار او بیګا له وطن سره د مینې شعرونه او سندرې وایې خو چې په عمل کې د وطن په درد ونه خورې له وطن سره دې د مینې دعوې حقیقت نلري.
سمه ده دا به هم ومنو چې د پوره ولسوالۍ چې لسګونه زره خلک لري زور به په یو څو ټالیبانو نه رسیږي خو لږ تر لږه دولت ته خو راپور ورکولای شئ؟ د ټالیبانو په اړه خو پټ معلومات ور رسولای شئ؟ د خپلې سیمې ټالیبان خو ورښودلای شئ؟
که په هند یا فلسطین کې کوم جومات وران شي هغه باندې اوښکې تویوئ او خپل یې ګڼئ خو که د خپلې سیمې یو پل یا سرک چې ستاسې لپاره جوړ شوی او ستاسې ژوند یې اسانه کړی مو وران شي پروا یې هم نه لرئ. په ځان مو سخته راولئ خو عامه تاسیسات له ورانولو نه ساتئ.
په نورو هیوادو کې ما له هیواد سره په خبرو او شعرو او سندرو کې دومره مینه نه ده لیدلې خو خلک یې بیا هم خپل جوړښتونه ساتي. دوی پوهیږي چې د هیواد په مخکې بوولو کې هماغسې چې نیم مسولیت د دولت دی نیم مسولیت د ملت هم دی.
پدې باید سر خلاص کړو چې د یو هیواد هر تبعه خپل مسولیتونه لري چې باید ویې مني. هماغسې چې د خپل کور د ښه کولو لپاره هر وخت لاس په کار یاستئ هیواد هم دغسې کار غواړي.
د هیواد لپاره کار کول دې ته نه وايي چې ته خپل ژوند او کار پریږده او د هیواد لپاره خپل ژوند وقف کړه. نه برعکس د هیواد په ملي مسایلو کې باید حساس اوسې او هر وخت چې ضرورت وي لفظي یا که وس دې وي فزیکي عکس العمل وښيې. که څوک مو کوم پل، سرک، ښوونځی او بل جوړښت ورانوي که کولای شې نو باید مخه یې ونیسې کنه ژر تر ژره دولت ته راپور وکړې (دا که دولت نااهله وي او څه نه کوي هغه بیله خبره ده. ته باید خپل مسولیت ادا کړې او ته هم لکه دولت نااهله نشې)، که څوک مو د ملي ګټو په ضد عمل کوي تاسې یې ښکاره مخالفت وکړئ، د خاینانو په خیانتو پردې مه اچوئ. د خپلوي، کلیوالي، قومیتوب او شخصي ګټو لپاره د یو خاین او نااهله مشر ملاتړ مه کوئ…
امریکا ته چې نوی راغلی وم نو یو نژدې امریکايي ملګري سره له پوهنتونه لیلیې ته روان وم او خبرې مو کولې. د خبرو په مینځ کې مې په ټوکو کې ورته وویل چې دا ځل زه هم د امریکا په ټاکنو کې رایه ورکوم. ملګري مې راته وویل چې زه به ایف بي آيي ته خبر ورکړم چې دا کس د امریکا تابعیت نلري او په غیرقانوني ډول رایه ورکوي. زه حیران شوم چې دې کس ته یې هیواد او د هیواد قانون تر یو ملګري هم مهم دي. بیا خپل افغانان رایاد شول چې ډیرو پاکستانیانو او ایرانیانو ته یې تذکرې جوړې کړې وې.
لنډه دا چې افغانان ملي جذبه لري خو ملي احساس نلري. خو پرته له ملي احساسه ملي جذبه بې ګټې ده. دا ملي جذبه ده چې د وطن لپاره شعرونه او سندرې وایئ او یا له بیرغ سره عکسونه اخلئ. دا ملي احساس دی چې د ملي ګټو په دفاع کې لیکل او عمل کوئ، د افغانستان جوړښتونه ورانولو ته نه پریږدئ او یا یې لږ تر لږه دولت ته د ورانوونکو راپور ورکوئ . لنډه دا چې ملي احساس د یو تبعه به حیث د خپل هیواد په وړاندې د مسولیتونو منل دي.
Leave A Reply

Your email address will not be published.