يوه ويډيو مې کتله چې د نوي اسلامي نظام عساکر ددې هنرمند د موسيقي الات په عام محضر کې سوځوي او ددې هنرمند نهايي ډېره بې عزتي کوي.
همدارنګه دده خپل پخوانی ملګری ورته پیغورونه ورکوي او سپکې سپورې ورته وايي.
که درد غږ لرلای، باوري اوسئ چې ددې مظلوم انسان د درد چيغې به ټول ولاړ کسان کاڼه کړي وای، که غرور څوک سمدستي را څملولای، نو دده توهین کوونکي به يې په يوه شېبه کې پر ځمکه ننوېستي وای او که ته سمدلاسه کار کولای، نو دا ټول سره يې له نظامه به تور دود شوي وای.
موږ دومره لوېدلي او پست خلک يو چې کله واک ترلاسه کړو، خپل ټول عزت او غرور د مظلومو او بېچاره انسانانو په بې عزتي کې لټوو، خيانت او هره ناروا ددې لپاره کوو چې څنګه مطرح شو، ښاغلي شو او مقتدر شو. خو دا هر څه زاوال لري او هر څه نابوېږي.
زه فکر نه کوم که موسيقي دې دومره جرم وي لکه د يو چا عزت، شرف او شخصيت تر پښو لاندې کول. يو څو بې سوادان پاڅېږي او په عام محضر کې ددې انسان عزت لوټي، دا تر ټولو ستر جرم او ګناه ده.
