The news is by your side.

د دې وطن د هرې دروازې پهره داري خپل ویاړ بولم

0

خوښ یم چې دا ځل یو متفاوت مسئولیت را وسپارل شو. د جلالتماب جمهور رئيس له باور او زما د همېشني ملاتړي او ملګري د ملي امنیت له درانه سلاکار ‌‌‌‌‌‌ډاکټر حمدالله محب له حمایت څخه منندوی یم.

زه د افغانستان عسکر یم او هر مسئولیت چې را سپارل کېږي په پوره دیانت یې سر ته رسوم. ما ته د افغانستان خلک او د دې خاورې عزت مهم دی. د دې وطن د هرې دروازې پهره داري خپل ویاړ بولم.

ژمنه مې ده چې د عامه ساتنې پولیس به د ملي او نړېوالو پانګوالو لپاره د اعتماد سمبول وګرځوو. د خصوصي سکتور او ټولګټو تاسیساتو د امنیت تر څنګ د سترو ملي پروژو د تطبیق لپاره خوندي فضاء رامنځته کول مې لومړیتوب دی. د عامه ساتنې قواء به د باور او مسلیکتوب سمبول جوړ شي. انشاءالله

باعزته اوسئ

Image may contain: 4 people, people sitting, people standing and indoor

Image may contain: 4 people, people standing and suit

(Visited 66 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.