The news is by your side.

واورین پړانګ

0 144

د واورين پړانګ پيژندنه
واورين پړانګ د نړۍ نادر او ډير حيراوونکي حيوان ده، چي خلک يي په اړه ډير لږ پوهيږي په عمومي ډول سره ډير شرمناک او ډير تيرايستونکي حيوان ده او په سختي سره ليدل کيږي.چي زيات هغه کليوال خلک چي په غرونو کي لرګي ټولوي او يا رمي څړوي ورسره مخامخ کيږي،د دښتو په نسبت پاڼونه ،کمرونه او ډ غونډيو لړي غوره ګڼي چي د ۶۰۰۰ متره لوړوالي کي خوښ وي او ژوند کوي.چي په ژمي کي ټيټو ارتفاعاتو ته راښکته کيږي چي د اسيا په جنوب او مرکزي برخو کي په لوړو ارتفاعاتو کي ويشل شوي ده او نړي په لويو غرونو کي په دولسو هيوادونو کي په دوه ميليون کيلو متره مربع ساحه کي ويشل شوي دي. چي ځيني وختونه يي د پښو خاپونه په ۱۹۰۰۰ فټه ارتفاع کي هم ليدل کيږي چي دا عموما په نيپال ،پاکستان ،بوتان،تبت،منګوليا ،قزاقستان،هند او افغانستانکي د اوسيدو ساحي ډيري سختي دي له ګړنګونو سره علاقه لري تيګي لرونکی ميلان ښوخوي. څيړونکي اټکل کوي چي په تيرو ۱۶ کلنو کي نفوس تقريبا ۲۰٪ کم شوي ده چي په ۲۰۰۳ کال کي يي نفوس ۴۰۸۰ څخه تر ۶۵۰۰ ښودل شوي وو خو په ۲۰۱۶ کال کي نفوس ۴۶۷۸ څخه تر ۸۷۴۵ پوري اټکل شوي ده.

خو ډاکتر شالر وويل ، چي دغه شميرني يوازي وحشي اټکلونه دي، چي ترټولو لوي شمير يي په چين او تبت منګوليا او قرغزستان کي شتون لري په منګوليا کي له ۸۰۰ حخه تر ۱۷۰۰ پوري اټکل کيږي .واورين پړانګ عادي ده او د نورو ډولونو په څير تيري کوونکي بڼه نه لري دوي له خپلو کورونو او ښځينه جنسونو څخه ساتنه کوي ، څيړونکي فکر کوي چي دوي د ښکار په موجوديت باندي متکي کيږي او ځاي غوره کوي په هغو ساحو کي چي څار او ښکار ډير وي د دوي د اوسيدو ساحه تنګه وي او کورونه يي کم وي چي تقريبا د( ۳۰ -۶۵ ) په اندازه ده . او هغه ساحي چي څار او ښکار يي کم وي د دوي د اوسيدو ساحه پراخه او کورونه يي ډير وي چي شايد د 1000 څخه هم ډيره وي .په حلقه يي ډول د خپل د اوسيدو ساحي شا اوخوا ګرځي او ځيني نښي نښاني هم له ځانه پريږدي تر څو د نورو دوي ته ورته حيواناتو ساحي ته د داخيليدو څخه مخنيوي وکړي، دغه پيشوګان په قطاري شکل سره سفرونه کوي خپل شااوخوا نظر اچوي او وروسته د ځان لپاره د خوب او استراحت ځايونه ټاکي. کولي شي د خپلو ساحو څخه اوږدي فاصلي او پړاوونه په ډير کم وخت کي طي کړي چي په يوه شپه کي کولاي شي د ۲۷ ميله خلاصي صحرا څخه تېر شي.­

Leave A Reply

Your email address will not be published.