The news is by your side.

د هزاره خاین او قاتل ته بد ویل هزاره ته تعصب ښکاري

اجمل ستانکزی

0
سپینه خبره
د هزاره خاین او قاتل ته بد ویل هزاره ته تعصب ښکاري.
د هزاره په دفترو کې (سیما سر، دانش….) که ۹۰ سلنه هزاره ګان وي خیر دی خو که په نورو دفترو کې هزاره کم وي دا هزاره ته تعصب ښکاري.
مزاري، محقق، شفیع دیوانه، علیپور او بل جنګسالار که په نورو قومو ظلم کوي خیر دی خو که د نورو قومو جنګسالاران له هزاره ګانو سره ظلم کوي بیا یې چیغې شروع کړي وي چې له هزاره سره تعصب او ظلم کیږي.
لنډه دا چې یو زیات شمیر باسواده هزاره ګانو یک بام او دو هوا شروع کړي او د تعصب په وجه د عدالت او انصاف ملاتړ نه کوي. تاریخ به د نن باسواده هزاره ګان څاري او د هزاره راتلونکو نسلونو ته به د دوی تعصب ښکاره کوي چې څنګه یې په ډیره بې شرمۍ له خپلو قاتلانو او خاینانو ملاتړ کاوه.
بدبختانه د تعصب کوم تخم چې د هزاره مشرانو تیر نسل پخپلو کشرانو کې شیندلی هغه اوس راټوکیدلی دا ځکه خو نژدې ټول هزاره باسوادان قومي تعصب کې ډوب دي. دوی نن ورځ هر څه ته د همدې تعصب په رڼا کې ګوري ځکه خو ان د خپل قوم خاین او قاتل هم ورته سم ښکاري او د بل قوم سم ورته بد ښکاري.
هغه بیسوادان ولاکه دومره تعصب ولري لکه څومره یې چې دا باسوادان لري. خو په تندر دې هغه تعلیم ولګیږي چې انسان له تعصب او خرافاتو څخه نشي لرې کولای. هماغه په خره باندې د کتابو بارول دي.
دا چې نن هزاره د خپل قاتل او خاین ملاتړ کوي آیا سبا به یې څوک د روا حقوقو ملاتړ وکړي؟ پدې کار دوی خپلې پښې پخپله په تیشه وهي.
تریخ حقیقت دا دی چې هزاره ته ځان لا د دې هیواد مالک نه ښکاري. مونږ ورته وایو چې هزاره هم لکه پښتون، تاجیک او نورو غوندې له بدخشان او کنړ نه تر نیمروز او له خوست نه تر بلخه د دې هیواد مالک دی او باید لکه د ټول هیواد د مالک غوندې فکر وکړي خو دی پخپل قومي تعصب ځان کوچنی کوي او خپل فکر تر یو څو مرکزي ولایاتو محدودوي. نور که په پاتې افغانستان کې هر مشکل پیښيږي دوی یې په قیصه کې هم نه دي. بیسوادان خو خیر یو شمیر هغه باسوادان یې چې غرب ته هم تللی دا چټل فکر لري.
په یو شي مطمین یم چې په افغانستان کې د روشنفکرۍ دعوه کوونکي ډیر خو روشنفکره پکې د ګوتو په شمار هم نشته.
وروستی خبره دا چې هیڅکله هم د یو متعصب د خوشالولو لپاره څه مه کوئ ځکه متعصب ستاسې له شتون سره مشکل لري او ستاسې هیڅ ډول قرباني یې هم نشي خوشالولای. د متعصب د خوشالولو په ځای مو خپلو انساني اصولو ته وفادار اوسئ، نور نو مه تعصب ورسره کوئ او مه چاپلوسي ورته کوئ.
(Visited 34 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.