The news is by your side.

روښانفکرانو، موډرنیستانو، ملتپالو او وطنپرستو ځوانانو!

1

روښانفکرانو،
موډرنیستانو،
ملتپالو او وطنپرستو ځوانانو!
په جګړو معتادو ترهګرو او د دوی بادارانو ته منطق او دلیل مه وایاست، دوی استدلال و منطق کفر ګڼي، د عواطفو راپارولو هڅه یې مه کوﺉ، دوی عاطفه نه لري، دیني دلایل مه ورته شاربﺉ، دوی ته یې ځانګړې عقیده انېستال کړې ده. ښېرا هم مه کوﺉ، ځکه خدای ج هم تاسوخپله په بدلون مکلف کړي یاست. د سولې پر مذاکراتو باور مه کوﺉ او په تمه مه ورته پاتېږﺉ، ځکه دا مذاکرات هم د هغو پردیو په لاس کې دي، چې جګړه یې په لاس کې ده. ستاسو وژونکي په جګړه هم ژر نه پوپنا کیږي، ځکه د معاصر ښکېلاک یوه سولنده اوږدمهالې جګړه په کار ده …
یوازې و یوازې خپلو خلکو ته مخ ورواړوﺉ، د ولس د راویښولو، سره یو کولو او په ملي اراده، د خپللاسي بدلون لپاره، یوه دېرش میلیوني پاڅون ته د خلکو پر چمتو کولو فکر و کار وکړﺉ!
منم، تاسو به په دې هڅه کې قربانیان شﺉ، خو ټولنه به وژغورﺉ. که کرار کینﺉ هم په ځانمرګو بریدونو کې وژل کیږﺉ، غوره دا ده، چې په ملي مبارزه کې ولاړ پاتې شﺉ.
د یوې خبرې ضمانت زه کوم، چې د افغان و افغانستان دوښمنان له دعا، ښېرا، ښکنځلو، ان وسلو او وژلو نه ویریږي، د دوی یوازینۍ ویره له ملي ویښتیا، روښانتیا او د ځانژغورنې لپاره د ګډ عمل له ارادې څخه ده.
زه د داسې ارادې لومړنۍ پیلیزې څپې له ورایه وینم.

عبدالغفور لېوال

(Visited 83 times, 1 visits today)
1 Comment
  1. Ata says

    نيک، رښتونی او عملي نظر دی

Leave A Reply

Your email address will not be published.