The news is by your side.

!تالیب ټول په تناقضاتو سر دی

عبدالهادي هادي

0 36
تالیب ټول په تناقضاتو سر دی!
ابن عمر یې نارې وهي چې زموږ غیږه ټولو ته خلاصه ده، راځئ خدای مو راوله!
برادر یې وایي موږ عمومي عفوې ته ژمن یو!
موتکي یې په ورورۍ او د افغانانو په اتحاد ټینګار کوي !
خو د مبین په نوم یو لیونغرتی ، سپی یې خوشې کړی او مایک یې په اختیار کې ورکړی چې ټول ملت وکنځي، توهین یې کړي او د امریکا یتیمان یې وبولي!
مبین په ښارونو کې پاتې ټول افغانان د امریکا یتیمان ګڼي!!! دا یوه ملت ته تر ټولو غټ توهین دی چې تاریخ به یې د یوه واکمن جریان د استازي د وینا په توګه ثبتوي.
ااا که د مبین او د مبین په شان سپیو او بې مسولیته لیونغرتو مردارې او بوینې خولې ور ونه تړي ډیره به ګرانه ورته پرېوځي!!!
په هر نظام کې د مبین په شان عقدیان او لیونغرتي وي چې هوښیار نظامونه یې پر خولو برغولي ورږدي خو شړېدلي او څو لاسه نظامونه یې خلکو ته ورکیشکاري چې همدغسې اشاوې د نظامونو او ولسونو تر منځ کرکې، فاصلې او بیلوالی ایجادوي او ورو ورو دغه د ولسونو او حاکمیتونو تر منځ فاصلې لویېږي، درزونه پراخیږي او د نظامونو د انزوا او سقوط لامل ګرځي.
امارت که ځان د ولس په وړاندې مسول ګڼي باید مبین له ملت نه د دې ستر توهین په خاطر عفوې غوښتلو ته اړباسي.
Leave A Reply

Your email address will not be published.