The news is by your side.

وايي مسعود ښه دی ځکه د پنجابیانو په ضد ودرید

اجمل ستانکزی

0
وايي مسعود ښه دی ځکه د پنجابیانو په ضد ودرید.
نو هغه د پنجابیانو لپاره یې چې نظام او دولت وران کړل؟ افغانستان یې چې ټوټه ټوټه او کمزوری کړ؟ د افغانستان ملي شتمني یې چې چور کړه؟ په خپلمینځي جګړو کې یې چې بې شمیره ووژل؟…
آیا هغه جنایتونه دې یې هیر شول؟ آیا همدوی حمیدګل ته د افغان دولت د مشاوریت پوست نه وو پيشنهاد کړی؟ مسعود ان د داود خان په وخت کې زمونږ سرتیري د پاکستان په خوله وژل. ټالیب یې نن وژني. د وحشي ټالیب په اړه به هم ځینې خلک سبا دغسې خبرې کوي.
ولې لکه ماهي حافظه لرئ. د ده او ګلبدین څه فرق دی؟ دواړو وطن وران کړ. هماغه متل دی چې وايي بعد از ګو کردن چار زانو شیشتن. وطن یې چې د پنجابي لپاره وران کړ بیا له پنجابي سره دښمني څه معنا؟ له ټالیب سره یې هم جګړه د قدرت په سر وه هماغسې یې چې له ګلبي سره د قدرت په سر وه.
که دغو وحشیانو د افغانستان نظام او دولت د پنجابیانو لپاره نه وای وران کړی نه به ټالیب وو او نه دا دومره بد حالت. تر ټالیبه مجاهد لدې هیواد سره ډیر خیانت کړی. او مسعود یو له دغو لویو خاینانو څخه وو. دومره د پروپاګند او تبلیغ تر اثر لاندې مه راځئ چې ښه او بد درنه هیر کړي.
د یو څو متعصبه تاجیکانو د خوشالولو لپاره که ته مسعود ښه ګڼې نو ښه نه کوې ځکه متعصب به له تانه هیڅکله هم خوشاله نشي. د خاین ملاتړ کول له هیواد سره خیانت دی.
(Visited 72 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.