The news is by your side.

د مسلمانانو ځانګړې قبیله چیرې چې نارینه حجاب اغوندي

0 36

د ځمکې پر مخ ځینې داسې اوسیدونکي هم شته چې له خپلو عقایدو او دودونو سره ډېر حساس دي او له پېړیو راهیسې یې له کوم بدلون پرته تعقیبوي.
دافریقا په مالي، نایجر، لیبیا او الجزایر صحرایي دښتوکې
د ټواریګ په نوم یوه قبیله شتون لري چې شاوخوا دوه میلیونه نفوس لري.

دا يوه مسلمانه قبيله ده خو د نورو مسلمانو قبيلو برعکس دي.ددې قبيلې ښځې دومره ازادي لري چې ښځې يې له چادري پرته ژوند کولى شي او له واده مخکې له هر نارينه سره …اړيکې لرلاى شي.

د ټواریګ قبیلې بله ځانګړتیا داده چې ښځې په بشپړه توګه آزادې دي خو نارینه باید د پردې تر شا ژوند وکړي. دوی باید خپل مخونه لکه د بورقې په څیر پټ کړي.

هینریټا بټلر د ګارډین ویب پاڼې عکس اخیستونکي
لومړی ځل په ۲۰۰۱ کې د ټواریګ قبیلې عکس اخیستی.
او بیایې له سړیو پوښتنه هم کړې چې ولې نارینه په حجاب کې او ښځې په بې حجاب کې ګرځي؟
دپوښتنې په ځواب کې ويل شوي چې ددوي د قبيلې ښځې ښکلې دي ، نو دوی لیواله دي ښکلو مخونونه وګورئ.
بل شرط دا دی چې نارینه یوازې له تیاره وروسته خپلو خیمو ته باید ننوځي او د لمر له راختلو مخکې باید بهر ووځي.
ددې قبيلې ښځې په خپله خوښه واده کوي او خپل مېړه ټاکي.د حیرانتیا خبره دا ده چې دلته د مسلمانو قبایلو ښځې کولی شي خپل میړه ته پخپله طلاق ورکړي.

دلته دبالغ کيدو نه وروسته نارينه د ښځو په وړاندې په پرده. او ستر کې وي، او دښځو وړاندې په خوراک څښاک هم بنديز وي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

Leave A Reply

Your email address will not be published.