The news is by your side.

افغانستان کې باید په همدې نوم زهر وشیندل شي

جان آغا بهار

0

یو ځای مې د سلیم ساپي او حمیدګل د یوې خورا جالبې پخوانۍ مرکې یوه برخه ولوستله. سلیم ساپی یې پوښتي، ولې افغانستان کې په وچ زور سوچه اسلامي شریعت راولئ، سره ددې چې په پاکستان کې هم نشته. دلته ولې دا کار نه کوئ؟ حمیدګل ورته وایي چې افغانستان کې د اسلامي شریعت په نوم د یو نظام له راوستلو زمونږ موخه د یو داسې نظام جوړول دي چې هرڅه یې زمونږ په خوښه او ګټه وي. پاکستان ته په دې د اوږد مهال لپاره هېڅ خطر نه وي. سلیم ساپي ته وایي، ته باید د یو پاکستاني وګړي په توګه دا درک کړې چې د افغانستان په وجود کې د پاکستان مرګ دی. زمونږ او ستاسې ټولو تاوان دی په کې. هغه یې بیا پوښتي؛ خو تاسې د اسلامي شریعت په نوم دا کار کوئ. سره ددې چې اسلام د نړۍ د مسلمانانو دین دی. حمیدګل ورته وایي، ماته پاکستان تر هرڅه مهم دی. ټولې هغه لارې چې مونږ ساتلی شي، زمونږ ولس ساتلی شي. مونږ ته د ضرر د رسېدو پر وړاندې ودرېدلی شي، کار وو یې؛ هماغه زمونږ ډال دی. افغانستان کې باید په همدې نوم زهر وشیندل شي. افغانان په دوه مسلو کې خورا حساس دي، یوه د دین خبره چې کله وشي، دوی عقل او هرڅه له لاسه ورکوي او منډه اخلي، بله د ناموس.

The Life & Times of Hamid Gul

(Visited 70 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.