The news is by your side.

د دین په اړه باید دومره پوه شو چې څوک مو تېر نه باسې

مولوي رحمت الله اندړ

0 11

باید د دین په اړه لږ تر لږه دومره معلومات ولرو چې د دین په نامه مو څوک تېر نه باسې

زموږ په سیمه کې یو سړی ډېر دعوه جلاب وو، هره ورځ به یې دعوه وه او دعوه به یې ګټله، خپل ګټه به یې وار له مخې سنجولي وه، که به یې په شریعت کې ګټه وه، نو خپل مخالف به یې په دې مجبور کړ چې زما او ستا ستونزه به ملایان را حل کوي، ولي ته شریعت نه مني، قران او حدیث نه مني؟ …
او که به په شریعت کې یې دعوه نه شوای ګټلای، بیا به یې خپل مخالف دېته ته اړ کړ چې پریکړه به په جرګو او مرکو کوو، پښتانه به زما او ستا تر منځ کینې، ولی تر اسلام له مخي دا پریکړي چا کولي؟ خو همدغو پښتنو به په جرګو او مرکو غټې غټې ستونزې هوارولي او…
ټولي تش په نامه اسلامي ډلې او ټپلې دین د خپلو ګټو لپاره کاروي، چېرته چې دین د دوی له ګټو سره په ټکر کې شي، هلته بیا دین د دوی تر ګټو قربان شي، په خپله خوښه یې د ځان په ګټه تعبیروي او تفسیروي او که بېخې په دېن کې د خپلو کړنو لپاره دلائل پیدا نه کړي، نو خپلې کړنې ورځنی سیاست او مجبوریت ونوموي.
تاسې ولیدل چې سیاست مطلق دوست او دوښمن نه لري، د مجاهدینو د وخت ډېرو ښاغلو د روسیې دروازه بېرته ور وټکوله او د هغوی په دسترخوان کېناستل.
د پرون طالبان مو هم ولیدل چې نن له امریکایانو سره ګډ غومبر وهي او بېرته راتګ ته یې خوشاله دي.
د روسانو له وتلو وروسته بیا روسیې ته هیڅ زیان ونه رسید، خو افغانانو تر خپل منځ ښه ډېر سره ووژل.
د دوحي له قرارداد وروسته هیڅ امریکایې په افغانستان کې ونه وژل شو، خو افغانان به هره ورځ په سلګونو وژل کیدل، بلکې د امریکایانو له وتلو وروسته هم د افغانانو د وژلو او ځورولو لړۍ دوام لري.
افغانان له خپلو بهرنیو دوښمنانو سره روغه کولای شي او تر خپل منځ روغه نه شي کولای!
باید نور له جګړې سره مخه ښه وکړو، دلته هیڅ جګړه که په هر نامه وي سپيڅلي نه ده، دلته د دین په نامه زموږ له احساساتو تل زموږ په تاوان ګټه اخیستل شوي.
باید د دین په اړه لږ تر لږه دومره معلومات ولرو چې د دین په نامه مو څوک تېر نه باسې.
Leave A Reply

Your email address will not be published.