The news is by your side.

د کونړ پر سيند يوازې يو بند نه, بلکې د بريښنا څو بندونه جوړيدل ممکن دي

عظم الدین علیمي

0

د کونړ پر سيند د بند جوړولو په چاره کې له خپل وس سره سم مرستې ته چمتو يم. د بند وداني هرومرو دولتي پلان او اجازه غواړي. د کونړ پر سيند يوازې يو بند نه, بلکې د بريښنا څو بندونه جوړيدل ممکن دي چې لاسته راتلونکي بريښنا يې د کونړ د خلکو پر اړتيا سربيره د هيواد د نورو ولايتونو او پښتونخوا د خلکو اړتياوې هم پوره کولاي شي. دولت بايد د افغانستان د ډيرې مهمې پروژې په توگه د کونړ پر سيند بندونو ته پاملرنه وکړي. پر دولت د فشار راوړلو روانې هڅې د قدر وړ دي, دغه فشار بايد لاپسې زيات شي او مثبتې پايلې ته د رسيدو تر وخته دوام وکړي.

(Visited 60 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.