The news is by your side.

عزیزانو طالبانو

الله نور سیلاب

0
عزيزانو
ټول ملت دوحې ته منتظر ناست دی چې د طالبانو او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د استازو تر منځ خبرې به سره يو دايمي اوربند ته ورسيږي ، جنګ به ختم ، سوله به يې ځای ونيسي او طرفين د نزاع به يو څه نرمښت وښايي چې خبرې کاميابې او د افغانانو سياسي بصيرت دنيا ته څرګند شي!
قرار اخبار واصله ، هلته طالبان وايي چې زمونږ اسلامي امارت به رسميت پيژنئ!
مونږ ستاسې اسلامي جمهوريت په رسميت نه پيژنو!
طالبان ، امريکايان او ډاکټر خليلزاد وايي او تاکيد کوي چې د ۲۹ د فبرورۍ نه تر نن ماسپښينه پورې هيڅ امريکايي عسکر يا بل کوم قراردادي د طالبانو لخوا نه دی وژل شوی ، يا علی الاقل نه دی په نښه شوی!
يعني طالبان د امريکايانو سره ، او امريکايان د طالبانو سره د قرارداد پابند دي!
لکن په تيرو اوو مياشتو کې په زرهاوو افغانان برناحقه شهيدان کړای شوي دي !!!
اوس که پوښتنه وکړو له طالبانو نه مثلا:
ستا جهاد د امريکا او ناټو پر ضد و ، هغوی سره دې روغه جوړه وکړه او په ډير اخلاص دا وايې چې د قرارداد نه وروسته دې ورباندې يو ډز هم نه دی کړی!
امريکا هم تاته وعده درکړه چې ستا بنديان درخوشې کوي!
بنديان دې هم خوشې شول!
نو آيا اوس امريکا تاته په کابل کې سياسي قدرت هم درسپاري که نه!!!
که سياسي قدرت درسپاري ؟
خو بيا د افغانانو وژل بند کړه او امريکا ته منتظره شه چې قدرت درته دروسپاري! لکه څرنګ يې چې بنديان درخوشې کړل همداسې به تا بيا د قدرت په ګدۍ کښينوي!
که د قدرت درسپارلو وعده يې درسره نه وي کړې نو بيا خو ته مجبور يې چې د ټولو هغو سياسي ډلو ، ګروپونو او برحال حاکم نظام سره خبرو ته کښينې او د دې بې ځايه غرور د غر نه راکوز شې ، په هواره ځمکه ورسره څه راکړه ، څه واخله پر اساس يو منځګړي حالت ته ووځې!!
( پاتو خورې راوځه! په لستوڼو کې دې څه دي! الوچې دي ، زرغونې دي! يوه واخله يوه راکړه)!!!
که څنګه مولوي صاحبانو؟
که امريکا درته ويلي وي چې مونږ درته قدرت درسپارو نو هم اوربند اعلان وکړئ!
منتظر کينئ چې هغوي درته د خپلو تخنيکي ، دپلوماتيکو او مالي او نظامي چينلونو له لارې لاره هواره کړي ، او پاچاهي دروسپاري!
که يې درسره داسې کومه وعده نه وي کړې هم اوربند اعلان کړئ!
کابل ته راشئ ، په دولت کې د يوه راکړه يوه واخله پر اساس برخه واخلئ ، خپل ټول نظامي ګروپونه په ملي پوځ ، ملي پوليسو کې رسمي وردننه کړئ!
او خپل سياسي فعاليت شروع کړئ!
انتخابات را روان دي ، برخه په کې واخلئ او د خپلو رايو پر زور چې څرنګ نظام جوړولی شئ جوړ يې کړئ!
په يوويشتمه پيړۍ کې د سوباړي پر زور پر يو چا حکومت کول به درته ګرانه وي!
د خپلو اخلاقو ، ديني او مذهبي احکامو ، او په ولس کې د نفوذ نه په استفادې به سياسي نظام ته لاره پيدا کړئ!
که سوله مو وکړه!
ملت ته مو وښوده چې د قدرت هوس او تندې نه يئ راخيستې! نو همدا ملت به مو په اوږو وګرځوي!
که خبره د زور او د سوباړي وي نو دا شل کال خو مو بل کار هسې هم نه و زده ! نتيجه يې هم درته معلومه شوه چې :
هم مو ځان تکه تکه کړ هم مو قام!
(Visited 62 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.