The news is by your side.

تریخ حقیقت

اجمل ستانکزی

0
زه تل وایم چې افغانان لا دومره شوي نه دي چې له نړیوالو قدرتو، فرصتو او وسایلو سمه ګټه ترلاسه کړي. مونږ د خپل تاریخ یو لوی طلايي چانس چې افغانستان مو پکې پخپلو پښو درولای شو د خپلې نااهلۍ په وجه ضایع کړ. خو یوازې دا نه په هر کچه مونږ نه یو توانیدلي چې له شته فرصتو او وسایلو سمه ګټه واخلو. د دې کار یو بل مثال غربي مطبوعات (بي بي سي، امریکا غږ، ازادۍ راډیو…) دي چې افغانانو ته یې په اختیار کې ورکړي. تاسې لږ ایرانیان او پاکستانیان وګورئ چې دغه غربي مطبوعات څنګه د خپلو هیوادو د ملي ګټو په اساس چلوي او بیا یې له بي بی سي پښتو، امریکا غږ پښتو او نورو بهرنیو پښتو خپرونو سره مقایسه کړئ. لومړۍ لوی فرق به تاسې پکې د کیفیت وګورئ. په بله معنا د نورو هیوادو د دغو رادیو ګانو کارکوونکي ريښتیا هم ډیر زحمت باسي او داسې یو څه جوړوي چې هیوادوالو ته یې ګټور وي برعکس پښتو والا مخسد وخت تیروي او تنخوا نغدوي. دوی دې رادیو ګانو ته د ټولنې د بدلون د یوې مهمې وسیلې په سترګه نه ګوري ځکه نو هغه کاري اخلاص، کوښښ او هیوادنۍ مینه چې د بي بي سي فارسي په پروګرامو کې لیدلای شئ په پښتو کې بیخي نه ښکاري. که بي بي سي فارسي یوه لویه عصري مغازه وي نو بي بي سي پښتو د کلي هغه د خټو دوکان دی چې ښه سودا یې پاپړ، کوزې او پلاستیکي چپلقې وي. همدارنګه بل توپیر یې دا دی چې فارسي هغه څه خپروي چې د ټولنې په ګټه یې وي او د خپلې ټولنې د فکري سطحې په لوړولو کار کوي برعکس پښتو خپرونې نور هم کوښښ کوي چې ټولنه یې همداسې په جهالت کې پاتې شي ځکه نو بې معنا شیان ورته خپروي. داسې ښکاري چې بي بي سي، امریکا غږ او نورو د فارسي برخو کارکوونکي د دې وسیلو په ارزښت باندې پوه شوي خو پښتو برخو کارکوونکو ته یې لاهم یوازې یوه وظیفه ښکاري او مخسد خپل وخت پکې تیروي. نور نو نه د دې رادیوګانو په ارزښت پوهیږي او نه هم د ټولنې بدلون او پرمختګ کې کومه دلچسپي لري.
یو ښه ژورنالیست خلکو ته هغه افواهات کوم چې خلک اوریدل غواړي نه وايي برعکس هغه حقایق ورته وايي کوم یې چې د ټولنې په ګټه دي. یو وطندوسته ژورنالیست له هرې وسیلې ټولنې ته خدمت کوي او د دښمن د پروپاګند خپریدو مخنیوی کوي. داسې نه لکه د پښتو ژبې مطبوعاتو چې خپلې پښې په تیشه وهي.
یو شمیر خلک دي ځانته خپله ډوډۍ تیاروي او خپله یې خوري. یو شمیر دي چې نور ورته ډوډۍ تیاروي او بیا یې دوی خوري. یو شمیر نور دي چې بل ورته ډوډۍ تیاره کړي خو دوی یې بیا هم نشي خوړلای برعکس دوی تیاره مړۍ په خوله کې غواړي. افغانان دغسې خلک دي.
(Visited 29 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.