The news is by your side.

دولت هم غلطي کوي!؟

اجمل ستانکزی

0
دولت هم غلطي کوي چې د وژل شویو پاکستانیانو مړي د سرې میاشتې یا سره صلیب پواسطه پاکستان ته لیږي. دا مړي باید ټول د پاکستان سفارت ته د رسنیو په شتون کې سپاري او د هر مړي په اړه دې اعلان کوي چې فلانی د فلاني زوی او د فلاني ځای اوسیدونکی. که سفارت یې نه اخلي نو بیا دې یې د کورنۍ غړو ته وايي چې راشئ وایې خلئ او د مطبوعاتو په مخ کې دې یې دغو کورنیو ته تسلیموي تر څو له یوې خوا خپله پاکستانیان او نړۍ وویني چې پاکستان داسې ښکاره مداخله کوي او له بلې خوا به یو شمیر پاکستانیان خپل اولاد افغانستان ته جګړې ته نه رالیږي یا لږ تر لږه به وحشي ټالیبانو ته چندې نه ورکوي.
اوس خو د پاکستاني عسکرو مړي هم د سرې میاشې یا سره صلیب پواسطه پاکستان ته روان دي. افغان دولت یې ووژني بیا یې پریږدي. له هر یو کس سره پیدا شوي اسناد او تلیفونونه باید ملي امنیت یا نظامي استخباراتو سره ثبت شي تر څو په راتلونکي کې دغه اسناد په نورو برخو کې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.
(Visited 23 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.