The news is by your side.

زندان که هوټل؟

0 356

داسې زندان چې د خُسر لۀ کوره دې ډېر قدر پکې کېږي.

دا زندان (هالډن) نومېږي، چې د بندیانو سره د ښۀ سلوک لۀ امله انساني ترین زندان باندې مشهور دی.

هالډن زندان پۀ ناروې هېواد کې دی. هالډن ته استول شوي زندانیان کولای شي هلته ښۀ خواړۀ وخوري او ګرمه کافي وڅښي، د محبس هره خونه لکه: زموږ حجره پۀ ښۀ تلویزیون، یؤ کوچني یخچال او د بندیانو لپاره یؤ شخصي تشناب سره سمباله ده، سم ( پنځه ستوری) هوټل دی:
•د مډرن موسیقي مرکز
•مډرن اشپزخانه
•ښایسته مشترک سالون
•شنه ازاده فضا
او نور پرمختللي خدمات…
پۀ هالډن زندان کې تر ټولو خطرناک قاتلین او غلۀ ساتل کېږي، ټول شمېر یې ۲۵۷ تنه دی، عجیبه یې داده چې: د امنیت سیسټم یې خورا ټیټ دی؛ خو زندانیان ترې د تېښتې هیله نۀ لري.
دا زندان د ځنګلونو او شنو ونو سره محاصره دی او ښکلې منظره لري.

Leave A Reply

Your email address will not be published.