The news is by your side.

طالبانو ته

ازاد خان

0
دا خبره واورئ چې تاسې تر اوسه د افغانستان قانوني حکومت نه یئ او نه هم په قانوني لاره اقتدار ته راغلي یئ. تاسې په افغانانو کې یوه وسلواله ډله یئ، لکه نورې ډلې او د اوس لپاره مو د توپک په زور حکومت نیولی. داسې حکومتونه چې د وسلو یا کودتاوو په وسیله اقتدار ته راځي، هغه قانوني نه وي. نو حد اقل د اوس لپاره تاسې دا حق نلری چې د افغان هغه درې رنګه بیرغ چې خلکو انتخاب کړی دی لیرې کړئ. دا د افغان ملي بیرغ دی، نه د غني یا عبدالله یا امریکا. تاسې کولای شی چې خپل بیرغ چې د تاسو د ډلې بیرغ دی پخپلو دفترونو کې د افغان بیرغ ترڅنګ ودروئ، لکه جمیعت یا ګلبدین چې کړی. مګر د افغان ملي بیرغ باید پرځای پاته وي. دا بیرغ هغه وخت بدلیدای شي چې د ټول هیواد د خلکو استازي په یوه لویه جرګه کې راټول شي او د بیرغ په هکله فیصله وکړي، نه د تاسې د ډلې فیصله. دا خبره جدي واورئ.
دوستانو دا خبره شیر کړئ او طالبانو ته یې ورسوئ.
(Visited 47 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.