The news is by your side.

تکه سپينه خبره سره کوو

استاد نورالله ښاد

0
څلور اولادونه لرم، يو زۀ او بله مې مېرمن، جمله شپږ کسه کورنۍ يو. شپږ دېرش زره افغانۍ معاش مې و. پر دې معاش مناسبه زنده‌گي روانه وه، ماړۀ وو، مېوه رارسېده، د موټرگي تېل برابرېدل، مېلمه سنبالېدۀ او درملنه مو کېده.
د مياشتې روستۍ څو ورځې به لږ پوروړی کېدم. د معاش په اخيستو به مې اول پور خلاصاوۀ او بيا به مې غله دانه او نور اخيستل.
دا معاش هغوی ته زيات دی چې لاندې باندې لس زره معاش يې درلود خو حقيقت کې دا معاش دومره نۀ دی؛ ځکه زۀ حق لرم موټر ولرم، مېوه وخورم… . البته تر ما د کم معاش والاوو د ژوند سختۍ مې تل درک کړې دي.
زما معاش چا مفتو کې نۀ راکاوۀ، د دې پر جوگه کېدو مې خواري کړې او وخت مې ورکړی. دولس کاله مکتب، څلور کاله لېسانس، دوه کاله ماسټري او اوس درې کاله ډاکټري، البته د ډاکټرۍ تکمیل ته مې شپږ مياشتې پاتې دي. دا يوويشت کاله خوارۍ، مسافرۍ او لگښتونه څۀ گپ نۀ دی.
ملگري مختلف وړانديزونه کوي، د وطن لپاره غاښ ټينگ کړئ، که وطن درباندې گران وي مفت تدريس وکړئ… . يوۀ ملگري هم دا چل راونۀښود چې دا شپږ سره کورنۍ مې لۀ کوم ځايه مړه او پټه شي.
وطنپرستانو ولاکه يو فيصد هم داسې وړ او اخلاصمن درکې پيدا شي چې مفت کار وکړي، لۀ تکبر مې دې خدای وساتي خو ننگوم مو: ټول خوست کې داسې کس راپيدا کړئ چې زما بديل وي او مفت تدريس وکړي. که څوک ځان همداسې بولي سبا دې راځي، پر ټي وي راځو، زۀ د خپل تدريس نمونه وړاندې کوم او دی دې د خپل وړاندې کړي. زما د ادارې ملگري استادان نۀ يادوم، دا بهر نه چې هوايي مشورې راکوئ تاسې ته وايم.
په سوال ژرندې نۀ چلېږي، نظام سېسټم دی، سېسټم کې د هر چا دنده مالومه وي او د دندې په مقابل کې مزد اخلي.
موږ مُلايان هم نۀ يو چې خلک صدقې او زکاتونه راکړي، اصلاً اوس داسې ورځې دي چې خلکو سره دغه خیراتونه شته هم نه.
زۀ سپينه خبره کوم، که پر دې ليک دا اوس هم معزولېږم معزول دې شم، يو ساعت مفت تدريس مې په وس نۀ دی، که پوی شم مفت لگيا يم په هغه ساعت استعفی ورکوم او چې وس مې ورسي يوه دقيقه کې په سفر وځم. ما اوس نه ذهني تياری کړی چې د عربو مزدوري کوم، خدای وکړي دا دروازه راباندې راونۀ تړل شي.
البته د پنجاب مزدوري نۀ کوم.
زۀ به څنگه هیله‌من شم؛ دا نن يې زموږ وزارت ته مُلايان معرفي کړي، دا گومارنې د لوړو زده‌کړو د بهير د بربادۍ مانا لري. د پوهنتونو او مدرسو چلول اسمان ځمکه توپير لري.
د خدای لپاره دې خلکو ته ووايئ چې دا مو څۀ روان کړي.
او رېښتيا تاسې (ولس) خو ورته ويلي هم دي خو ستاسې غږ ته به څوک غوږ ونۀنيسي. د ننيو مقرریو اړوند لېنک کمېنټ کې اچوم، وگورئ چې ولس څۀ ويلي. د ولس غږ به تر څۀ وخته خاموش شي خو دا ورځ ژر راروانه ده چې ازانگې به وکړي او پرېکړې به لاس ته کوي.
دا خطر څوک نۀ مني چې د خپلې ادارې پر مسولينو نيوکه وکړي، ځکه سل- زر خنډونو سره مخ کېږي خو دا جرئت زۀ کوم. د ځان لپاره يې کوم، د ملگرو لپاره يې کوم او د وطن لپاره يې کوم.
ما په دار کړئ چې منصور خلکو ته ياد شي
مفتې مشورې جيب کې کېږدئ، زۀ وږی کېږم، ما ته من و سلوی نۀ راځي، زۀ په معاش ژوند کوم که دا نۀ وي مړ کېږم. زۀ نۀ غواړم اولادونه مې وږي شي، خوار شي او بې‌تعليمه شي. که دغه مجهول حالت اوږد شو نو زۀ د دوی لپاره د سفر موزې په پښو کوم.
چرته مې ولوستل چې د کابل پوهنتون څۀ باندې دوه سوه استادان وتلي، کابل پوهنتون مور پوهنتون دی، که دلته دوه سوه کم شي مور کمزورې ده، مور چې کمزورې شوه اولادونه به يې هم ستونزو سره مخ کېږي.
نړۍ کې به يوازې اوغانېستان وي چې تر نسبي مختگ روسته يې زبردست شاتگ کړی، تازه شاتگ مو اوس پيل کړ
.😥
(Visited 25 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.