The news is by your side.

دری تنو افغانستان برباد کړ

ډاکتر حمیدزي

0

دری تنو افغانستان برباد کړ

۱- حامد کرزي: چې د خلیلزاد په سپارښتنه د موقت حکوم مشر وټاکل شو او مړه غله او قاتلان یې د مجاهدینو د مشرانو په نام بېرته راژوندي کړل او د خلیلزاد په هدایت یې غلطې خبرې او غلط کارونهوکړل. بده خبره خو لا دا ده چې لا تر اوسه هم ځان رییس جمهور ګڼي، بی شرمې لوبې یې روانې ساتلې او د موقت دولت په سر کې د راتلو په امید د مرکزي قوي حکومت د مینځ ته راتلو مخې ته خڼډ پروت دی.
۲- زلمی خلیلزاد: چې د امریکې حکومت په دی چې دی افغاني اصل امریکایي دی، ګوندې افغانان ښه وپېژني، خپل نماینده وټاکه. دی یو ناپوه سیاست پوه دی او متأسفانه نه د امریکا او نه د افغانستان ګټې له خپلو شخصي ګټو لوړې بولي. تل یې امریکا ته غلط معلومات ورکړی او هغوی یې تېر ایستلي دي.
۳- عبدالله عبدالله: چی د « نه منم» کلمې خالق دی. دی نه ډاکتر دی، نه سیاست پوه دی، او نه هم په څه پوه دی. ده هیڅکله د وطن د ابادی له پاره کومه طرحه وړاندې کړې نه ده، ځکه چې نه یې لري. خو له ټولو نیمګړتیاوو سره بیا هم د « نه منم» په زور هر حکومت کې پنځوس سلنه برخه آخستې او د مرکزي حکومت زور یې سم نیم کم کړی دی.
نو وګورئ! تر ننه مونږد مرکزي حکومت په حیث، د یاد شوو درې ظالمانو له لاسه، مرکزي حکومت نه دی لرلی. همدی ظالمانو له حکومته سهامي شرکت جوړ کړی، وزارتونه قامې سهمیې شول، هر وزیر چې څه یې زړه غواړي هماغه کوي .
زه ځکه دې حکومت ته د « جوړ جاړۍ حکومت وایم چې پاس یاد شو درې تنو له لاسه په دې مظلوم ولس تپل شوی دی.
(Visited 53 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.