The news is by your side.

د خپل دروند او با عزته ولس څخه د مننې په پار

خان محمد تکل

0
د خپل دروند او با عزته ولس څخه د مننې په پار!
له هر څه وړاندې خپل دروندو با عزته او غیور ولس څخه د زړه له تله مننه کوم، چې د هېواد د اوبو مدیریت په برخه کې یې تل زما او زما د ټيم ملاتړ کوه، له مینې او ملاتړ مو پوروړی یم.
په دې کې شک نسته چې په افغانستان کې دنده امتیاز نه بلکې یو ډیر لوی او دروند مسؤلیت دی، د داسي بېوزله انسانانو یو مسؤلیت چې د پنځه دېرش میلیونو نه یې ۲۵ میلیونه او یا تر دې زیات يې په لوږه باندې شپه او ورځ سبا کوئ.
ما د خپل ماموریت هره لحظه پر دې تېروله چې ولس مې د یوې مړۍ ډوډۍ او پاکو اوبو څښتن شي؛ هیله ده هر مسؤل کس همدې موخې او وضعیت ته په کتو خپل مسؤلیت ادا کړئ.
ګرانو هېوادوالو، رب دې دا اخري تحولات په هېواد کې د ښېرازۍ، سولې، پرمختګ، ځان بساینې او د ورورولۍ سبب وګرځوي. څه چې وشول موږ به یې په نیک پال ونیسو، د هغه ورځ په هیله چې بیا ټوپک پورته نشي او یوه افغانه مور بوره نه کړئ.
زما په دري کلن ماموریت کې د اوبو په سکتور کې نه یواځي ما د اوبو د پروژو او کارونو د سرعت لپاره کار کړی، بلکه زما تر ټولو ډیر کار دې لپاره و چې زه اوبه څنګه نظام مندې او په یو پروګرام محوره سیستم باندې تبدیلې کړم، ترڅو زما په نه شتون کې د اوبو مدیریت زمونږ د نورو وړونو او د اوبو متخصیصینو له خوا په خورا اسانۍ تر سره او راتلونکې نسلونه مو دې سکتور د مدیریت سره د ښه ژوند او لا ښه راتلونکې خاوندان وګرځي چې الحمدالله په دی درې کلن ماموریت کې مې په نسبې ډول دا کارونه تر سره کړل.
اوسنۍ شرایطو، وضعیت او کړونو ته په کتو غوره مې وګڼله چې د خپلو لا نورو لوړو زده کړو لپاره د اوهایو نړیوال پوهنتون کې د اوبو په برخه کې د دوکتورا پروګرام چې په روان کال کې پيل کیږي ادامه ورکړم.تر څو وکولی شم په راتلوونکي کې د همدې لارې د اوبو سکتور او د خپل ګران هېواد(مور) لپاره لا ډير خدمت وکړم.
د پروفیسر شاه محمد څرګند نه نړۍ مننه کوم، چې دی سختو شرایطو کې یې، د دوکتورا د فوق العاده سکالرشیف په اخیستلو کې را سره پوره مرسته وکړه.
زه ډاډمن یم که چېرته یو متعهد، په کار پوه او تخنیکې کس د اوبو د تنظیم ملي ادارې(د اوبو او برښنا وزارت) ته غوره شي. د حکومت قوي سیاسي ملاتړ، د موجوده متعهد تخنیکې ټیم ساتنه وشي. د اوبو مدیریت نور متعهد او کارنده افغان متخصیصین جذب شي؛ د بام وړ بودیجه ورته په واک کې ورکړل شي. په اداره کې د تیرو دریو کلونو جوړو سیسټمونو او برنامو د لاښه تقويه، او چلولو لپاره کار وکړي او په یو منظم سیسټم کار وشي. زه باوری یم د هېواد دا سکټور به د پوره لاس ته راوړنو درلودونکې وي او په لکونو حتا په میلیونونو هېوادوالو ته کار پيدا او ژوند به یې تامین شي.
که اړتیا وه زه د اوبو سکتور لوی کورنۍ او همکارانو سره هر ډول همکارۍ ته تیار یم، هېڅکله به خپلې مشورې له دوئ څخه ونه سپموم. زه د خپلې خاورې بچی یم او خدمت یې پر ما او ټولو هېوادوالو فرض دی.
په اخر کې د اوبو مدیریت لوی کورنۍ او د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې ټولو درنو همکارانو څخه مننه کوم چې په دغه پېچلي مدیریت کې را سره اوږه پر اوږه مبارزه وکړه.
خپلې خبرې د ګل باچا الفت پر دې شعر را نغاړم.
د چا فخر د سيسۍ، زرکې په ښکار�د بل فخر په وژلو د ښامار
د وړوکي کار وړوکی د لوی لوی�د هر چا قدر د خپل کار په مقدار
د عقاب پرواز ته ګوره چرګ ته ګوره�چرچرک چېرته او چېرته موسيقار
چا سره نقشه وړه چا سره لويه�يو به خونه جوړوي يو بل لوی ښار
څوک سينګار کوي څوک کار کوي څوک لوبې�ملتونه جوړوي ملي معمار
عادي خلک به کوي عادي کارونه�نوابع لري په کار کې ابتکار
د تاريخ جبر کوي لوی لوی حکمونه�څه راوځي جريده کې د روزګار
ډېره لويه غېږ په کار ده مستقبل ته�لوی جريان کې يې چې ښکاري څه اثار
زړونه داسې ګواهي لي چې هر ګوره�نوي نوي څه راوړي ليل ولنهار
لوی بدلون دی راروان پدغه لوري�وڅارئ د شپو او ورځو لويه لار
ډېر څه وړي ډېر څه راوړي انقلابونه�نه پرېږدي يو سړی خورد او بل خروار
ولسي نظام هر څه خلکو ته سپاري�هم د کار مسئوليت هم اقتدار
مساوات نشي راتلای څو چې هېواد نه�باداري اغايي کډه نه کړي بار
چې پيدا شي اطمنان خوښي په زړو کې�نيسي ځای د خلکو زړونو کې سرکار
بدبيني بدګماني غلط فهمي�نوي خلکو کې چې خلک وي اميدوار
ژوندي کيږي اميدونه اسرې هيلې�په افسون د محبت په ښه کردار
علاقه نظر هغسې نه جلبيږي�لکه څوک چې جلبوي علاقدار
نه په چل باندې کېدای شي نه په جبر�څه چې کاندي شخصيت د يو کردار
زړه چې ښه شي په ښه زړه بيا هر څه کيږي�هغه کيږي چې نه کيږي په اجبار
د یو اباد افغانستان په هیله
په افغانۍ مینه
ستاسو ورور خان محمد تکل
Leave A Reply

Your email address will not be published.