The news is by your side.

سوله، رفاه که دواړه؟

ډاکټر ابراهیم شینواری

0
په یوه هیواد کې د دولت د بریالیتوب دوه شاخصونه تر نورو مهم دي:
الف. سوله، امنیت او ثبات راوستل
ب. رفاه/ سوکالي او نیکمرغي یقیني کول (حد اقل له لوږې د خلکو خلاصون)
په تیرو لسیزو کې په افغانستان کې یو هم په سمه ماناه نه وو موجود.
اوس پوښتنه داده چې په دغو دواړو کې کوم یو زیات مهم دی؟ د ځینو مفکرینو په نظر د ولږې پای ته رسول لومړیتوب دی، ځکه وږی انسان هر کار ته لاس اچولی شي، ناامني او ګډوډي منځ ته راوړلای او ټولنیز نظم ګډوډلای شي. خو نور بیا وایي چې که سوله او امنیت نه وي، نو څنګه به کاروبار و زراعت و صنعت و تجارت ته زمینه جوړه شي چې ولږه پای ته ورسوي؟
کیدای شي ووایو چې د انفرادي انسان په توګه د ولږې چاره مهمتره ده ځکه انسان په څو دقیقو کې په څو ورځو د خوړو له نشتون څخه مري؛ امنیت یوازې فردي دنده نه بلکې د فرد په امنیت کې ټولنه او دولت زیاته برخه لري. خو یوه دولت ته باید پر جغرافیه د تسلط ټینګول او خلکو ته د سولې او امن راوستل لومړیتوب وي. ځکه که د دولت تسلط موجود نه وي، نو چیرته، کوم خدمات وړاندې کړي، او که په محدوده سیمه کې خدمات وړاندې هم کړي، تدوام، بقا او عمومیت به یې څرنګه تضمین شي. دولت باید لومړی امن راولي، بیا رفاه او د رفاه په راوستلو امن متداوم او په ثبات یې تبدیل کړي. درېیم نظر هم تر بحث لاندې راتلی شي، چې باید دواړو اړخونو ته همزمانه توجه وشي.
ستاسو په نظر کوم یو لومړیتوب لري؟
Leave A Reply

Your email address will not be published.