The news is by your side.

د هلمند د بريښنا د سټیشن چور څه نوې خبره نه ده

اجمل ستانکزی

0
د هلمند د پريښنا د سټیشن چور څه نوې خبره نه ده. دې ملت کله هم خپله ملي شتمني خپله نه ده ګڼلې او نه یې هم پرې زړه سوځیدلی. تل یې د چور او غنمیت په نوم ملي شتمني له مینځه وړي.
کله مو چې یو ماشوم کور ته څه راوړي مور او پلار یې د دې په ځای چې پوښتنه ترینه وکړي چې له کومه دې کړل او که یې غلا کړی وي بیرته یې پرې ولیږي، ورته خوشالیږي تر څو سبا یې بیا راوړي. له روس سره جګړه کې هم یوازې مجاهد چور نه کاوه بلکې ډیری چور خپله همدې ملت کاوه. د کوم کلي خلک به چې پاکستان ته مهاجر شول نورو کلیوالو به یې له کورو غلا کوله او ان د چت تیران او دروازې او کړکۍ به یې ترینه غلا کړې.
افغانستان کې هر کس تر هغه مظلوم دی تر څو چې ورته خپله د ظلم او خیانت چانس پیدا نشي. کله چې ورته د ظلم او خیانت چانس پیدا شي هغه نه هم ظالم او خاین جوړ شي.
دا ومنئ چې مونږ په اخلاقي لحاظ یوه لویدلې ټولنه یو او باید د راپورته کیدو کوښښ وکړو. مونږ باید د خپل نوي نسل په سمه تربیه کار وکړو. د غنیمت یا چور په ځای دا ورزده کړو چې د خپلې ملي شتمنۍ ساتنه وکړي.
(Visited 30 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.