The news is by your side.

!مشوره

دولت وزیري

0
مشوره!
که طالبان غواړي چې د اوږدې مودې لپاره واکمن وي، څو ټکو ته پاملرنه ډيره اړينه ده.
لومړی، په زور کلي نه کیږي.
زور د زورواکانو د ماتولو لپاره پکار وي،
د خلکو زړونه په زور نه ګټل کیږي. د زړونو د ګټلو لپاره د خلکو سره مینه پکار ده.
دویم، د تجربې له مخې، په افغانستان کې یوه ډله د اوږدې مودې لپاره واک نه شي چلولای.
پکار ده چې ټولو خلکو ته د سیاست او کار کولو زمینه برابره شي.
دریم، په افغانستان کې ټول خلک غله نه دي، ځینې خلک د ډیری اړتيا له مخې ممکن غلا او کوم غلط کار ته لاس واچوي.
ښه لاره داده چې هغه عوامل چې غلطو کارونو ته لاره هواره وي، برطرف شي.
څلورم، د پردي کلتوري یرغل مخه نیول، د حکومتونو کار وي. که د افغاني کلتور پر ځای بهرني کلتور ته په لوی لاس اجازه ورکړل شي، واکمنۍ ته زیان رسوي.
پنځم، د حکومتي مسولينو بیځایه او بې مسولیته څرګندوني د واک ستنې نړوي.
د وینا او چوپتیا حد باید معلوم وي. بلبل ته دې اجازه ورکړل شي، چې په خپل ښکلې غږ د خلکو زړونو ته هیله مندی وبښي او بم مرغه ته په کار ده چې چوپتیا غوره کړي.
شپږم، په وږې ګیډه د مور په ښکلې او مهربانه غږ هم د اولادونو تسل نه کیږي.
د واک د چلولو لپاره د خلکو د ګیډو مړول پکار دي.
اوم، د واک د ټينګښت لپاره، د روانې جګړې پر مخ وړل او د مخالفینو د روانې جګړې شنډول ډیر اړین دي.
دا باید دوامداره او ډیره اړینه دنده وګڼل شي.
اتم، وايي علم زده کړه که په چین کې هم وي. بله دا چې که واکمن، چیرې یو څوک خپل د مبارزې ملګري نه ګڼي، په دې کې څه نقص دي چې د هغه کس ښې خبرې ته غوږ ونیول شي او د واک په ټینګښت کې ترې ګټه پورته شي.
نهم، په لوبو کې خپل مات شوي حریف ته د پیغور ورکړل ښه کار نه دی،
سیاست هم یوه لوبه ده، که خپلو مات شوو حریفانو ته د پیغور پر ځای د بخښنې او هڅونې هلې ځلې وشي، د واک په ټینګښت کې ډیره مرسته کولای شي.
لسم، اګر خواندی بردی، ور نه پردی.
د نړۍ سترې امپراتورۍ امویان، عباسیان، سمانیان، غزنویان، غوريان، مغلان، چنګیزیان، تیموریان، انګریزان، عثمانیان او…. يې ښې بیلګې دي.
نور بیا
Leave A Reply

Your email address will not be published.