The news is by your side.

!غزني جدي ونيسۍ، کنې غزنيوال به مو دا ځل جدي ونيسي

محمد تنها

0

په درست افغانستان کې غزنی لمړنی ولايت وو چې د ټاليب پر وړاندي يې په تش لاس ولسي پاڅون وکړ خو حکومت د دې پر ځای چې ملا يې ور وتړي، ملا يې ور ماته کړه. پارلماني ټاکنې شوې، د غزني چارواکو او په اصطلاح ځينو مشرانو يو د بل وهلو په پار له ټاليب سره ګوتي تر څادر لاندي پټې کړې، په پښتنو سيمو کي يې ټاکنې ناکامي کړې او په پايله کي يې له پښتنو سيمو يو وکيل هم پارلمان ته رانغی. بيا سرکار غزني ته داسې چارواکي پسې را واستول چې نر غوندي يې په يوه شپه ښار ټاليب ته ور تسليم کړ، که د مشعل په شان زړور سرتېري نه وای نو غزنی به اوس هم د افغانستان اسلامي حمارت پلازمينه وه. بيا تېر ځل د پارلماني ټاکنو پر وخت درست افغانستان کې ټاکنې وشوې خو غزني کې نه وشوې، ځوانانو د حق غوښتنې لاريونونه وکړل له سرکاره يې تر خپل حق يوه خاشه زياته هم غوښتنه ونکړه خو سرکار‌ دوۍ د مکافاتو پر ځای مجازات کړل، د پخوانيو وکيلانو موده يې په غير قانوني ډول ورته تمديد کړه او د والي پر ځای يې د کابل کندهار د لين يو ډريور چي د سرکار کمپاينر وو ور ولېږل. بيا هم غزنيوالو د سرکار پدې ټولو نارواوو خوله پټه کړه او په ولسمشريزو ټاکنو کي يې د ولسمشر ملا پدې نيت ور وتړله چې ګوندې د نظام نړېدو د مخنيوي ترڅنګ به يوه نه يوه ورځ زمونږ غږ هم واورېدل شي خو داسي ښکاري چی ولسمشر او ارګوال د نظام ټول خواخوږي او په تېره بيا غزنيوال يوازې د بد ساعت پر وخت يوازې استعمالوي خو چې کله د اصلاحاتو خبره شي نو دوۍ بيا بېرته په زړو او بېکاره ګرګو تکيه کوي، او داسې کسانو ته د غزني مشرانو په حيث کريډيټ ورکوي چې خداوراستي که به اوس هم پوهېږي چې غزني څومره نفوس او څو ولسوالۍ لري؟

سرکار دې خبر وي چې له غزني سره تر دې زياته ناروا کفر دی او د کفر پر وړاندې خو جهاد هسې هم فرض ده نو بناً از ما ره يک ګفتن بود نور که د سرکار سر کار کوي پوی سوی به وي کنې غزنيوال دي دېته نه مجبوري چي په زور يې پوه کړي.

– مخسد عدالت د حکومتولي اصل دی، هر چا چې عدالت ندی تأمين کړی خپل سر يې خوړلی !

(Visited 54 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.