The news is by your side.

دولس ګرامه ماغزه کتاب/ خوشال خلیل

0

دولس ګرامه ماغزه کتاب د مجاهدينو د وخت ډیرې کېسې خوندي کړي، نن سبا د مجاهدینو د راتګ او د نجيب د سقوط وخت ته بيا توجه زياته شوې، زه به ددغه دور ليدلې کېسه بيا شريکه کړم.
نجیب له سقوط وروسته چې کله جلال اباد ته مجاهدین راننوتل، د هرې ډلې او ګروه خلک په کې و، عربان او د نورو هېوادو خلک چندان نه پيژندل کېدل خو سوډانیان او پنجابیان په کې له څیرو پيژندل کېدای شوای، د ښار خلک ټول ویرې او ډار اخېستي و، هر سړی کوشش کاوه چې یو پکول او خولۍ پیدا کړي، چې هسې نه د کمونسټ په نوم یې تری تم نه کړي. زموږ یو شناخته چې د مجاهدینو مشر و، هغه به ویل چې زه حتا په پکول کې هم خلقي پيژنم، هغه داسې چې خلقیان له ډاره بازار ته نشي وتلی، پکول ورته بل چا راوړی وي چې هغه یا لوی وي یا وړوکی. له دې سره به ټولو مجاهدینو د قوماندان صاحب دې ټوکې ته وخندل.
هره دولتي اداره د خاص تنظیم کسانو غنمیت کې نیولې وه او بیا یې د خپلې رقیبې ډلې د ساتلو په خاطر د دروازو خولو کې پوستې جوړې کړې وې، زه نهم ټولګي کې وم، مازیګر مهال به د دارالمعلمین انګړ ته د سپورټ لپاره تللو، هلته دروازې خوله کې مجاهدین ناست ول، یو پیره دار مجاهد د چرسو سګرټی ډکولو، دارالمعلمین ته به چې څوک ننوتل له ډاره به یې هم دوی ته ښه غوړ سلام اچولو، زه هلته لري نورو ملګرو ته په تمه ولاړ وم، یوه ډله هلکان ننوتل سلام یې ورکړ، بله ډله تیره شوه سلام یې ورکړ، مجاهد صاحب مجبور و، هر یو ته پاس وګوري او علیک ووايي په دې کې مې کتل چې بلې ډلې ته د علیک ویلو پر مهال ورنه لاس کې میده کړي چرس توی شول، مجاهد ته غوصه ورغله ویل : د کمونست بچیانو دله ګانو، دا خو څه سلام خانه نه ده، ورکېږی د راکټ ګولۍ یې راواخیسته ویل اوس به مو …. د هلکانومنډه او ډار به مې هیڅکله هیر نشي.

(Visited 252 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.