په اتلسمه او نولسمه پېړۍ کې ډېر شاهزي او سرداران پر واک سره وجنګېدل، خپلو کې یې لښکرې تباه کړې، ټول وښکنځل شول او هېر شول، خو یو ځوان شاهزی را پاڅېد د خلکو د بشري حقونو او ډوډۍ فکر یې را مخ ته کړ، د خپلو روښانه ملګرو په مرسته يې هېواد د موډرنیزم او عصري ژوند بهیر ته ور سم کړ، همدی او ملګري یې تلپاتې شول او خلکو یې نومونه په خپلو زړونو کې ولیکل.
زدهکړه؛
هغوی ته چې خپل خلک وژني، د تاریخ په زرینو کرښو کې ځای نهشته او هغوی چې خپل ولس ته ډوډۍ او هېواد ته پرمختګ غواړي، د متحجرو او شاتګپالو له هر څومره دوښمني سره سره، د تاریخ هسک په تمه دی.
(Visited 74 times, 1 visits today)