The news is by your side.

ملي سيالي

احسان الله درمل

0
له گاونډيانو سره ټول ملت بايد د سيالۍ ډگر ته ښکته شو. د شپږدېرش میلوني ملت د بري مسئوليت يوازې لس دوولسو اسکېرلو او بااحساسه ځلميو ته ور له غاړې کول ظلم دی. د ملت بری به هغه مهال وي چې په هره برخه کې يې وگټو. چې په ټولو برخو کې مو بايللې وي، د لوبې گټه ډېر درد نۀ شي دوا کولای.
چې تورخم، سپين بولدک، غربي پولې او هوايي ميدان د افغان ناروغانو له چيغو او هجومه لړزېږي، ډاکټران حق نۀ لري چې د لوبغاړو د بايلات او کمزوريو په اړه بحث وکړي، ځکه دی دې اول د خپلې سيالۍ ډگر وگټي.
چې په هيواد کې د جنگ، سولې، نظام، اردو او د نظام د بڼې بحثونه د گاونډيو په استخباراتي کړيو کې کېږي، سياسي مداريان که شرم لري پر لوبغاړو دې خبرې نۀ کوي. دوی خو نغده بايللې.
چې طالب العلم، مدرس، محصل او د پوهنتون استاد د پرديو کتابونه تدريسوي/وايي اول دې په خپل گريوان کې وگوري او بيا دې له لوبغاړو گيله وکړي.
ملي سيالي لويه لوبه ده چې د ملت هر وگړی او د هر مسلک خاوند پکې خپل نقش لري. چې هر يو په خپل ځای خپل کار سم وکړي، بيا له بله هم د گيلې حق لرو.
د لوبغاړو بری زموږ د ټولو بری نۀ دی او د دوی ماتې زموږ د ټولو ماتې نۀ شي پټولای.
موږ هر يو هره شېبه د لوبې او سيالۍ په ډگر کې يو، خو خپله لوبه مو پرېښې او ټول ملت د دوولسو لوبغاړو تماشې ته ناست يو.
د ملي سياليو لپاره ملي غيرت او ننگ بويه. ملي غيرت دا دی چې هر څوک خپله برخه له سيالانو سره سياله کړو. که په خپله برخه کې شکست خوړلي عسکر يو او له نورو حتمي بری غواړو انصاف نۀ کوو. زموږ غيرت، سيالي او هيوادپالنه بايد معاصر شي.
Leave A Reply

Your email address will not be published.