The news is by your side.

د ګناهونو پرانیستې لار

سرلوڅ مرادزی

0
زموږ ټولنه کې ګناهونه د ملایانو لخوا طبقه بندي شوي او ګناهکارانو ته له ګناپاکۍ بېلابېل پړاوونه او درجې ټاکل شوې دي!
کوچنۍ او هغه ګناوې چې مسلمان يي په ورځ کې څو ځلې او پرله پسې کوي، د پنځو لمونځونو په اداکولو سره رفعه کیږي.
منځنۍ او نسبتآ غټې ګناوې چې په رفعه کېدو يي د پنځه وخت لمونځونو زور نه رسي، د جمعې په لمونځ له منځه تلای شی.
خو که ګنا تر دې غټه او په له منځه وړلو يي د یوه لمونځ زور ونه رسیږي، د روژې مبارکه میاشت کې د روژې په نېولو بیخي له منځه ځي.
شیطان بدبخت او په تېره بیا د یو مسلمان شیطان، هیڅکله مسلمان ارام او سوکاله ژوند ته نه پرېږدي او له مسلمانه داسې ګناوې صادروي چې نه په لمونځونو او نه په روژو له منځه ځي. دلته بیا د مسلمان لویه نیکبختي دا ده چې د ټولو ګناهونو او جرمونو د رفعه کېدو لپاره ورته حج شته دی.
په یو ځل حج مسلمان له ټولو ګناهونو پاکیږي او لکه له موره نوی زېږېدلی ماشوم بیرته سپېڅلی او سوتره کیږي.
خو د مسلمان لپاره یوه بله لنډه لار هم شته. پر شیطان د خپلو ګناهونو غورځول او د خپلو ګناهونو د پټولو لپاره د شیطان په نوم یو موجود زیږول، د مسلمان د ګناپاکۍ بله لنډه لار ده!
کله چې عبادت د عقیدې له مخې نه وي او مسلمان هغه د خپلو ګناهونو د پاکۍ د وسیلې پتوګه کاروي؛ مسلمان به هیڅکله د ګنا د نه کولو اندیښنه ونکړي او ځان به تل د عبادت په هنداره کې پاک ویني!
همدغه بې عقیدې عبادت په اسلامي ټولنو کې جرمونو او ګناهونو ته لار پرانیستې ساتي!
مرادزی
Leave A Reply

Your email address will not be published.