وایي د ماسکو غونډه هلته میشتو افغانانو جوړه کړې وه.
کور یې اباد
مسکو میشتي افغانانو ته به د جګړې تاو ډير رسیږي که موږ ته؟
سولې ته به د هغوی ډير ضروریت وي که زموږ؟
که همداسې غونډه موږ په جګړه ځپلي هلمند، پکتیا، ننګرهار او… کې جوړه کړو، ته وا دومره میلمانه به په اشتیاق راشي؟
او که د مسکو مقناطيسي ځواک دومره پياوړی دی چې له سلګونو کیلومترونو لرې غوښن موجودات له پټکیو او چپنو سره را کشوي!
زما ګران او جګړو سیزلیه وطنه، غاړه تازه کړه او په غرور ووایه:
” عادت مې نه دی څوک له لاسه رانیولی نشم
په ما میین به دې جونګړې ته په خپله راځي”
نعمان دوست