The news is by your side.

د طارق جمیل مبارک پرتوګاښ

ازاد خان

0
یقین لرم چې دا ابلیس ملا طارق جمیل به خپل پرتوګاښ هم پر پښتنو باندې په لوړه بیه په تبرُک خرڅوي. ځکه دا ملا چې کله پښتنو ته د جنت تصویر اوباسي، داسې لکه چې دی پخپله د جنت ناظم وي. د جنت هغه څه په ډیر خوند یادوي کوم چې جاهل پښتون حتی خپل پلار او ورور هم په آساني ورته وژلی شي او عملاً یې وژني هم.
پاکستاني ملایانو او مولویانو له پښتنو څخه دومره خره جوړ کړي دي، چې پدوی باندې بمونه لکه د خرو غوندې باروي او خپل وطن ته یې لیږي چې خپل کور او ورور له ځانه سره یو ځای والوزي او لاهم ددې منافقو ملایانو احترام وکړي، ځکه د جنت کیلي ددې ملایانو په جیب کې دی. پنجابیان هم دداسې ملایانو آوریدونکي وي، مګر هیڅکله دومره نه خره کیږي پخپل هیواد کې جهادونه وکړي، بمونه والوزوي او خپل خلک د اسلام په نوم ووژني.
روغ انسان د دې ملایانو په خبرو لا شرمیږي، مګر متأسفانه ما لیدلي چې پښتانه باسواده او لوستي لا ددې منافقو ملایانو مریدان دي. همدا ملایان دا څلویښت کاله په افغانستان کې د جهاد فتواوې ورکوي، مګر پخپل هیواد کې نه یوازې چې د حکومت په خلاف د یوې خبرې اجازه لا نه ورکوي، بلکه د حکومت او پوځ سره مرسته او ملاتړ فرض بولي. که یو انسان مطلق ړوند او کوڼ هم وي باید تر اوسه پدې پوهیدلی وي چې پاکستاني ملایان د آی اس آی رسمي ایجنټان دي او دا څلویښت کاله د افغان وژنې رسمي ماموریت لري. ددوی بې اجازې دا ملایان یوه خبره لا نشي کولای، مګر افسوس چې زمونږ پښتانه لوستي کوم چې په پاکستان کې لوی شوي دي تر اوسه هم غافل دي او لاهم دا منافق مولویان ستایي.
(Visited 94 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.